سیکېډا: د کوویډ-۱۹ نوې بڼه څومره د اندیښنې وړ ده او ولې پرې ماشومان ډېر اخته کېږي؟

    • Author, کېټ بووي
    • دنده, نړیواله روغتیا، د بي‌بي‌سي نړیوال سرویس
  • د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

د روغتیا نړیوال سازمان د کوویډ-۱۹ یوه ډېره بدله شوې بڼه، چې تر دې دمه یې بېلګه د نړۍ په ۲۳ هېوادونو کې لیدل شوې، څاري.

د امریکا له متحدو ایالتونو، هانک‌کانګ، موزامبیق او بریتانیا هم پر سیکېډا د اخته کېدو رپوټونه ورکړ شوي دي.

د کوویډ-۱۹ دغه وریانټ یا بڼه رسمآ بي‌اې ۳.۲ بڼه بلل کېږي.

تر اوسه د دې څه دلیل نشته، چې د کوویډ دا بڼه دې تر نورو هغو ډېره خطرناکه وبلل شي، خو متخصصان وايي داسې برېښي چې ماشومان پرې تر لویانو ډېر اخته کېږي.

نو د کوویډ دې بڼې ته باید څومره اندېښمن واوسو؟

سیکېډا څه شی دی؟

سیکېډا اصلآ مچ یا موچۍ ته د یوې ورته حشرې نوم دی، چې د اورږدې مودې لپاره د پټ پاتېدو وړتیا لري.

د کوویډ-۱۹ بي‌اې ۳.۲ بڼې ته هم د دې لپاره دغه نوم ورکړ شوی، چې د نړۍ په هغو سیمو کې پټ پاتې دی، چې په لومړي ځل پکې موندل شوې وه.

دا بڼه لومړی ځل د ۲۰۲۴ کال نومبر کې په سویلي افریقا کې لیدل شوې وه، خو د ۲۰۲۵ کال تر سپتمبر پورې یې پېښې زیاتې نه شوې.

تېره میاشت د متحدو ایالتونو د ناروغیو د کنټرول او مخینوي مرکز (سي‌ډي‌سي) د دغه هېواد په ۲۵ ایالتونو کې د دې بڼې د مثبتو پېښو د کتل کېدو رپوټ ورکړ.

دغه مرکز اعلان وکړ د بي‌اې ۳.۲ بېلګې د څلورو مساپر د پزو په سواب، د پنځو ناروغانو په کلېنیکي معایناتو او ۱۳۲ بېلګې په فاضله اوبو کې موندل شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان هم د کوویډ-۱۹ دا بڼه تر "څار" لاندې راوستې، په دې معنا چې وايي، ښايي د لومړیتوب ورکولو اړتیا یې پېښه شي.

دمګړۍ دا کتل کېږي چې ایا د کوویډ دغه وریانټ نړیوالې عامې روغتیا ته ګواښ پېښ کړی، که څنګه.

ماشومان ډېر پرې اخته کېږي؟

په نیویارک کې د کوویډ د بېلابېلو بڼو په اړه څېړونکی ریان هیسنر وايي، داسې ښکاري چې د لویانو پرتله په ماشومانو کې د بي‌اې‌ ۳.۲ مثبتې پېښې ډېرې راشي.

د کیمبرج د معالجوي معافیت او ساري ناروغیو له انسټېټیوټه پروفیسور رویندرا ګوپتا وايي: "دا په ژوره توګه کتل شوې یا خپره شوې نه ده، خو داسې ښکاري چې دا ریښتیا ده."

په دې تړاو چې د کوویډ دا بڼه ولې ښايي داسې وي، بېلابېلې تیورۍ وړاندې کېږي.

یوه تیوري دا ده، چې د هر چا د معافیت سیستم لپاره ګرانه ده، چې سیکېډا وپېژني، ځکه دا د کوویډ داسې بڼه ده چې موږ پخوا نه ده کتلې.

ډاکتر ګوپتا وايي "د ماشومانو معافیت، په عمومآ ډول ټیټ وي، ځکه دوی دومره بېلابېل ویروسونه او د کووېډ انتانات نه دي کتلي، نو دا تمه کېدای شي چې د دغه ویروس پر وړاندې دې یې معافیت تر نورو ډېر کمزوری وي."

په لویانو کې هغه غدې چې له ویروسونو زموږ ساتنې لپاره انټي‌باډي تولیدوي، د عمر له لوړېدو سره وده مومي او مرسته کوي چې زموږ معافیت پراخ شي.

نوموړی زیاتوي، دا چې په ماشومانو کې د ودې پر دې پروسه کم کلونه اوښتي، له همدې کبله ښايي د دغه ویروس پر وړاندې ډېر زیانګالي وي.

نور څېړونکي داسې اټکلوي چې په سیکېډا کې د پروتین ډېره بدله شوې بڼه هم ښايي د دې لامل وي، چې ماشومان پرې ډېر اخته شي.

ګوپتا او ډله یې د ماشومانو د بېلګو د ترلاسه کولو په لټه کې دي، چې نوره څېړنه پرې وکړي چې ولې داسې ښکاري چې دغه بڼه ماشومان ډېر اغېزمنوي.

نښې نښانې یې څه دي؟

تر اوسه داسې څخه شواهد نشته چې سیکېډا دې خلک د کوویډ-۱۹ ویروس د نورو ډولونو پرتله ډېر ناروغ کړي.

د بریتانیا په ختیځ انګلیا پوهنتون کې ایپیډیمولوژیست پروفیسور پاول هنټر زیاتوي: "او داسې څه ځانګړي نښې هم نشته، چې ډېرې عامې دې ښکاره شي."

کوویډ-۱۹ د تبې، ټوخي، ستوني درد، د پزې بندېدو، ستړیا، سر درد، دردونو، ساه لنډۍ او نس‌ناستې په ګډون د بېلابېلو نښو نښانو لامل ګرځېدای شي.

د بریتانیا په ریډنګ پوهنتون کې د ویروس پوه ایان جونز وايي: "دا ویروس، د هغه د بڼو توپیر ته له کتو پرته، ورته حجرات په نښه کوي... له همدې کبله هغه نښې نښانې هم لږې یا ډېرې سره ورته دي، چې رامنځ ته کېږي.

دا بڼه ولې دومره ډېره بدله شوې؟

ویروسونه ټول د وخت په تېرېدو سره بدلون مومي. د کوویډ-۱۹ په څېر RNA ویروسونه بیا په ځانګړي ډول ډېر چټک بدلون کوي.

د متحدو ایالتونو د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز BA.3.2 د کوویډ-۱۹ "ډېره بدله" شوې بڼه بللې ده. دا په دې مانا ده چې دا له اصلي اومیکرون بڼې سره خورا توپیر لري.

جونز وايي: دا بدلونونه د دې لامل ګرځېدای شي، چې زموږ ستاسې د معافیت سیستم لخوا د ویروس د پېژندلو پر وړاندې خنډ شي، او "تر یوې اندازې پورې" پر دې بریالی کېږي، چې له هغه معافیته ځان وساتي، چې ستاسې بدن له مخه جوړ کړی دی.

نوموړی زیاتوي، دا "ویروس په څرګند ډول [دغه کار کې] بریالی دی، په وګړو کې انټي باډۍ تېرباسي او له همدې کبله ورو ورو ډېرېږي."

دا بڼه ولې دومره ډېره بدله شوې؟

ویروسونه ټول د وخت په تېرېدو سره بدلون مومي. د کوویډ-۱۹ په څېر RNA ویروسونه بیا په ځانګړي ډول ډېر چټک بدلون کوي.

د متحدو ایالتونو د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز BA.3.2 د کوویډ-۱۹ "ډېره بدله" شوې بڼه بللې ده. دا په دې مانا ده چې دا له اصلي اومیکرون بڼې سره خورا توپیر لري.

جونز وايي: دا بدلونونه د دې لامل ګرځېدای شي، چې زموږ ستاسې د معافیت سیستم لخوا د ویروس د پېژندلو پر وړاندې خنډ شي، او "تر یوې اندازې پورې" پر دې بریالی کېږي، چې له هغه معافیته ځان وساتي، چې ستاسې بدن له مخه جوړ کړی دی.

نوموړی زیاتوي، دا "ویروس په څرګند ډول [دغه کار کې] بریالی دی، په وګړو کې انټي باډۍ تېرباسي او له همدې کبله ورو ورو ډېرېږي."

ایا واکسین به بیا هم پرې کار وکړي؟

دا چې د سیکېډا بڼه ډېره بدله شوې، نو ښايي د کوویډ واکسینونونه یې پر وړاندې ډېر اغېزناک زباد نه شي.

خو متخصصین ټینګار کوي چې پخواني واکسینونه ښايي بیا هم د کوویډ د نويو ډولونو پر وړاندې یو څه خوندیتوب رامنځ ته کړي.

جونز وايي: "ښايي اخته شئ، خو انتانات به یې کمزوري وي."

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، تر دې دمه د نړۍ د ټول نفوس ۶۷ سلنه د کوویډ-۱۹ پر وړاندې واکسین شوي دي.

خو تازه شويو "بوسټر" واکسینونو ته لاسرسی، چې د نوي ډولونو پر وړاندې خوندیتوب لپاره بدلونونه پکې راوستل شوي، په نړیواله کچه توپیر لري.

جونز وايي، د درمل جوړوونکو شرکتونو لخوا یوازې سیکېډا لپاره د واکسین د نوې نسخې د جوړولو احتمال یوازې هغه مهال ممکن دی، چې د دې بڼې د مثبتو پېښو شمېر او شدت په ډراماتیک ډول زیات شي.

باید د سیکېډا ته اندېښمن اوسو؟

ایپیډیمولوژیست هنټر وايي دا د حیرانتیا خبره نه ده چې موږ دې د کوویډ-۱۹ ویروس نوي بڼې ګورو.

د نوموړي په وینا " تر هغې چې انسانان په دې کره کې ژوند کوي، موږ به د دغه ویروس نوي ډولونه ګورو. دې کې شک کېدای شي، چې د SARS-CoV-2 دې کله [په بشپړه توګه] له منځه لاړ شي."

هغه زیاتوي: "دا چې د سیکېډا بڼې قضیې زیاتې شوې، دا په دې معنا نه ده چې خامخا دې ورسره د کوویډ-۱۹ قضیې یا له دې کبله د مړینو ټولیز شمېرهم لوړ شي."

"د نویو بڼو راڅرګندېدل به په منظم ډول دوام ومومي چې عفونیت له څو سره به مرسته وکړي... خو احتمال لري چې د مړینو او جدي ناروغو د شمېر د کمېدو د دوام شاهدان واوسو."

د روغتیا نړیوال سازمان تېر ډسمبر کې وویل، داسې هېڅ مالومات نه شته چې وښيي چې د ناروغۍ شدت، بستري کېدل یا له سیکېډا سره تړلې مړېنې دې زیاتې شوې وي.

دغه سازمان له دې اړخه د عامې روغتیا خطر کچه کمه بللې وه.

جونز وايي "[کوویډ-۱۹] اوس زموږ د ژمي یوه عام تنفسي عفونیت دی، او اړتیا ده چې خلک ترې خبر اوسي... که پوهېږي چې واکسین ورته ګټه رسوي، نو باید ولاړ شي او ویې لګوي."

خو له ۶۵ کلونو د لوړ عمر لرونکو، د کمزوري معافیت او زړه ناروغانو په ګډون زیان‌ګالې ډلې له کوویډ-۱۹ سخت ناروغه کېدای شي.

ګوپتا وايي: "که ماشوم مو د سږو ناروغۍ، د زړه ناروغي یا کمزوری معافیت لري، نو مهمه ده چې روغتیايي مرسته ژر تر ژره وغوښتل شي."