تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کابل کې د پاکستان برید کې د ځینو قربانیانو ډلهییزه جنازه او تدفین
نن چارشنبه (اکتوبر ۱۸مه/) د کابل په سرای شمالي پر یوه تپه د ځینو قربانیانو د ډله ییزه جنازه او د مړو خښویو مراسم ترسره شول. د چارواکو په وینا، هلته ځینې هغه کسان خښ کړل شول چې مړي یې د پېژندنې نه دي یا بشپړ سوځولي دي.
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویلي، نن یې د ۷۰ وژل شویو جسدونه د هغوی کورنیو ته سپارلي دي. ځینې یې وړمه ورځ خپلو کورنیو ته سپارل شوي وو، خو لا هم ځینې مړي په روغتونونو کې دي.
په دوی کې داسې کسان هم شته چې لا هم د خپلو عزیزانو پته ورته نه شته چې مړه شوي او که ژوندي دي. په دوی کې یو هم د لوګر ولایت سمیع الله دی چې وايي د خپل تره په لټه کې دی، خو تر اوسه یې د هغه هېڅ درک نه دی لګولی.