ټرمپ: هېڅکله به اجازه ورنکړم چې ایران اټومي وسلې ترلاسه کړي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ کانګرس ته په خپله کلنۍ وينا کې وویل چې هېڅکله به ایران ته اجازه ورنکړي چې اټومي وسلې ولري.

ډونلډ ټرمپ په ریکارډ کچه اوږده نژدې دوه ساعته وینا کې په وار وار د خپلې اقتصادي اجنډا پر بریاليتوب ټينګار کاوه او په سپينه ماڼۍ کې د ولسمشر په توګه لومړی کال یې له ګڼو لاسته راوړنو ډکه وباله.

نوموړي په خپلو خبرو کې د هغو جګړو په اړه چې دی یې د ختمولو ادعا کوي، تر څنګ پر ایران د تېر کال بریده ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، "د ولسمشر په توګه به هر ځای چې امکان وي، سوله ټينګه کړم خو که چېرې امریکا هر ځای ګواښل کېږي، زه به ورسره له مقابلې ډډه ونګړم. له همدې امله د تېر کال جون مياشت کې د امریکا پوځ پر ایران برید وکړ او د هغوی د اټومي وسلو پروګرام یې ویجاړ کړ. له لسيزو راهيسې د امریکا سیاست دا دی چې ایران اټومي وسلې ترلاسه نه کړي".

د امریکا ولسمشر زياته کړه ، د ایران واسنيو واکمنو چې له کله د دې هېواد کنټرول تر لاسه کړی، "دې رژيم او د هغو وژونکو نيابتي ډلو له ترهګرۍ، مرګ او کرکې پرته بل څه نه دي صادر کړي. دوی زرګونه امریکايي پوځيان، سلګونه زره یا میليونونه خلک د سړک غاړې بمونو کې وژلي او ټپيان کړي دي...موږ په خپله لومړنۍ دوره کې سليماني وواژه. هغه د سړک غاړي بمونو پلار و."

د امریکا ولسمشر د ایران وروستیو لاريونو ته هم اشاره وکړه او ويې ويل، "په دې وروستيو کې دوی په خپل هېواد کې لږترلږه ۳۲ زره لاريون کوونکي ووژل. په ډزو یې وويشتل او اعدام یې کړل. زموږ ګواښونو د ډېرو اعدامونو مخه ونيوله. دوی بد خلک دي. دوی اوس توانېدلي چې داسې توغندي جوړ کړي چې اروپا او په بهر کې زموږ اډې ګواښي. دوی د داسې توغنديو د جوړولو هڅې کوي چې امریکا ته ورسېږي".

د ایران غبرګون

اسماعیل بقايي

د عکس سرچینه، Getty Images

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ډونلډ ټرمپ دا څرګندونې "دروغ" بللې دي او ویلي یې دي چې هېڅوک باید پرې "و نه غولېږي."

د دغه وزارت ویاند اسماعیل بقايي د ښاغلي ټرمپ د دې خبرو په غبرګون کې پرخپله اېکس‌پاڼه لیکلي، "مسلکي دروغجن په غیر حقیقي خبرو جوړولو کې ځانګړی مهارت لري. یوه ناسمه ادعا دومره تکرار کړه چې [خلکو ته] رېښتیا وبرېښي."

ښاغلي بقايي همدارز ویلي، "د ایران اټومي پروګرام، د بین البراعظمي بالستیک توغندیو او د جنورۍ میاشتې په ناکراریو کې د اوښتې مرګ‌ژوبلې د شمېر په اړه ادعاوې له پرله‌پسې لویو دروغو پرته بل هېڅه هم نه دي."

د ایران د اټومي پروګرام په اړه ښاغلي ټرمپ په خپله وینا کې وویل، "دوی [ایران] ته خبرداری ورکړل شو چې د وسلو جوړولو خپل پروګرام بند کړي په ځانګړې توګه د اټومي وسلو خو بيا هم دوی [آیران] دا کار وکړ. موږ له منځه يوړل او اوس یې بيا دا کار پيل کړی دی".

خو ایران وايي اټومي پروګرام یې سوله ييز دی او د اټومي وسلو د جوړولو هڅه نه کوي.

ډونلډ ټرمپ وويل، "موږ له دوی [ایراني چارواکو] سره خبرې اترې کوو دوی غواړي يوه هوکړه وکړي خو موږ ترې دا خبرې نه دي اورېدلې چې موږ اټومي وسلې نه غواړو".

نوموړي د ایران په اړه د خپلو خبرو په پای کې وویل، "زه غوره ګڼم چې دا ستونزه د خبرو له لارې حل شي خو زه د يوه څه په اړه ډاډه یم، زه به هېڅکله د نړۍ د ترهګرۍ ترټولو ستر ملاتړي ته اجازه ورنکړم چې اتومي وسلې ترلاسه کړي".

د خپلو خبرو په جريان کې ډونلډ ټرمپ هغه برید ته هم اشاره وکړه چې د یوه افغان کډوال له خوا د امریکا د ملي ګارډ ۲۰ کلنه سرتېرې سارا بېکسرټرم په کې ووژل شوه.

نوموړي وويل، دغه ډول کډوال بايد امریکا ته نه وي پرېښودل شوي او دغه پېښه یې د "کمزورې سرحدي پاليسۍ" بېلګه ياده کړه.