بریتانیا؛ د هوسیو نسل کمول به د ونو او کرنیزو حاصلاتو ساتنه اسانه کړي

    • Author, مالکولم پریر
    • دنده, د کلیوالي چارو ایډیټر
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

بریتانیا کې به د هوسیو ښکار د حکومت د اوږدمهاله لس کلن پلان پر بنسټ اسانه شي، چې د هوسیو د شمېر زیاتوالي مخه ونیول شي.

د دې ژویو شمېر زیاتېدو ځنګلونه، نوې کرل شوې ونې او کرنیزې ځمکې له ګواښ سره مخامخ کړې دي.

اټکل کېږي، چې په بریتانیا کې له دوه میلیونو ډېرې هوسۍ شته، چې د دغه هېواد د ځنګلونو درېیمه برخه یې زیانمنه کړې او بزګرانو ته یې د حاصلاتو په برخه کې درانه مالي تاوانونه اړولي دي.

حکومت د هوسیو د مدیریت یوه نوې تګلاره اعلان کړې، چې له مخې به یې لومړیتوب لرونکي سیمې وپېژندل شي.

له دې سره به هغه ځمکې معلومې شي، چې په شپه کې او د موسم په رانژدې کېدو به ښکار په کې اسانه او جواز ولري.

بزګرانو ته به هم نوي قانوني حقونه ورکړل شي، چې د خپلو حاصلاتو د ساتنې لپاره هوسۍ ووژني.

خو د ژویو د حقونو ځینو فعالانو ویلي، چې ښکار غیرانساني کار دی او په اوږدمهال کې اغېزناک نه دی.

انډریو بلنکیرون، چې په سفولک کې د ایلویډن ملکیتونو څارنه کوي، د هر هغه ګام هرکلی کوي، چې د هوسیو شمېر کنټرول کړي. د هغه په وینا د کووېډ د محدودیتونو پر مهال د هوسیو شمېر "په چټکۍ ډېر شو" او لا هم لوړ پاتې دی.

بلنکیرون بي بي سي ته وویل، چې د منټجک په څېر د وړو هوسیو کنټرول سخته چاره ده ځکه "هغوی لکه سویان ژر زیاتېږي."

د ده په وینا، د سیمه ییزو رمو له امله حاصلاتو ته زیان رسېږي او هر کال شتمنۍ ته تر ۱۰۰ زره پونډو پورې تاوان اړوي.

هغه وویل: "ګازرې د هغوی د خوښې خوراک دی. آن کچالو هم له ځمکې راوباسي، م باور کوئ او که نه، په لویه کچه هوسۍ کچالو له ځمکې راباسي."

ده زیاته کړه، چې د ښکار شویو هوسیو غوښه په سیمه ییزه کچه پلورل کېږي او نژدې لومړنیو ښوونځو ته هم ورکول کېږي.

خو د ژویو د حقونو ډلې پي اي ټي اې ( PETA) ویاندې وویل، چې د وحشي هوسیو وژل به مخ په زیاتېدونکي نفوس ستونزه حل نه کړي.

هغې وویل:"له چاپېریاله د هوسیو لرې کول د هغوی د شمېر بیا زیاتېدو مخه نه نیسي او په ډېرو مواردو کې د نفوس لنډمهاله کمښت پاتې هوسیو ته ډېر خوراک برابروي، چې د هغوی د زیات تولید لامل کېږي."

پي اي ټي اې ( PETA) د دې پر ځای د "انساني او دوامدارو" لارو چارو غوښتنه وکړه، لکه د استوګنځای بدلون، مناسبې کټارې لګول او مصنوعي خوړو ته د لاسرسي محدودول.

"ریښتیني فرصتونه"

اوس مهال په بریتانیا کې د هوسیو شپږ ډولونه شته. سره، سیکا، فالوه، رو، منټجک او چینایي اوبو هوسۍ خو د بریتانیا د هوسیو ټولنې په وینا یوازې سره او رو "ریښتیني بومي" دي.

که څه هم کره شمېره یې نه ده معلومه خو رسمي اټکلونه ښيي، چې کېدای شي له دوه میلیونو ډېرې هوسۍ وي. دا د ۱۹۷۰مو کلونو د شاوخوا ۴۵۰ زرو هوسیو پرتله ستر زیاتوالی دی او په تېرو ۱۰۰۰ کلونو کې تر ټولو لوړ شمېر ګڼل کېږي.

حکومت وویل، چې اوسنی مدیریت ناکام شوی، ځکه اوس د بریتانیا ۳۳٪ ځنګلونه د هوسیو د ډېر څړ او مزل له امله "نامناسب حالت" کې دي حال دا چې د ۲۰۰۰مو کلونو په پیل کې دا شمېر ۲۴٪ و.

د پي اي ټي اې ( PETA) په وینا هر کال له ۷۴ زرو ډېرې هوسۍ له موټرو سره ټکر کېږي، چې له ۱۰ تر ۲۰ انسانانو د وژل کېدو او له ۷۰۰ ډېرو د ټپي کېدو لامل کېږي.

د حکومت نوي لس کلن پلان موخه دا ده، چې هغه ملي سیمې وپېژني چې متمرکز ښکار ته اړتیا لري او د هوسیو د ښکار جواز ورکولو بهیر ساده کړي، په ځانګړي ډول د شپې او د موسم له نژدې کېدو پر مهال، څو "ځمکوال وکولای شي په چټکۍ او اسانتیا خپل حاصلات او لرګي وساتي".

مارتین اېډورډز، چې د بریتانیا د ښکار او ساتنې ټولنه کې د هوسیو او ځنګلونو د مدیریت مشر دی، د دې پلان هرکلی وکړ او ویې ویل، چې دا به "ریښتینې فرصتونه برابر کړي چې د رضاکارو او مسلکي مدیرانو له کاره ګټه واخیستل شي او د بریتانیا د مخ پر زیاتېدونکي هوسیو نفوس ستونزه حل شي."

د طبیعت وزیرې ماري کریګ وویل، حکومت ژمن دی له ځمکوالو او بزګرانو سره مرسته وکړي، "چې ځنګلونه وده وکړي او حاصلات ښه وساتل شي."

حکومت وویل، غواړي د ښکار شوو هوسیو د غوښې لپاره کورنی بازار هم پیاوړی کړي او هڅه کوي چې دا غوښه په ښوونځیو، زندانونو او روغتونونو کې زیاته وکارول شي.

د "کنټري فوډ ټرسټ" په نوم خیریه اداره، چې د خوړو له بېوزلۍ سره مبارزه کوي، له سیمو او فارمونو د ښکار شویو هوسیو غوښه کاروي چې په ټوله بریتانیا کې ۱۵۰۰ د خوړو بانکونو، د بې کوره کسانو پناه ځایونو او ټولنیزو پخلنځیو ته خواړه برابر کړي.

د دې ادارې اجرائیوي مشر اس جې هنټ وویل، دوی هڅه کوي ډاډ ترلاسه کړي چې اړمن خلک د خپلې سیمې د هوسیو له ښکاره ګټه پورته کړي.

هنټ د هوسیو د غوښې لپاره د پراخ کورني بازار د ملاتړ هرکلی وکړ او ویې ویل، چې دا لږ کولېسټرول لرونکې غوښه او د پروټین مهمه سرچینه ده، خو زیاته بودیجه یې وغوښته چې د ټرسټ په څېر پروګرامونه له ښکار شویو هوسیو ښه استفاده وکړای شي.