"هر څه د خدای په لاس کې دي": بي‌بي‌سي تهران ته سفر کې څه ولیدل؟

    • Author, لیز دوسېت
    • دنده, د نړیوالو چارو مشره خبریاله
    • رپوټ له:, ایران
  • د لوستلو وخت: ۷ دقیقې

د ايران شمال لوېديځ کې پر واورو د پوښلو غرونو څنډې ته په پرتو تراړو کې د بادامو د ولاړو ونو څانګو د پسرلي په راتګ سره غوټۍ نیولي دي.

هممهاله له نازک اوربند سره پر لارو ترافيکي ګڼه ګوڼه زیاته ده او ګڼ شمېر ايرانيان بېرته خپل ټاټوبي ته ستنېږي.

په داسې حال کې چې د ایران او ترکیې ترمنځ پر پوله د تګ راتګ لار کې حرکت ته منتظر وو، د پاخه منګ یوه ایراني بانکوال راته وویل: "ما له خپل زوی سره يوه مياشت په ترکيه کې تېره کړه."

دلته وروستیو واورو هوا سړه ساتلې.

هغه د جګړې د پنځو سختو اوونيو په تړاو، چې اوس ورپسې د دوو اونیو اوربند اعلان شوی، خپل مشاهدات داسې راټول کړل: "شمال کې زموږ په ښار کې د اسرائیلو او امريکا په هوايي بريدونو کې تر ډېره پوځي اهداف ولګېدل، نه کورونه او ملکي تاسیسات."

د پاخه عمر یوې ښځې، چې ټیکری یې پر سر کړی او پر څېره یې اندېښنه جوته ښکارېده، وویل "یو څه اندېښمنه یم."

هغې په غمجن غږ د ځوانو ايرانيانو د کړاوونو یادونه وکړه. په ګڼ مېشتو استوګنيزو سيمو کې له لګېدلو مرمیو رانیولې په کوڅو او سړکونو د بسیج ملېشو تر ګزمو پورې.

هغې په داسې حال کې چې سترګې یې ورو اسمان ته پورته کړې، ورو وويل: "هر څه د خداې په لاس کې دي."

نورو بيا پر سملاسي فشارونو خبره کوله.

يوې ځوانې ښځې، چې سور جمپر یې اغوستی او اوبدلې خولۍ یې پر سر وه، راته وويل: "یقینآ اوربند به دوامدار پاتې نه شي. ايران به هېڅ وخت د هرمز تنګي کنټرول له لاسه ور نه کړي."

وروسته، څنګه چې د ترکيې له ګمرکه تېر او د ايران اسلامي جمهوريت ته ننوتو، نو زموږ څنګ ته له یوه سړي مې د اوسنۍ ارامتیا پوښتنه وکړه. هغه وویل: "ټرمپ به هېڅکله ايران همداسې پرې نه ږدي؛ هغه غواړي موږ له ستوني تېر کړي!"

دا ګرانه ده چې د تهران پر لور اوږده سفر کې دې ـ چې هوايي ډګرونو د تړلي پاتې کېدو له کبله د پلازمېنې يوازينۍ لاره ده، د امريکا د ولسمشر او سر اعلی قومندان په اړه فکر ونه کړئ.

سخته ده چې پر لاره هر راتلونکي پله ته ځیر نه شې، چې د پسرلي په لمرینه هوا کې ځلېږي.

ټرمپ د چارشنبې پر ورځ له فاکس بزنس نیوز سره په مرکه کې خپل دا خبرداری بیا تکرار کړ چې ښايي د ایران ټول پلونه ویجاړ کړي.

هغه وویل: "موږ کولی شو په هر یوه ساعت کې د هغوی یو پل له منځه یوسو" او همدارنګه یې د برېښنا ټولې بټۍ هم. خو نوموړي زیاته کړه: "موږ دا کار نه غواړو."

د پلازمېنې پر لور په دې ۱۲ ساعته سفر کې، موټرونه اوس اړ دي چې له ګرځونو او پېچلو کلیوالي سړکونو تېرې شي، ځکه هغه پل چې د زنجان له لارې یې شمالي ښار تبریز له تهران سره نښلاوه، د تېرې اوونۍ د توغندیو برید کې ونړېد.

د ملکي بنسټونو په نښه کول د حقوقپوهانو له‌خوا له پراخو نیوکو سره مخامخ شوي دي. دوی له نړیوال بشردوستانه قانونه د سرغړونو او احتمالي جنګي جنایتونو خبرداری ورکوي.

امریکا او اسرائیل ټینګار کوي چې دوی یوازې پوځي اهداف په نښه کوي.

موږ په خپلو سترګو هم دا اهداف، چې د تبریز ښار په لمنه کې د سپاه پاسداران ځواکونو یو پروت ویجاړ شوی پوځي بارک هم پکې شامل دی، ګورو. له کنډوالو پر راوتلو ستنو، چې د سمنټي غاښونو په څېر ښکاري، یو لوی بیرغ غوړول شوی.

په دې سیمه کې د پوځ او پولیسو نورې اډې، او همدارنګه فابرېکې هم په نښه شوې دي.

کله چې موږ د سړک پر غاړه یوه رستورانت کې تم شو، چې د څو پېړیو یو زوړ کاروان سرای یا د مساپرو پخوانی مېلمستون دی، نو د اپرېل پر اوومه د ټرمپ هغه ویرونکی ګواښ ذهن ته راغی چې ویلي یې وو "نن شپه به یو بشپړ تمدن لمنځه یوړل شي."

دا مېلمستون چې طاق‌دار ډبرین چتونه او رنګینې ښیښې لري، د ایران د زرګونو کلونو بډایه تمدن یوازې یوه نښه ده.

موږ چې هر ځای کې تمېږو، نننی ایران هم په کې ښکاري: ځینې ښځې حجابونه او دستمالونه اغوندي او نورې د بېلابېلو عمرونو لوڅ سر ګرځي.

دا د "ښځه، ژوند، ازادي" د ۲۰۲۲–۲۰۲۳ کلونو پاڅونونو میراث دی. که څه هم دې هېواد کې د حجاب سخت قوانین اوس هم نافذ دي، چې له مخې یې درنې سزګانې ورکول کېږي، خو ښځې نه غواړي وخت شا ته وګرځي.

خو دمګړۍ د ایران مذهبي واکمنۍ لپاره تر دې لا ډېر عاجل لومړیتوبونه شته.

د لویو لارو پر سر د ۱۹۷۹ کال له اسلامي انقلاب راهیسې د ایران د درېیو روحاني مشرانو نوي لګول شوي بینرونه ښکاري: ایت‌الله روح‌الله خمیني؛ آیت‌الله علي خامنه‌يي، چې د فبرورۍ پر ۲۸مه د دې جګړې په لومړیو بریدونو کې ووژل شو او د هغه ځای ناستی او زوی مجتبی خامنه‌يی، چې ویل کېږي په هماغه برید کې سخت ټپي شوی او له هماغه وخت راهیسې نه په عام محضر کې لیدل شوی او نه یې خلکو ته وینا کړې ده.

خو ویل کېږي چې هغه له دې ویجاړوونکې جګړې وروسته د نوي سیاسي او امنیتي تګلارې د جوړولو په هڅو، همدارنګه د ایران د اټومي پروګرام په اړه له خپل پخواني سرسخت دښمن سره د تاریخي، لوړې کچې د مصالحو په روانو هڅو او همدا راز د هرمز تنګي په څېر نوې حساسې مسله کې رول لوبوي.

د چارشنبې پر ورځ په دې تړاو چې د امریکا او ایران ترمنځ اسلام اباد کې د بندو دروازو شا ته د ۲۱ ساعتونو مذاکراتو په اوږدو کې څه تېر شول، نور جزیات راڅرګند شول.

په دغو خبرو کې د امریکايي پلاوي مشري مرستیال ولسمشر جی‌ډي وېنس او د ایران مشري د دغه هېواد د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف کوله.

قالیباف یو سخت‌دریځه سیاستوال دی چې له سپاه پاسداران سره تړاو لري، خو بیا هم د یوه احتمالي عملي یا نرم‌ګرا سیاستوال په توګه پېژندل کېږي.

په هره توګه، هغه ښايي یوازینی یا اصلي پرېکړه‌کوونکی هم نه وي.

د تېرې یکشنبې له سهار راهیسې چې وېنس سپېده دم مهال الوتکې ته وخوت او ویې ویل چې امریکا خپل "وروستۍ او تر ټولو ښه وړاندیز" پر مېز اېښی، ده او ټرمپ دواړو یو لړ مرکو کې داسې انځور وړاندې کړی چې ډیپلوماسي لا مړه شوې نه ده.

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي هم د چارشنبې پر ورځ د تهران نسبي چوپتیا پای ته ورسوله او د اسلام‌اباد د خبرو اترو په اړه یې هغه څه منعکس کړل چې تهران یې غواړي تر لاسه کړي: "د جګړې بشپړه پای، د بندیزونو لېرې کول، او پر ایران د امریکا ـ اسرائیلو د بریدونو د زیانونو جبران".

هممهاله له واشنګټنه هم رپوټونه د امریکا سرې کرښې روښانه کوي چې وايي: ایران ته د اټومي بډاینې هېڅ اجازه نشته؛ د بډاینې تاسیسات باید له منځه یوسي؛ د لوړ کچې ټول بډای شوي یورانیم باید لېرې کړي؛ هرمز تنګی پرانیزي؛ او د حماس او حزب‌الله په څېر سیمه کې د خپلو نیابتي ډلو او شریکانو مالي ملاتړ پای ته ورسوي.

سرچینې وايي تهران د اټومي بډاینې ځنډولو لپاره د شلو کلونو قانوني مهلت غوښتنه رد کړې او پر ځای یې د پنځه کلن ځنډ وړاندیز کړی دی، داسې وړاندیز چې د جګړې له پیل مخکې یې هم مطرح کړی و.

ایران همدارنګه د خپل ۴۴۰ کیلوګرامه په لوړه کچه د بډای شوي یورانیم د زېرمتون د سپارلو غوښتنه هم رد کړې او د هغو پر اوبلنولو ټینګار کوي.

دا یورانیم تر ۶۰ سلنې نګه یا خالص شوي، چې هغې کچې ته په خطرناکه توګه نږدې دي، چې د وسلو جوړولو کې کارېدای شي.

له دې سره سره چې ټرمپ د هرمز تنګي له ستراتیژیکې لارې ایران لپاره د تېلو د حیاتي ټانکرونو او نورو بېړیو د تېرېدو مخه نیولې، تهران د ماتېدو هېڅ نښه نښانه نه ښيي.

په هره توګه د ټرمپ څرګندونې لا هم د هغه دا ناسمه انګېرنه څرګندوي چې ګواکي ایران به ډېر ژر تر زیاتېدونکي پوځي او اقتصادي فشار لاندې تسلیم شي.

د ایران تر ټولو د لوړې عملیاتي قومندانۍ ځواکمن مشر علي عبداللهي د چارشنبې پر ورځ ګواښ کړ چې "په فارس خلیج، عمان سمندر او سره سمندرګي به د هر ډول وارداتو او صادراتو مخه ونیسي."

په داسې حال کې موږ په بېړه د تهران پر لور روان وو، د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشل عاصم منیر هلته کښته شوه، د منځګړیتوب هڅې چټکې او د دې او نورو مسایلو په تړاو واټنونه راکم کړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولاین لیویټ تایید کړې چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو د دویم پړاو په اړه بحثونه روان دي، چې تمه ده یو ځل بیا په اسلام‌اباد کې ترسره شي او پاکستان په کې د منځګړي رول ولوبوي. هممهاله د دوو اونیو لپاره د شوي اوربند د غځېدو د احتمال اوازې هم خپرېږي.

له واشنګټنه ارزونې ښيي چې د امریکا توده پوځي جګړه، یا یې لږترلږه تر ټولو سخت پړاو، ښايي نور پای ته رسېدلې وي.

په ایران کې لا هم دا احساس شته چې د هېواد د راتلونکي په اړه نظرونو وېشلي دي.

لا د اپرېل منځ دی. ایران وار دمخه له پراخو ملي احتجاجونو راتېر شوی، چې سخت ځپل شوی او زرګونه کسان پکې ووژل شول. همدا راز یې یوه نیمګړې بهرنۍ جګړه او د انټرنېټ د پراخ بندښت په څېر کورني بندیزونه هم تجربه کړي.

دې هر څه ګڼ شمېر خلک په دې تړاو فکر ته اړ کړي چې وپوښتي چې، که احتمالآ یوه هوکړه وشي، نو ایا دا به بالاخره پر ایران لګېدلي سخت ځپونکې بندیزونه لېرې او هغه بدلونونه راولي چې خلک یې د لیدلو هیله لري؟