د پاکستان پر ضد لندن کې د افغانانو اعتراضي لاریون

د پاکستان پر ضد لندن کې د افغانانو اعتراضي لاریون

د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې افغانانو د پاکستان له لوري پر افغان خاوره وروستي بریدونه غندلي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتنه کړې چې د سمسمکي لپاره دې لاس په چاره شي.

لندن کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او هلته مېشتو افغانانو د بریتانیا پارلمان مخې ته خپل لاریون کې غوښته کوله چې "د وژل شویو ولسي وګړو د حق" پوښتنه دې وشي.

ملګري ملتونه وايي، د فبروبرۍ له ۲۶مې راهیسې یې پر افغانستان د پاکستان د بریدونو او نښتو له امله لږ تر لږه د ۷۵ ولسي وګړو د وژل کېدو او د ۱۹۳ نورو د ټپي کېدو پېښې ثبت کړې دي.