تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا او ایران خبرې: د اختلاف پنځه مهم ټکي څه کېدلی شي؟
- Author, پاول اډم
- دنده, بي بي سي
- د لوستلو وخت: ۵ دقیقې
امریکا او اسرائیلو سره د ایران د اوربند د خبرو اترو لپاره په ټاکل شوي ځای کې ټول چمتووالی بشپړ شوی او امنیتي کسان په خپلو ځایونو کې تیارسۍ ولاړ دي. د ښار دننه د سړک غاړې په ژیړ او تور رنګ تازه رنګ شوې دي. په اسلام اباد کې د مېلمنو د هرکلي لپاره ټول تدابیر نیول شوي دي.
د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو د کوربه په توګه، د پاکستان د حکومتي چارواکو خبرو کې هیله مندي ښکاري او ادعا کوي چې د ډېرو نورو هېوادونو برعکس، دوی د دواړو خواوو باور ترلاسه کړی دی.
د امریکايي پلاوي مشر، مرستیال ولسمشر جې ډي وینس هم ډاډمن بریښي. هغه له امریکا تر روانیدو وړاندې ویلي وو:" که ایران په ښه نیت خبرو اترو ته چمتو وي، نو موږ هم د همکارۍ لاس غځولو ته تیار یو." خو د هغه په خبرو کې یو خبرداری هم نغښتی و. هغه وویل: " که دوی زموږ ته د غولولو هڅه وکړي، نو پوه دې شي چې مرکچي ډلګۍ به ډېره نرمي ونه ښيي."
دا ویل به مناسب وي چې په دې خبرو اترو کې وړاندې د غره هومره خنډونه لیدل کېږي. راځئ دې خنډونو ته ځغلنده نظر وکړو.
۱. لبنان
د ایران د لبنانۍ متحدې وسله والې ډلې، حزب الله پر ضد د اسرائیل روان عملیات، لا د خبرو اترو تر پیل وړاندې پر هغوی باندې د اغېزې لامل کېږي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پر ایکس (ټویټر) کې په دې اړه خبرداری ورکړی او لیکلي یې دي: "که دا عملیات دوام ومومي، نو خبرې اترې به بې معنا شي." د مسعود پزشکیان په وینا: "زموږ ګوتې لا هم پر ماشې دي. ایران به هیڅکله خپل لبناني وروڼه او خويندې یوازې پریږدي."
بلخوا د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو خبرداری ورکړی چې د حزب الله په معامله کې "هیڅ اوربند نشته." خو د بیروت د سویلي سیمو اوسېدونکو ته د وتلو د پرلپسې خبرداریو سره سره، اسرائیلو تر اوسه تازه کوم عملیات نه دي کړي. د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د وینا له مخې، په لبنان کې به د اسرائیلو د عملیاتو "شدت یو څه کم" وي، په داسې حال کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي د اسرئیلو او لبنان ترمنځ مخامخ خبرې اترې به راتلونکې اونۍ په واشنګټن کې وشي. خو لا دا روښانه نه ده چې د کمې کچې دا عملیات به د ایران د خوښ ساتلو لپاره پوره وي که نه.
۲. د هرمز تنګی
بله لویه مسله چې د خبرو اترو پر وړاندې خنډ کیدلی شي، د تېلو د لېږدونکو کښتیو مهمه لاره، هرمز تنګی دی.
ولسمشر ډونلډ ټرمپ تور پورې کوي چې له هرمز تنګي د کښتیو د تېرېدو په اړه د ایران پریکړه سمه نه ده. هغه په (ټروت سوشل) خپلې خواله رسنۍ پر ایران د بدنیتۍ تور پورې کړ او ویې لیکل: "زموږ ترمنځ دا تړون نه و شوی."
اوس مهال هم په سلګونو سمندري بېړۍ او شاوخوا ۲۰ زره ماڼوګان په خلیج کې بند پاتې دي او ډېرو لږو کښتیو ته د تېرېدو اجازه ورکول کېږي. پر دې مهمې اوبلارې د خپلې ولکې له ټینګولو وروسته، ایران اوس هوډمن برېښي چې دې ته رسمي بڼه ورکړي. ایران دا د خپلې خاورې اوبه بولي او د داسې نویو تګلارو خبره کوي چې دا به ټاکي، څوک له دې ځایه تېرېدلی شي او څوک نه.
د پنجشنبې پر ورځ ایران د دوو اوسنیو سمندري لارو په شمال کې د نویو ټرانزیټي لارو د جوړولو اعلان وکړ. د بار وړونکو شرکتونو اندېښنو ته په ځواب کې په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دا نوې لارې ځکه اړینې دي چې "په اصلي سمندري لاره کې له ډول ډول کښتۍ ضد ماینونو مخنیوی وشي." د وروستیو راپورونو له مخې، په تېرو څو اونیو کې چې کومې لږې کښتۍ له دې ځایه په تېریدو بریالۍ شوې، هغوی په ادعا شوي ډول ۲ میلیونه ډالره (۱.۵ ملیون پونډه) مالیه ورکړې ده. د دې راپورونو په غبرګون کې ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړ چې ایران باید "له ټانکرونو مالیه وانخلي."
۳. اټومي شخړه
تر ټولو لوی او ریښتیا هم تر ټولو زوړ اختلاف د ایران د اټومي پروګرام دی. ټرمپ وايي چې هغه د "اپریشن ایپیک فیوري" پیلولو یو لامل دا دی چې ډاډ ترلاسه کړي ایران به هیڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي. بل لور ایران دا تورونه ردوي او وايي چې هیڅکله یې د بم جوړولو هڅه نه ده کړې، خو پر دې ادعا ډېر لوېدیځ حکومتونه سخت شکونه لري.
د ایران په وینا، د اټومي وسلو د نه خپرېدو د تړون (NPT) د لاسلیک کونکي په توګه، دا حق لري چې د ملکي موخو لپاره یورانیم بډایه کړي. د ایران په ۱۰ ماده ییز وړاندیز کې، چې ټرمپ "د خبرو اترو لپاره د عمل وړ اساس" بللی، د یورانیمو د بډایه کولو د حق نړیواله رسمیت پیژندنه هم شته. د راپورونو له مخې، د ټرمپ په خپل ۱۵ فقره ییز پلان کې دا غوښتنه شوې چې ایران به "په خپله خاوره کې د هر ډول یورانیمو بډایه کول بندوي." کله چې د روانې اونۍ په پیل کې د دفاع له وزیر پیټ هیګسیت په دې اړه وپوښتل شول، هغه یوازې وویل چې ایران به "هیڅکله اټومي وسلې ونه لري او نه به هغو ته د لاسرسي وړتیا ولري."
۴. د ایران سیمه ییز ملګري
په سیمه کې د ایران متحدینو او نیابتي ډلو تهران د ځانګړي اغېز څښتن کړی، چې په هغوی کې په لبنان کې حزب الله، په یمن کې حوثیان، په غزه کې حماس او په عراق کې څو ملیشه ډلې شاملې دي. د همدوی له لارې ایران له اسرائیلو او امریکا سره په خپلو اوږدو شخړو کې هغه تګلاره کاروي چې ډېر وخت له وړاندې دفاع بلل کېږي.
د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر کې د غزې د جګړې له پیل راهیسې، د ایران د مقاومت محور په نوم دا کړۍ له پرلپسې بریدونو سره مخ ده.
د دې یوه برخه د سوریې د پخواني ولسمشر بشارالاسد حکومت و، خو د هغه حکومت اوس له منځه تللی دی. ورسره اسرائیل دا ټول جوړښت، چې د "شر محور" یې بولي، د خپل شتوالی لپاره خطر ګڼي او د هغه بشپړ له منځه وړل غواړي.
په داسې وخت کې چې د ایران اقتصاد تر سخت فشار لاندې دی، ډېر ایرانیان غواړي، حکومت پر دې ټولو جګړو کم او د خلکو د ژوند پر ښه کولو لوړ لګښت وکړي. خو تر اوسه داسې څرګندې نښې نشته چې ایران دې له خپلو سیمه ییزو ملګرو لاس په سر کېدو ته چمتو وي.
۵. د بندیزونو نرمول
ایران له لسیزو راهیسې له سختو نړیوالو بندیزونو سره مخ دی. د هر ډول احتمالي تړون د برخې په توګه، ایران د امریکا او نړیوالې ټولنې لخوا د ټولو لګول شویو بندیزونو د لیرې کولو غوښتنه کوي.
د جمعې پر ورځ د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف وویل چې د خبرو اترو تر پیل وړاندې باید د ایران نږدې ۱۲۰ میلیارده ډالره (۸۹ ملیارده پونډه) کنګل شوې شتمنۍ ازادې شي.
د هغه په وینا، دا له هغو دوو مخکې له مخکې ټاکل شویو ګامونو یو دی چې دویم یې په لبنان کې له اوربند سره تړاو لري. خو د اپرېل پر اوومه د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف لخوا د دوو اونیو د اوربند په اعلان کې د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو هیڅ یادونه نه وه شوې.
دا روښانه نه ده چې قالیباف کومې هوکړې ته اشاره کوله. داسې برېښي چې دا شونتیا ډېر کمه ده چې د ټرمپ اداره دې یوازې د خبرو اترو د پیل لپاره دومره لوی امتیاز ورکولو ته چمتو شي.