هغه شېبه چې امریکا ایرانۍ کښتۍ په نښه کوي
هغه شېبه چې امریکا ایرانۍ کښتۍ په نښه کوي
په دې ویډيو کې هغه شېبه وینئ چې امریکا وايي، ایرانۍ ماین اېښودونکې کښتۍ یې په نښه کړې دي.
دا ویډيو د امریکا مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) خپره کړې او ویلي یې دي چې تېره شپه یې هرمز تنګي ته څېرمه د ایران پر ۱۶ ماین اېښودونکو کښتیو بریدونه کړي او وېجاړې کړې یې دي.
مخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ګواښ کړی و چې هره هغه ایرانۍ کښتي به په نښه کړي چې هرمز تنګي ته نږدې د سمندري ماینونه د ځایپرځای کولو هڅه کوي.



