تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بشري حقونو د څار سازمان: پاکستان دې د افغانانو جبري ستنول ودروي
د بشري حقونو د څار سازمان د پاکستان حکومت پردې تورن کړی دی چې "د افغان کډوالو پر ضد يې ځورونکې چاپې، خپلسري نیونې او جبري ستنول په چټکۍ سره زیات کړي دي."
دې سازمان ددې چلند او افغانستان ته د افغان کډوالو د جبري ستنولو د لړۍ بندولو او د هغه پولیسو پرضد د ګامونو اخیستو غوښتنه کوي چې په وینا یې " افغان کډوالو سره په زورونکي چلند کې ښکېل دي."
دغه اداره کې د افغانستان د چارو څېړونکې له نورو هېوادو هم غوښتي چې په دې اړه د پاکستان حکومت ته خپلې اندېښنې راپورته کړي.
پاکستان د ۲۰۲۳م کال سپتمبر میاشتې راهیسې په زور د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ پیل کړې ده. دې لړۍ وخت په وخت د نړیوالو ادارو او بشري بنسټونو اندېښنې پارولي خو پاکستاني چارواکو دا لړۍ لا چټکه او له پخوا جدي کړې ده.
د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان د چارو څېړونکې فرشته عباسي وايی "پاکستاني چارواکي د دې پر ځای چې افغان کډوالو ته د هغو کسانو په سترګه وګوري چې خوندیتوب او مرستو ته اړتیا لري د هغوی منځ کې وېره خپروي."
د شمېرو له مخې تېرو نږدې دریو کالونو کې دوه میلیونه او دوه سوه زره افغان کډوال له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د "احتمالي" ځورونې دې نېوکې ته غبرګون نه دی ښودلی خو تېر کې یې ویلي چې ستنېدونکي کډوال داسې چلند سره نه دي مخامخ شوي.
د بشري حقونو د څار سازمان د راپور له مخې د روان کال فبرروۍ میاشت کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړې له پیل وروسته د پاکستان بېلابېلو ښارونو کې د افغان کډوالو پر کورونو چاپې، د شپې ناوخته د خلکو کورونو پلټنې، او له قانوني جواز پرته نیونې ترسره کېږي.
دا سازمان ادعا کوي چې "پولیسو هغه افغانان هم نیولي چې داعتبار وړ وېزې لري."
یوازې په ۲۰۲۶ کال کې له پاکستانه تر ۱۴۶ زرو ډېر افغانان ایستل شوي دي، او د اپرېل له لومړۍ نېټې راهیسې دغه شمېر لا زیات شوی دی.
د بشري حقونو دا سازمان ستنو شوو کډوالو سره د خبرو پربنسټ ادعا کړې چې" هغوی داسې حال کې نیول شوي چې د پېر او پلور لپاره بازار ته تللي، ښوونځي ته روان وو، او یا د ورځني کار په لټه کې وو."
دې خلکو د بشري حقونو د څار ادارې سره خبرو کې ادعا کړې چې " پولیسو د هغوی ګرځنده مبایلونه او نغدې پیسې هم ترې اخیستي او د خوشې کېدو په بدل کې ترې بډې غوښتل شوي او هغه کسان چې د پیسو ورکولو توان یې نه درلود، نیول شوي او له هېواده ایستل شوي دي."
تازه ادعاو ته د پاکستان حکومتي چارواکو څه نه دي ویلي، خو د اپرېل د میاشتې پر ۱۲مه د خیبر ولسوالۍ پولیسو افغانستان ته د ستنېدونکو کسانو لخوا پر څو پولیسو د رشوت غوښتنې د تورونو وروسته د ګڼو پولیسو دندې ځنډولې او د پلټنو امر یې کړ و.
دغه راز د چهارشنبې پر ورځ د خیبر پښتونخوا د اعلي وزیر دفتر لخوا یوې اعلامېې کې راغلي چې په اسلام اباد کې د طالبانو حکومت سفیر سره خبرو کې اعلی وزیرمحمد سهیل اپریدي ویلي دي "افغان کډوال زموږ مېلمانه دي او هغوی ته هر ډول ممکنه اسانتیاوې برابروي."
ښاغلي شکېب او اعلی وزیر اپریدي تلیفوني خبرې ترډېره د افغان کډوالود ستنېدو پر چارو او دې لړ کې د اسانتیاو پر زیاتولو راغونډې وې.
تېرو څو اونېو کې لوی شمېر ستنېدونکو افغان کډوالو شکایت کړی چې په ځانګړې توګه د تورخم له لارې د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله ستنېدونکي کسان زیاتو ستونزو سره مخامخ دي او اړ دي چې په اوږدو کتارونو کې انتظار وکړي.
خو ښاغلي اپریدي ویلي هره ورځ خپله د ستنېدونکو په مرکزونو کې د اسانتیاو په تړاو چارې څاري.
د بشري حقونو د څار سازمان وايی د ۲۰۲۵ کال د اکټوبر میاشت کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړې سره د افغان کډوالو "زورونه" زیاته شوه.
دا سازمان زیاتوي چې "د نومبر میاشت کې د بلوچستان ایالت د سرخاب کډوالو په پنډغالي کې عملیاتو وروسته له زرو زیات افغانان چې کوچنیان هم په کې و ونیول شول، بیا یې د پنډغالي کورونه او هټۍ پر بلډوزرونو ونړول".
د بشري حقونو د سازمان دې راپور کې زیاته شوې " دا کسان په زوره د چمن له لارې افغانستان ته ستانه کړل شول دوی کې ډېر نه پوهېدل چې د کورنۍ نور غړي یې چېرته دي او ایا بېرته به سره یوځای شي که نه."
ر اپور کې ادعا شوې ده چې " ګڼې کورنۍ په زور سره جلا شوې، ان تر ۱۳ کلونو کم عمره ماشومان هم یوازې افغانستان ته بېرته استول شوي دي، په داسې حال کې چې مور او پلار یې پاکستان کې پاتې شوي او د خپلو ماشومانو په اړه هېڅ معلومات نه درلودل"."
د هېومن رایټس واچ د شمېرو له مخې د ۲۰۲۳ کال له اکټوبره په جبري ډول د ایستلو څپې له امله له ایران او پاکستانه څه باندې ۵.۴ میلیونه افغانان خپل ټاټوبي ته ستانه شوي دي.