د پاکستان له بریدونو بې‌ځایه شوې کورنۍ

د پاکستان له بریدونو بې‌ځایه شوې کورنۍ

ملګري ملتونه وايي، د پاکستان د بریدونو له کبله افغانستان کې شاوخوا ۲۰ زره کورنۍ بې ځایه او ۱۶۰ زره کسان اغېزمن شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان هم ویلي، د نښتو زور ملکي خلکو ته وځي او د کړکېچ له پراخېدو سره بشري مرستو ته اړتیا په ډېرېدو ده.

هممهاله بې ځایه شوې کورنۍ خپلو سیمو کې د سختو بریدونو او مرګژوبلو کیسې کوي.