افغانستان کې د زلزلې له امله ۱۲ کسان مړه شوي دي

د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د افغانستان پلازمېنه کابل او څو ولایتونه بېګاه یو زورورې زلزلې ولړزول چې د چارواکو په وینا د لومړنیو راپورونو له مخې لږترلږه ۱۲ کسان پکې مړه او څلور نور ژوبل شوي دي.

تر ټولو زیاته مرګژوبله په کابل کې اوښتې ده. د دغه ولایت په بګراميو ولسوالۍ کې د دې زلزلې له امله لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او یو ماشوم ټپي شوی دی. د چارواکو په وینا پاتې ځاني تلفات په لوګر، پنجشېر، ننګرهار او نورستان ولایتونو کې رامنځ ته شوي دي.

په دغو ولایتونو کې پنځه کورونه په بشپړ او ۳۳ نور په نسبي ډول ویجاړ شوي دي. چارواکي زیاتوي چې په دې زلزله کې په ټولیز ډول ۴۰ کورنۍ زیانمنې شوې دي.

د زلزلې مرکز د افغانستان هندوکش غرونو په لړۍ کې و او شدت پنځه اعشاریه اته درجې ښودل شوی.

دې زلزلې پر افغانستان سربېره د پاکستان او هند ځینې برخې هم لړزولی دي.

د کابل والي رسنیز دفتر کابل کې د زلزلې له امله د رامنځ ته شوي تاوان په اړه وايي، د زلزلې زورورو ټکانونو د بګراميو ولسوالۍ په ګوسفنددره سیمه کې د استوګنې یو کور ونړاوه، په لومړیو ساعتونو کې د شپږو کسانو د مړینې او یو کس د نادرکه کېدو راپور ورکړل شو، خو وروسته معلومه شوه، چې د مړو شمېر اتو تنو ته لوړ شوی دی.

د کابل ولایت ویاند حافظ بشارت وايي، ټول قربانیان د یوې کورنۍ غړي وو. نوموړي زیاته کړه، په بشپړه توګه د یوه کور نړېدو له کبله یو پلار، مور، څلور لوڼې او دوه زامن مړه شوي دي.

له پېښې وروسته د مرستندویانو ډلې سیمې ته واستول شوې .

د جرمني جیولوژیکي سروې (جي ایف زیډ) وايي، دا زلزله د ریکټر په کچه ۵.۸ وه او له سیمه ییز وخت سره سم ماخوستن اته بجې او ۴۲ دقیقې وشوه. د پاکستان د ځینو برخو په ګډون، ځینو زلزله پېژندونکو ادارو په پیل کې د زلزلې شدت ۵.۹ یا حتی ۶.۱ ښودلی و، خو وروسته یې اندازه د ریکټر په کچه ۵.۸ تائید شوه.

دا زلزله د ۱۸۱ کیلومتره په ژوروالي کې رامنځته شوې، چې معمولا برسېرن زیان رسوي، خو په افغانستان کې د کلیوالي خټینو کورونو او نازکو جوړښتونو زیان منونکي حالت ته په پام سره ان نسبتا نرمې زلزلې هم د لویو زیانونو لامل کېدای شي.

د کابل او د افغانستان ځینو ولایتونو تر څنګ دا زلزله په ګاونډیو سیمو کې هم محسوسه شوه. د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد، خیبر پښتونخوا ایالت او د پاکستان شمالي ګلګت - بلتستان اوسېدونکو هم د زلزلې ټکانونو محسوسولو یادونه کړې. د راپورونو له مخې زلزله د هند تر کنټرول لاندې کشمیر په ځینو برخو کې هم محسوسه شوې ده.

د زلزلو له پلوه فعاله ساحه

د هندوکش غرونو لړۍ په سیمه کې د زلزلې له پلوه له فعالو سیمو یوه بلله کېږي. هر کال په دې سیمه کې زلزلې ثبت کېږي، چې ځینې یې درانه زیانونه هم اړوي. په دې سیمه کې د زلزلو ژوروالی معمولا د ویجاړۍ اندازه کموي، خو د کابل په څېر سیمو کې چې غیر معیاري ودانۍ ډېرې دي ان د منځني کچ زورورې زلزلې هم کولای شي ناورین رامنځته کړي.

سیمه ییزو چارواکي وايي، د مرستندویانو ټیمونه توانېدلي چې له پیښې وروسته په څو ساعتونو کې مړي له کنډوالو راوباسي. له زیانمنو کورنیو سره د مرستې کولو بهیر پیل شوی او د بګراميو ولسوالۍ په نورو برخو کې د احتمالي زیانونو پلټنه هم روانه ده.

د تېر کال په سپتمبر کې سویل ختیځ افغانستان د یو لړ زورورو او ویجاړونکو زلزلو شاهد و، چې د متحده ایالاتو د جیولوژیکي سروې له مخې، لږترلږه پنځه زورورې زلزلې راغلې چې شدت یې تر ۶.۵ پورې و او ټکانونه یې تر کابل او اسلام اباد پورې محسوس شول. هغې زلزلې چې کنړ، ننګرهار او لغمان ولایتونه یې ولړزول، له ۳۷۰۰ ډېر خلک ووژل او لسګونه کلي یې په بشپړ ډول ویجاړ کړل.

په زلزله کې څه باید وکړو او څه ونه کړو؟

د زلزلې پېښېدلو پر مهال:

هغه کسان چې د زلزلې ترخه تجربه لري، وايي د زلزلې پېښدلو په لومړیو کې له عجیبو غږونو سره مخامخ کېږي چې تر ډېره په لومړنیو سپکو لړزو یا ټکانونو بدلېږي.

ورپسې د زلزلې اصلي څپه ده چې له څو ثانیو تر څو دقیقو اوږدېږي او وروستی پړاو هم د زلزلې وروستي ټکانونه دي چې له اصلي څپې سپک دي.

دا ټول په ډېر لنډ مهال کې پېښېدلی شي.

البته ممکن له زلزلې پېښېدلو مخکې څو سپک ټکانونه حس شي، لکه د ایران د کرمان ولایت په بم کې زلزله چې پر ۱۳۸۲ پېښه شوه.

له اصلي زلزلې مخکې چې سهار پنځه نیمې بجې پېښه شوه، دوه زلزلې یا مخکېني سپک ټکانونه پېښ شول.

د امریکا د زلزله پوهنې اداره په دې برخه کې سپارښتنې لري چې ځینې یې په دې ډول دي.

که په ودانۍ کې یاست:

  • له کړکیو، سترو الماریو، بخاریو او نورو درنو شیانو لېرې شئ، ممکن پر تاسو در وغورځي.
  • د ډوډۍ خوړلو یا لیکلو مېز لاندې پټ شئ او که په زلزله کې وخوځېدل، پښې یې ټینګې ونیسئ.
  • که استوګنیزه مېنه کې یاست، د زلزلې پر مهال بهر یا لاندې په پوړیو( زینو) کې منډه نه کړئ، ځکه ممکن د لوېدیو یا غورځېدلو پر مهال ټپي شئ.
  • اشپزخانه د زلزلې پر مهال یو ډېر خطرناک ځای دی، ترې لېرې شئ.
  • د یخچال، المارۍ او د دوی په څېرد کور د لوړو او درنو وسایلو له څنګه لېرې شئ.

که له ودانۍ بهر یاست:

پرانیستې فضا ته لاړ شئ او له ودانیو، برېښنا تارونو، دودکشونو او هر بل شي لرې شئ، چې ممکن پر تاسو در وغورځي.

که موټر چلوئ:

ګاډی په پام سره و درروئ او څومره چې کولی شئ له نورو موټرو ځان لېرې کړئ.

هیڅکله هم د پل یا ونو ، د برېښنا مټو یا ترافیکي اشارو لاندې مه درېږئ.

چې ټکانونه ختم شوي نه وي له موټر مه کوزېږئ.

د بیا تللو پر مهال په سړک کې ماتو خښتو او کاڼو ته پام کوئ.

د زلزلې پېښېدلو پر مهال څه باید ونه کړو؟

  • که د ګاز نلکه مو بنده کړې وه، مه یې خلاصوئ او د ګاز ادارې ته یې وسپارئ.
  • که ډاډه نه یاست چې د لیګ شوي ګاز بوی ختم شوی نه دی، د اورلګیت او نور اور اچوونکو وسایلو له کارولو ډډه وکړئ.
  • باید وپوهېږئ چې مرستندویه ډلې، پولیس، امبولانسونه او اوروژونکي ښايي ژر تاسو ته ونه رسېږي.

له زلزلې وروسته:

کله چې زلزله ختمه شي باید وروستیو ټکانونو ته منتظر اوسو او هڅه وکړو چې له ماتو ښیښو او ماتو شیانو ځان لېرې کړو.

  • له زلزلې وروسته خطرونو څخه د لېرې کېدلو لپاره هم ډول ډول سپارښتنې شته چې ځینې په لاندې ډول دي:
  • که څوک ټپي شوی وي او وینه ترې بهېږي هڅه وکړئ پر ټپ یې نېغ زور وکړئ؛ د دې کار لپاره له پاکې پټۍ یا ټوټې کار واخلئ.
  • هغه کسان چې سخت ټپي شوي وي مه یې خوځوئ مګر په دې شرط چې له ډېر خطر سره مخامخ وي.
  • ټپي په کمپله کې پټ کړئ او ګرم یې وساتئ.
  • که ستاسو کور یا ګاونډ اور اخیستی، نو سملاسي یې د مړولو هڅه وکړئ.
  • په هره وسیله چې کېږئ وروستي خبرونه واورئ.
  • پام کو ئ چې څه شی در باندې ونه غورځي.
  • که د ګاز بوی مو تر سپږمو شو، د اورلګیت یا نورو اور اچوونکو وسیلو له روښانولو ډډه وکړئ.
  • په سړک کې له درېدلو ډډه وکړئ او د مرستندویه ګاډو تېرېدلو ته لار پرانیځئ.
  • ورانو ودانیو ته مه نږدې کېږئ.
  • برېښنا تارونو ته لاس مه ور وړئ.