تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

ژوندۍ پاڼه, 'روسیه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب رول لوبولو ته چمتو ده'

روسیې یو ځل بیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانې کشالې د حل لپاره پر خبرو اترو او دیپلوماسۍ ټینګار کړی. په مسکو کې د افغانستان سفارت وايي، چې دا خبرې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د طالبانو حکومت له سفیر ګل حسن حسن سره په لیدنه کې کړې دي.

لنډیز

ژوندی پوښښ

  1. د طالبانو حکومت ریس الوزرا د مالیزیا لومړي وزیر سره د سیمي وروستیو حالاتو په اړه خبرې کړې دي

    د طالبانو حکومت ریس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د مالیزیا له لومړي وزیر داتو محمد انور ابراهیم سره د سیمې حالاتو، په ځانګړي ډول د پاکستان او افغانستان ترمنځ د وروستي کړکېچ په تړاو خبرې کړې دي.

    د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، ملا محمد حسن اخوند له ښاغلي ابراهیم سره په ټیلیفوني خبرو کې "د افغانستان پر خاوره د تېري او ملکي وګړو وژل غندلي دي او زیاتوي، د زور کارول او د ملکي وګړو په نښه کول ستونزې نه شي حل کولای." "د افغانستان اسلامي امارت اصولي موقف واضح دی چې د تفاهم او مذاکراتو له لارې د مشکلاتو په حل باور لري‌ خو د تېري په صورت کې له خپلې خاورې او ولس دفاع خپل مشروع حق بولي."

    د مالیزیا لومړي وزیر هم د سیمې په وضعیت اندېښنه څرګنده کړه او ویلي یې دي، د افغانستان او پاکستان تر منځ وروستي وضعیت خواشیني کړی دی او هیله یې ښوولې چې روان کړکېچ د مذاکراتو او تفاهم له لارې حل شي.

  2. د پاکستان د لومړي وزیر ویاند وايي، له افغان لوري سره به خبرې ونه کړي

    د پاکستان د لومړي وزیر ویاند مشرف زیدي وايي، له افغان لوري سره به هېڅ راز خبرې او بحث ونه کړي. د ښاغلي زیدي په وینا "ترهګري" باید د افغانستان له اړخه پای ته ورسېږي او دا د افغانستان ستونزه ده. د پاکستان دنده دا ده چې خپل خلک خوندي وساتي.

    د پاکستان د لومړي وزیر ویاند زیاتوي که موږ پوه شو، چې په یوه ځای کې ترهګر شته، داسې وسله به پیدا او وکاروو چې هملته یې له منځه یوسي. دا اوسنی حالت دی او زه پکې کوم انحراف نه وینم.

  3. د پاکستان له بریدونو بې ځایه شوې کورنۍ

  4. د پاکستان په بریدونو کې یوازې په کونړ کې ۱۳ تنه ولسي وګړي وژل شوي

    د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون په کونړ ولایت کې د ځايي خلکو له قوله راپور ورکړی چې له پاکستاني پوځیانو د بریدونو له پیل راهیسې په دغه ولایت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ تنه وژل شوي او ۴۷ تنه نور ملکي وګړي ټپیان دي.

    دوی وايي پاکستاني پوځیانو د کونړ ولایت پر شپږ ولسوالیو بریدونه کړي دي، چې د مرګ ژوبلې ترڅنګ پکې شاوخوا ۱۸۰ کورونه هم په بشپړ ډول ویجاړ یا زیانمن شوي دي.

    له دغو سیمو زرګونه کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي او خوندي سیمو ته یې کډې کړې دي.

    کونړ کې ولسي زیان ځکه ډېر دی، چې له ډیورنډ کرښې سره د تګ راتګ ډېر ې لارې لري او پر کرښه ولسي مېشت ځایونه هم ډېر دي.

  5. د پاکستان پوځ مشر: د طالبانو له حکومت سره سوله د کابل له خوا د ټي ټي پي ملاتړ پر بندولو مشروطه ده

    د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشل عاصم منیر د چهارشنبې په ورځ د ډیورنډ کرښې سره په خوا کې د سوېلي وزیرستان په واڼې کې له پاکستاني ځواکونو لیدلي.

    د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې یوې رسنیزه اعلامیې کې، د ښاغلي منیر له قوله ویلي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوله یوازې هغه وخت ټینګېدای شي چې افغان طالبان "د ترهګرۍ او ترهګرو سازمانونو ملاتړ ودروي."

    د پاکستان پوځ په بیان کې زیاته کړې: "فیلډ مارشال ټینګار وکړ چې د فتنه الخوارج او فتنه الهند لخوا د پاکستان په وړاندې د ترهګریزو کړنو ترسره کولو لپاره د افغانستان د خاورې کارول د منلو وړ نه دي او د راپورته کېدونکو ګواښونو د لېرې کولو لپاره به ټول اړین ګامونه اوچت کړي."

    د طالبانو حکومت تر اوسه د عاصم منیر وروستیو څرګندونو ته ځواب نه دی ویلی. خو وړاندې تر دې یې په وار وار ورته تورونه رد کړي دي.

    د روسیې په ګډون یو شمېر هېوادونو، د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب لپاره خپل چمتووالی څرګند کړی دی.

  6. وروستی, د طالبانو حکومت دفاع وزارت وايي په بلوچستان کې ېې د پاکستان پوځ پر یوه مرکز هوايي برید کړی

    د طالبانو حکومت وايي، د پاکستاني پوځیانو د بریدونو په ځواب کې یې د دوی په وینا ځپونکي بریدونه کړي دي.

    د طالبانو حکومت د دفاع وزارت د ویاند مرستیال مولوي صدیق الله نصرت وايي، تېره ورځ او شپه یې د ننګرهار، کونړ، کندهار، نورستان، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو سره په خوا کې د ډیورنډ کرښې بل اړخ ته بریدونه کړي دي.

    ښاغلی نصرت وايي، "د اسلامي امارت هوايي ځواکونو نن سهار د بلوچستان ایالت په کچلاغ سیمه کې د غزه بند په نوم د پاکستاني نظامیانو د اېف سي پر عموي قومندانۍ هوايي بریدونه وکړل، چې د سرتېرو شپه‌غالی 'لیلیه' پکې په نښه شوې او لسګونه عسکرو ته مرګژوبله اوښتې."

    پاکستاني لوري لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. بي‌بي‌سي په خپلواک ډول دا ادعا نه شي تاییدولی.

    د طالبانو حکومت د دفاع وزارت د ویاند مرستیال په یوې ویډیو کې ادعا کړې، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر پاکستاني پوځیانو ګڼ غچ اخیستونکي بریدونه ترسره شوي دي. چې د ده په وینا پکې "د دښمن ۱۲ پوستې او قرارګاوې له منځه وړل شوې دي، ۴۱ تنه سرتېري یې وژل شوي او ۵۳ تنه نور ټپیان دي".

    د طالبان حکومت په تازه نښتو کې د خپلو درېیو سرتېرو د وژل کېدو او اوو نورو د ټپي کېدو منښته کړې.

  7. وروستی, د افغانستان او پاکستان شخړو ۶۶ زره کسان بې کوره کړي

    د کډوالۍ نړیوال سازمان د چهارشنبې پر ورځ پر ډیورنډ کرښه د مخ په زیاتېدونکي بشري اضطراري حالت په اړه خبرداری ورکړ. دغه سازمان ویلي چې د روانو نښتو له امله نږدې ۶۶,۰۰۰ کسان بې ځایه شوي او د افغانستان په ختیځو او سوېل ختیځو سیمو کې د بشري مرستو مهم عملیات ګډوډ شوي دي.

    د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې جګړې د ولسي وګړو د مرګ‌ژوبلې او بنسټیزو تاسیساتو د ویجاړېدو لامل شوې دي. د امنیتي اندېښنو له امله د تورخم او بهرامچې په څېر سیمو دوه مهمې لارې تړل شوې دي او دا چې ملګرو ملتونو تایید کړې، په ننګرهار ولایت کې د دوی یو ټرانزیټي مرکز د نښتو پر مهال سخت زیانمن شوی دی.

    یادې ادارې دا نښتې د نړۍ په کچه د راستنېدونکو کډوالو یو له ټولو لویو بحرانونو وباله. افغانستان په تېرو دوو کلونو کې د څه باندې پنځه میلیونه راستنېدونکو کډوالو کوربه و، چې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې د دغو کډوالو شمېر ۲.۶ میلیونه کسانو ته رسېدلی و.

  8. وروستی, ملګري ملتونه: د مرګ ژوبلې شمېرې "تر اوسه په خپلواکه توګه نه شي تائید کېدای"

    ملګري ملتونه په یوه اعلامیه کې، چې د مارچ پر ۴مه خپره شوې ده، وايي، په افغانستان کې د ډیورنډ کرښې پورې غاړې توغندیزو بریدونو او هوايي حملو له امله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې او د کورونو د زیان راپورونه ورکړل شوي دي.

    اعلامیه زیاتوي، په ننګرهار ولایت کې تورخم ته نږدې پنځه ملکي وګړي، چې ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي او په نازیان ولسوالۍ کې دوه نور کسان ژوبل شوي دي.

    په اعلامیه کې د ملګرو ملتونو ویاند، سټېفن دوجاریک له قوله ویل شوي: ''ملکي وګړي او ملکي بنسټونه باید هر وخت خوندي وساتل شي.''

    بل لور د کډوالۍ نړیوال سازمان ای او ایم خبرداری ورکړی چې که تاوتریخوالی نور هم زیات شي، د نړۍ له لویو بېرته راستنېدونکو کړکېچونو یو به لا ناوړه بڼه خپله کړي.

    د یادې ادارې په وینا د تېرو دوو کلونو په موده کې له پنځو میلیونو ډېر افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي دي، چې دا چاره لا له وړاندې پر ستونزو اخته ټولنو باندې سخت فشار اچوي.

    ملګرو ملتونو سازمان په اعلامیه کې د مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) مسوولینو په حواله ویلي، سیمو ته د محدود لاسرسي له کبله د مرګ ژوبلې شمېرې "تر اوسه په خپلواکه توګه نه شي تائید کېدای" ځکه چې سیمو ته لاسرسی محدود دی.

    اعلامیه کې راغلي، ډیورنډ کرښې ته نژدې سیمو کې ښوونځي او بازارونه لا هم تړلي دي، په داسې حال کې چې د هاوانونو ډزو کورنۍ اړ کړې چې د پاکستان په شمال لوېدیځ کې له خپل کور، کلي وتښتي.

    د ملګرو ملتونو په وینا د خېبر پښتونخوا په ځینو برخو کې د مرستو عملیات په موقت ډول ځنډول شوي، خو د ایالت په سوېل کې لا هم مرستې روانې دي.

  9. وروستی, 'روسیه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب رول لوبولو ته چمتو ده'

    روسیې یو ځل بیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانې کشالې د حل لپاره پر خبرو اترو او دیپلوماسۍ ټینګار کړی.

    په مسکو کې د افغانستان سفارت وايي، چې دا خبرې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د طالبانو حکومت له سفیر ګل حسن حسن سره په لیدنه کې کړې دي.

    د باختر دولتي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، ضمیر کابلوف ویلي چې هېواد یې ''د افغانستان او د پاکستان د پوځي رژیم ترمنځ د ستونزو د حل په برخه کې د منځګړیتوب رول لوبولو ته چمتو دی.''

    په مسکو کې د افغانستان سفارت اعلامیه کې ویل شوي چې ښاغلي ګل حسن د روسیې ځانګړي استازي ته د "پاکستان لخوا د افغانستان پر خاوره د تېري او د اسلامي امارت د رسمي دریځ" په اړه هم معلومات ورکړل.

    د طالبانو سفیر "د رسنیو هغو ناسمو راپورونو ته هم اشاره وکړه چې د افغانستان له واقعیته لېرې معلومات خپروي"، که څه هم هغه نور جزئیات ورنه کړل.

    روسیه یوازینی هیواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پیژندلی دی.

    دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د حکومت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د روانې شخړې نن (چهارشنبه-۴ مارچ) یوه اوونۍ پوره شوه.

    تېره شپه هم د افغانستان په ختیځ او سوېل ختیځ د ننګرهار او پکتیا ولایتونو او په سوېل کندهار او زابل کې د ډیورند د کرښې په اوږدو کې د پاکستاني او طالبانو حکومت د ځواکونو ترمنځ د سختو نښتو رپوټونه ورکړل شوي.

    پنجشیر کې هم حکومتي سرچینو بي بي‌ سي ته ویلي، پاکستان څو ځله د دغه ولایت د هوايي‌حریم د نقضولو هڅه کړې خو دا هڅه بریالۍ نه شوه.

    بل لور د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف سره ټیلیفوني خبرو کې ویلي ترکیه چمتو ده، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د یوه اوربند رامنځته کېدو سره مرسته وکړي.

  10. وروستی, د جګړې اوومه ورځ: پر ډیورنډ کرښه کورنۍ کډې کولو ته اړ کېږي

    پر ډیورنډ کرښه مېشتو یو شمېر کورنیو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د درنو توپچي بریدونو او چاودنو له امله د خپلو کورونو پرېښودلو ته فکر کوي، ځکه د دواړو لورو د ځواکونو ترمنځ جګړه نن د چهارشنبې پر ورځ اوومې ورځې ته ننوته.

    د پښتونخوا ځينو اوسېدونکو ویلي چې د سرحدي ځواکونو ترمنځ جګړه په ماښامونو کې پیلېږي، چې له امله یې د دوی کورونه د اور پر کرښه راځي. دا نښتې ډېر وخت د لمر پرېوتو پر مهال وي، کله چې کورنۍ د روژې میاشتې روژه ماتوي.

    د تورخم دروازې ته نږدې د لنډي کوتل یوه اوسېدونکي، فرید خان شینواري رویټرز خبري اژانس ته وویل: "د ورځې پر مهال بشپړه چوپتیا وي، خو هرکله چې موږ د روژه ماتي لپاره کښېنو، دواړه لوري پر یو بل د توپونو ډزې پیل کړي." هغه زیاته کړه: "موږ په خورا ستونزمنو شرایطو کې خپله روژه ماتوو، ځکه هیڅکله نه پوهېږې چې کله به کومه مرمۍ ستا پر کور ولګېږي."

    د دغه ښارګوټي او نږدې کلیو اوسېدونکو ویلي چې په تېرو څو ورځو کې د درنو ډزو او چاودنو غږونه اورېدل شوي، چې ډېر خلک یې د کورونو پرېښودلو ته اړ کړي دي.

    د کرښې بلې خوا ته، هم د نښتو او له خپلو کورونو د کورنیو د تېښتې ورته کیسې شته. په سلګونو کسان په دښته کې تر خیمو لاندې بې ځایه شوي، په داسې حال کې چې نور بیا هیڅ پناه ځای نه لري. چارواکي وایي شاوخوا ۱،۵۰۰ کورنۍ له خپلو مېنو تېښتې ته اړ شوې دي.

    د ۲،۶۰۰ کیلومتره (۱،۶۱۵ میله) اوږدې کرښې په اوږدو کې جګړه تېره یوه اونۍ کله کمه او کله زیاته شوې ده. دواړه لوري ادعا کوي چې یو بل ته یې درانه زیانونه اړولي او په جګړه کې یې پرمختګ کړی دی. بي بي سي نه ده توانېدلې د دغو تورونو خپلواک پخلی وکړي.

    د چهارشنبې په ورځ دواړو هېوادونو د درنو ډزو د تبادلې راپور ورکړی. د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې طالب ځواکونو یوه پاکستانۍ ډرون الوتکه را غورځولې او اووه سرحدي پوستې یې نیولې دي.

    د وزارت یوه ویاند وویل چې د جګړې له پیل راهیسې ۱۱۰ ملکي وګړي وژل شوي، چې ۶۵ یې ښځې او ماشومان دي، او ۱۲۳ نور ټپیان دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) تر اوسه د ۴۲ کسانو مړینه ثبت کړې ده.

    د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاء الله تارړ دواړه شمېرې رد کړلې او ویې ویل: "پاکستان ډېر احتیاط کوي چې یوازې ترهګر او د هغوی ملاتړي تاسیسات په نښه کړي. هیڅ ملکي ځای نه دی نښه شوی."

  11. د چین سفیر له امیر خان متقي سره د افغانستان پاکستان پر کړکېچ خبرې کړي

    د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره د افغانستان او پاکستان پر روان کړکېچ خبري کړي او خپلې اندېښنې یې اورولي دي.

    وینا پاڼه کاږي، متقي ټینګار وکړ چې افغانستان د دوه اړخیز درناوي، په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې او د ښه ګاونډیتوب پر بنسټ اړیکې غواړي. هغه څرګنده کړه چې د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا بنسټیز اصول دي چې د سیمې د ثبات او د باور جوړونې لپاره حیاتي ارزښت لري.

    د چین سفیر له قوله ویل شوي، اوسنی حالت د اندېښنې وړ دی. هغه ویلي " ځینې بهرني عناصر د سیمې د ثبات او پرمختګ پر ضد کار کوي، خو ډاډ یې څرګند کړ چې د سیمې هېوادونه کولای شي د لا زیاتې همغږۍ او همکارۍ له لارې دا منفي اغېزې خنډ کړي." د چین سفیر نه ده روښانه کړې چې بهرنۍ کړۍ څوک دي او دا چې څه غواړي.

    دې لیدنه کې د اوربند او د منځګړیتوب په تړاو څه یادونه نه ده شوې.

  12. وروستی, ملګري ملتونه: د پاکستان او افغانستان د نښتو له امله په لسګونو زره افغانان بې ځایه شوي دي

    د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ویلي چې دغه تاوتریخوالي په بېلابېلو ولایتونو کې د "نږدې ۲۰،۰۰۰ کورنیو د بې ځایه کېدو" لامل شوی دی.

    یادې ادارې زیاته کړې: "د بېړنیو خوړو د وېش د ځنډېدو له امله شاوخوا ۱۶۰،۰۰۰ خلک اغېزمن شوي دي،" دا په داسې حال کې ده چې په ډېری سیمو کې خلک لا دمخه له سخت اقتصادي کړکېچ سره لاس او ګرېوان دي.

  13. وروستی, د طالبانو حکومت د پاکستان پر وړاندې له کومو چاودېدونکو ډرونونو کار اخلي؟, مامون درانی او علي حسیني/بي‌بي‌سي

    د طالبانو حکومت د لومړي ځل لپاره پر پاکستان د برید لپاره له ډرون یا بې پیلوټه الوتکو کار اخیستی دی. د دې اونۍ پر یکشنبې ورځ ( د مارچ لومړۍ) د طالبانو د دفاع وزارت وویل، د پاکستان دریو ښارونو کې یې پر څو ځایونو هوايي بریدونه وکړل؛ طالبان وایې دا ګام یې د پاکستاني جنګي الوتکو او ډرونونو د بریدونو په ځواب کې پورته کړی دی‌.

    دا چې د طالبانو حکومت یو بشپړ دودیز هوايي ځواک نه لري، چاودېدونکي ډرونونو ته یې مخه کړې او توانېدلی چې په دغه وسلې سره د پاکستان دننه یو شمېر سیمې په نښه کړي.

    د بي‌بي‌سي افغانستان د حقیقت موندنې څانګې څېړنې ښيي چې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت په روانه جګړه کې له پاکستان سره، له دوو ډوله بې‌پیلوټه الوتکو چې ځینې یې ځانمرګي ډرونونه هم بولي او کواډکوپټرونو(هغه ډرونونه، چې د څلورو پروپیلرونو (پلو) په مرسته الوتنه کوي) کار اخیستی دی.

    اوکرایین کې یو پوځي کارپوه چې نه غواړي‌ نوم یې یاد شي، بي بي سي ته وویل: "د طالبانو رژیم ښايي پخپله د بې‌پیلوټه الوتکو د پرزو د جوړولو وړتیا ونه لري، خو د دې شونتیا ډېره ده، چې دغه پرزې له چین وپېري او هلته یې سره راټولې او وتړي."

  14. وروستی, ترکیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند رامنځ‌ته کولو ته لېوالتیا ښودلې

    ترکۍ رسنۍ وايي چې د دغه هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره ټلیفوني خبرې کړې دي او دواړه په سیمه کې د روانو حالاتو، خپل‌منځي اړیکو او امنیتي وضعیت په اړه سره غږېدلي دي.

    انادولو خبري اژانس د ترکیې د ولسمشرۍ دفتر له قوله ویلي چې ښاغلي اردوغان لېوالتیا ښودلې چې انقره د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اوربند د بیا ټينګولو لپاره خپلې هڅې زیاتوي.

    ښاغلي اردوغان له ښاغلي شریف سره په خبرو کې ټينګار کړی چې ډېپلوماسۍ ته ورستنېدل او د اوربند بیا پیل په سیمه کې د تاوتریخوالي په کمولو او د ټېکاو په رامنځ‌ته کولو کې مرسته کولی شي.

    هغه ویلي چې ترکیه چمتو ده چې د دغو دواړو ګاونډیو ترمنځ د تاوتریخوالي او نښتو د ډېرېدو د مخنیوي په برخه کې د یوه منځګړي او ملاتړي رول ولوبوي.

    د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د اړیکو دفتر ویلي چې د پاکستان او ترکیې مشرانو ترمنځ دا ټلیفوني خبرې پر ایران د امریکا او اسرائيلو د بریدونو او په سیمه کې یې له کبله رامنځ‌ته شوي وضعیت باندې هم ورټولې وې.

    د یادولو ده چې دې نه مخکې هم ترکیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند پلي کولو لپاره د منځګړي او د مذاکراتو د اسانچاري رول لوبولی دی. که څه هم د ترکیې په ګډون قطر او سعودي عربستان هم د دواړو لورو ترمنځ د سولې او تل پاتې اوربند رامنځ‌ته کولو لپاره هڅې وکړې خو تر اوسه یې داسې پایله نه ده درلودلې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ روانه ترینګلتیا پای ته ورسوي.

  15. وروستی, د ایران هوايي حریم له تړل کېدو وروسته د افغانستان پر فضا "د عبوري الوتنو شمېر ډېر شوی", نورګل شفق-بي‌بي‌سي، لندن

    په داسې حال کې چې پر ایران د امریکا او اسرائيل تر بریدونو وروسته د دغه هېواد هوايي حریم تړل شوی دی، ځينو الوتنو د افغانستان فضا ته مخه کړې ده.

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي چې په تېرو څو ورځو کې د افغانستان پر فضا د عبوري الوتنو شمېر ډېر شوی دی.

    د دغه وزارت ویاند حکمت الله اصفي که څه هم د دغه "زیاتوالي" کچه او یا یې له کبله ترلاسه کېدونکې مالي ګټه په ډاګه نه کړه خو له بي‌بي‌سي سره په خبرو کې یې وویل چې د ایران هوايي حریم تړل کېدو د افغانستان پر اسمان د عبوري الوتنو شمېر زیات کړی دی.

    د فلایټ راډار ۲۴ په نوم وېبپاڼه باندې چې په نړۍ کې شېبه په شېبه د الوتنو جریان خپروي، هم ښکاري چې د فبرورۍ پر ۲۸مه پر ایران د امریکا او اسرائيلو له بریدونو وروسته الوتکې د ایران له فضايي حریمه په څنګ تېرېږي او د افغانستان پر اسمان د الوتنو ګڼه ګوڼه ډېره شوې برېښي.

  16. په کاناډا کې یو شمېر افغانانو د پاکستاني پوځ د بریدونو پر ضد لاريون وکړ

    د کاناډا په ټورنټو ښار کې د مېرمنو په ګدون یو شمېر افغانان د پاکستان کونسلګرۍ مخې ته راټول شوي وو او د افغانستان پر خاوره یې د پاکستاني پوځ وروستي بريدونه چې د دوی په وینا د ملکي وګړو د مرګژوبلې سبب ګرځېدلي وغندل.

    راتولو شویو افغانانو د پاکستان هوايي بریدونه د نړيوالو اصولو خلاف کړنه وبلله او د تاوتریخوالي د سملاسي درولو غوښتنه یې کوله.

    په پای کې لاريون کوونکو یو پرېکړه لیک ولوست او پر نړيوالې ټولنې، ملګرو ملتونو امنیت شورا، د اسلامي همکاريو سازمان، اروپايي ټولنې، کاناډا او نورو سيمه ييزو هېوادونو یې غږ وکړ چې "د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او د خلکو د حقونو د ساتنې لپاره عملي او اغېزمن ګامونه پورته کړي."

    په پرېکړه لیک کې وويل شول، "موږ د پاکستان د پوځي ځواکونو هوایي بریدونه او د افغانستان پر هوايي حريم ښکاره تجاوز په کلکو ټکو غندو. دا ډول بریدونه چې د ملکي وګړو د مرګژوبلې سبب کېږي، د ښه ګاونډيتوب، بشري حقونو او نړیوالو بشري قوانینو ښکاره سرغړونه ګڼو. په استوګنيزو کورونو، ښځو او ماشومانو بریدونه جنګي جرم ګڼل کېږي او عاملين یې باید د نړيوالو قوانینو له مخې ځواب ويونکي وګرځول شي."

    په پرېکړه لیک کې د شخړې د حل لپاره پر ډېپلوماټيکو لارو چارو او خبرو اترو ټينګار وشو.

    د کاناډا تر څنګ په جرمني کې هم يو شمېر افغانانو د پاکستان هوايي بریدونه غندلي دي.

    همدا راز د ځايي رسنیو د راپورونو له مخې د افغانستان په سمنګانو، فاریاب، جوزجان او بلخ ولایتونو کې هم يو شمېر کسان د پاکستان هوايي بریدونو پر غندنه راټول شوي وو.

    په تېرو څو ورځو کې د کونړ او پکتيکا ولایتونو تر څنګ په يو شمېر نورو سیمو د پاکستان هوایي بریدونو کې ولسي وګړو ته د مرګژوبلې اوښتو راپورونه ورکړل شي دي.

    پاکستان بيا وایي په بریدونه کې یې وسله وال او پوځي موخې په نښه کړې دي.

    د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستانی پوځ د تېرو شپږو ورځو شخړو پر مهال يوه بل ته د درنې مرګژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

  17. په پکتيا او زابل ولایتونو کې د نښتو راپورونه ورکړل شوي

    د افغانستان پکتيا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې ځايي اوسېدونکي وايي، د طالبانو حکومت ځواکونو او پاکستان پوځ تر منځ دلته د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې سخته نښته روانه ده.

    عيني شاهدان وايي د پاکستان پوځ توغندي د استوګنې په سيمو لګېدلي دي خو تراوسه د مرګژوبلې په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.

    بل پلو د زابل ولایت په شملزو ولسوالۍ کې هم د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د نښتې راپورونه ورکړل شوي.

    د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د باختر خبري اژانس ادعا کوي چې په دغو نښتو کې پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګژوبله اوښتې ده.

    پاکستاني لوري تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

    د طالبانو حکومت ځواکونو او پاکستان تر منځ د شپږو ورځو نښتو پر مهال دواړه خواوې يو بل ته د درنې مرګژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

  18. ذبيح الله مجاهد وايي د خواف – هرات پټلۍ له لارې د توکيو لېږد په عادي ډول روان دی

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبيح الله مجاهد وايي، له ایران سره د اورګاډي پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکیو لېږد په عادي ډول روان دی.

    نوموړي پر اېکس پانه يو لړ پوسټونو کې لیکلي، "د خواف- هرات اوسپنۍ پټلۍ له لارې د تجارتي توکو انتقالات په نورمال ډول روان دي او هېڅ ډول خنډ به کې نه دی راغلی".

    مجاهد زياته کړې، "د ایران اوسپنۍ پټلۍ د مسولينو د معلوماتو پر اساس د ایران خاوره کې د ۹۰۰ په شمېر واګونونه افغانستان ته پر لاره دي او په نورمال ډول به افغانستان ته وارد شي".

    په همدې مهال د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د سرحدي پوليسو ویاند عابدالله فاروقي هم ويلي چې له ایران سره پر پوله ټول بندرونه د معمول په څېر د مسافرو او موټر پر مخ پرانيستي دي او کومه ستونزه په کې نشته ده.

    ذبيح الله مجاهد په افغانستان کې له سوداګرو غوښتي چې له "موجه دليل" پرته دې د توکو بيې نه لوړوي.

    د اسرائيلو، امریکا او ایران تر منځ د جګړې له کبله د افغانستان او ایران تر منځ د سوداګرۍ برخه کې د ستونزو پيدا کېدو وېره وه او له همدې کبله په افغانستان کې د ځینو توکو د بیو لوړېدو راپورونه ورکړل شوي وو.

  19. پاکستان وايي یو بل سرتیری یې هم افغانستان سره جګړه کې وژل شوی

    پاکستان د سې شنبې پر ورځ اعلان وکړ چې له افغانستان سره په روانو نښتو کې یې یو بل سرتېری هم وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي. د اطلاعاتو وزیر عطاء الله تارړ وویل چې د افغان طالبانو ځواکونو په سوېل لوېدیځ بلوچستان او شمال لوېدیځ خیبر پښتونخوا ایالتونو کې په لسګونو ځایونو کې بریدونه کړي، چې د پاکستاني ځواکونو لخوا په شا تمبول شوي دي.

    تارړ پر اېکس (پخواني ټویټر) په خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې د ملېشه ځواکونو (Frontier Corps) یوه سرتېري "د مورنۍ خاورې د دفاع په لار کې خپله لوړه قرباني ورکړه".

    د پولې دواړو غاړو ته کړکېچ له تېرې پنجشنبې راهیسې دوام لري او دواړه لوري پر مهمو پوستو د بریدونو ادعاوې کوي.

  20. د طالبانو حکومت د پاکستاني ډرون د نسکورولو ادعا کوي

    افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي پر ډیورنډ کرښه لا هم حالت ترینګلي دي او له پاکستاني ځواکونو سره څو ځایه خونړۍ نښتې شوي دي.

    د افغانستان دولتي خبري اژانس باختر د خوست د ولایتي چارواکو له قوله رپوټ ورکړی"افغان پوله‌ساتو ځواکونو د خوست مستربل سیمه کې نن ماسپښین۲:۲۰ بجې د پاکستاني پوځي رژیم یوه کوچنۍ کشفي الوتکه په نښه او نسکوره کړې. نن سهار د لوګر د مرکز پل علم ابچکان سیمه کې هم امنیتي ځواکونو د پاکستاني پوځي رژیم یوه بې‌پیلوټه الوتکه رانسکوره کړې."

    پاکستان د طالبانو حکومت د دې ادعا په تړاو اوسه څه نه دي ویلي.

    روانو شخړو کې دواړو لورو بې پیلوټه الوتکې یا ډرون د څار او بریدونو لپاره کارولي دي.

Trending Now