تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"بډای شوي یورانیم راته د خپلې خاورې هومره اهمیت لري"
"بډای شوي یورانیم راته د خپلې خاورې هومره اهمیت لري"
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي دوی ته بډای شوي یورانیم د خپلې خاورې په اندازه اهمیت لري او دا چې هېچېرته به ونه لېږدول شي.
هغه د ایران له دولتي تلویزیون سره په خبرو کې زیاته کړې چې په دې تړاو له امریکايي لوري سره هېڅ خبرې نه دي شوې.
ورمخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ رویټرز خبري اژانس ته ویلي و چې د دوی به له ایران بډای شوي یورانیم وباسي.
دا په داسې حال کې ده چې ایراني ځواکونو نن هرمز تنګی بېرته وتاړه او د رپوټونو له مخې پر ورنږدې کېدونکو بېړیو ډزې هم شوې دي.