چین د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ناستې کوربتوب کوي

اورومچي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د چین اورومچي ښار، چې افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستاني ترمنځ د خبرو کوربه دی
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

افغانستان کې د طالبانو حکومت کې سرچینو بي‌بي‌سي ته تایید کړې چې د افغانستان، پاکستان او چین لوړپوړي چارواکي نن چارشنبه (اپرېل لومړۍ) د چین اورومچي ښار کې سره جرګه کېږي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې بي‌بي‌سي وویل، چې په (چارشنبه) به دا پلاوی چین ته واستول شي.

پلاوي کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په ګډون د بېلابېلو ادارو غړي ګډون لري، خو د طالبانو حکومت لا تر اوسه د پلاوي د جوړښت او غړو په اړه رسما څه نه دي ویلي.

پلاوي ته نژدې سرچینو وویل، دوی یوازې پر امنیتي مسلې خبرې نه کوي، بلکې غواړي له پاکستان سره د کډوالو، اقتصادي راکړې ورکړې او ټرانزیټ په ګډون پر ټولو مسلو خبرې وشي،‌ ځکه چې په وینا یې یوازې امنیتي او د اوربند موضوع د دواړو ترمنځ‌ شته ستونزه نه شي حلولی.

د سرچینې په وینا، له درېمګړي (چین) او له پاکستاني پلاوي سره مخامخ خبرې هم پلان کې دي.

سرچینو ترمخه د افغانستان د طالبانو حکومت پلاوي کې د بهرنيو چارو وزارت استازي محب‌الله وثیق اوعبدالحی قانت، د استخباراتو ریاست استازی یحیی تکل، د کورنیو چارو او د دفاع وزارتونوعارف‌الله او روح‌الله عمر شامل دي.

پاکستاني خبري رسنیو هم د دې هېواد د بهرنيو چارو وزارت د یوه جګپوړي چارواکي له خولې دا کېدونکې ناسته تایید کړې ده.

یو بل پاکستاني چارواکي هم رسنیو ته ویلي دي چې "د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار چې د سه شنبې په ورځ د چین پر سفر و، د چین حکومت ترې ددې غونډې غوښتنه کړې ده".

وانګ يي او اسحاق ډار

د عکس سرچینه، @SpoxCHN_LinJian

د عکس تشریح، د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران وانګ يي او اسحق ډار بېجینګ کې

دې چارواکي ادعا کړې ده چې له چین څخه کابل ددې غونډې جوړولو غوښتنه کړې وه، خو په خپلواکه توګه په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

له دې وړاندې هم د طالبانو او پاکستان ترمنځ په قطر، سعودي او ترکیه کې ناستې شوې وې، خو بې له کومې مشخصې پایلې پای ته رسېدلې وې او د دواړو لورو ترمنځ کړکېچ دوام وکړ.

په ورته وخت کې، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحق ډار چین ته رسېدلی او له خپل چینايي سیال وانګ يي سره یې بېجینګ کې لیدلي دي.

د دواوړ حکومتونو ترمنځ ددې نه وړاندې هم څو ځله ناستې شوې

د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر میاشتې پر نهمه نېټه پاکستان پر کابل لومړی هوايي برید وکړ. له دې برید وروسته د دواړو لوریو ترمنځ ترینګلتیا بیسارې پراخه شوه او یو پر بل بریدونو او نښتو څه د پاسه یوه اونۍ دوام وکړ. ورسره دپلوماتېکې هڅې پيل شوې. پایله کې د همدې اکتوبر میاشتې پر ۱۹مه د قطر د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې پاکستان او افغانستان کې د طالبانو حکومت پر سم لاسي اوربند سلا شوي او د اوربند د ټینګښټ او ثبات لپاره به د یوه میکانیزم رامنځته کولو لپاره خبرو ته دوام ورکوي. په همدې ورځ د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف او افغانستان کې د طالبانو حکومت د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد هوکړه لاسلیک کړ. د قطر او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو هم دمنځګړو په توګه دا سند لاسلیک کړ.

دواړو خواوو نه یوازې د دې هوکړې پایلو ته هیله مندي وښودله بلکې وې ویل چې د اوربند دوام سره به د ښو اړیکو او سیاسي او اقتصادي پرمختګونو لپاره هم میکانیزم جوړ شي.

پلان سره سم څو ورځې وروسته ترکیې کې هم غونډه وشوه. خو بې پایلې پای ته ورسېده.

له دې وروسته د دواړو خواوو ترمنځ قطر کې شوی تړون مات شو او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې نښتو او د پاکستان هوايي بریدونو دوام وکړ.

وروسته د ۲۰۲۵ کال ډیسمبر کې د سعودي عرب ریاض د پاکستان او طالبانو حکومت د استازو ترمنځ د منځګړیتوب بله هڅه وشوه.

سرچینو بي بي سي ته ویلي وو چې هوکړه شوې چې نازک اوربند به روان ساتل کیږي او د سعودي یو پلاوی به افغانستان او پاکستان ته سفر کوي.

د دې څو پړاویزه خبرو لړ کې دواړو لوریو یو پر بل تورونه ولګول چې ګواکې شوې هوکړې یې نه دي عملي کړي. د طالبانو حکومت چارواکو وویل چې پاکستاني پلاوی له دوی نامعقولې غوښتنې کولې لکه دا چې د دوی حکومت باید دا ضمانت ورکړي چې پاکستان کې به بریدونه نه کیږي.

د دوحې، استانبول او ریاض خبرو له ناکامېدو وروسته له اسلام آباده لږ تر لږه دوه غیررسمي پلاوي هم کابل ته تللي . لومړی د جماعت اسلامي پخواني مشر سراج الحق او شاوخوا درې اونۍ وړاندې د فضل الرحمن خلیل په مشرۍ د دیني عالمانو یوه پلاوی کابل ته تللی وو.

پاکستان وايي د پاکستاني طالبانو ډله ټي ټي پي له افغانستان په پاکستان کې بریدونه تنظیموي، خو د طالبانو حکومت دا ادعا ردوي او تل یې ټينګار کړی چې هیچا ته اجازه نه ورکوي د افغانستان خاورو د نورو پرضد وکاروي.

پاکستان دغه راز ادعا کوي چې په ۲۰۲۱ کال کې افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته پاکستان د ټي ټي پي بریدونه ډېره شوي. خو د طالبانو حکومت د ټي ټي پي بریدونه د پاکستان کورنۍ ستونزه ګڼي.