کرېکټ:‌ افغانستان راتلونکې میاشت سري‌لنکا سره د شل اووریزو او یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ لري

د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله له روان شل اووریز نړیوال جام وروسته په متحدو عرب اماراتو کې د شل اووریزو او یو ورځنیو سیالیو لوبلړیو لپاره د سري‌لنکا کوربتوب کوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ (ای‌سي‌بي) پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، چې دا دوه اړخیزې سیالۍ د مارچ دویمه لسیزه کې پیلېږي ‌او دا چې د ترسره کېدو رسمي نېټې او لوبغالي‌ به یې ژر اعلان شي.

د اې‌سي‌بي لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د افغانستان د ملي او الف لوبډلو یو شمېر لوبغاړو دغو لوبلړیو لپاره د خوست په رحمت‌ولي مسرور کرېکټ لوبغالي او روزنځای کې تمرینات پیل کړي‌ دي.‌

خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې دغه کمپ د فبرورۍ تر ۲۶مې دوام کوي او په ټوله کې د ملي لوبډلې ۱۸ لوبغاړي پکې ګډون لري.

د سري لنکا کرېکټ ملي لوبډلې که څه هم له روان شل اووریز نړیوال جام ورمخکې په خپل کور کې د پاکستان او انګلنډ خلاف لوبلړۍ وبایللې، خو د نړیوال جام سیالیو کې تر دې دمه ښه پر مخ روانه ده.‌

دا لوبډله د نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو یا سوپر اته پړاو ته رسېدلې او په دې لړ کې سبا (یکشنبه) په دویم ګروپ کې له انګلنډ سره لوبه لري.

سري‌لنکا د نړیوال جام ګروپي‌ سټېج کې د اسټرالیا، ایرلنډ او عمان خلاف خپلې سیالۍ په نسبتآ لوی توپیر وګټلې، خو له زمبابوې یې ماته وخوړه.

افغان لوبډلې بیا په لومړي ګروپي‌ پړاو کې له خپلو څلورو سیالیو یوازې دوه وګټلی شوې او په دې توګه د اتو غوره لوبډلو پړاو ته په وتلو کې پاتې راغله.

د افغانستان او سري‌لنکا کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېیو شل اووریزو او درېیو یو ورځنیو سیالیو وروستۍ دوه اړخېزې لوبلړۍ د ۲۰۲۴ کال فبرورۍ کې د سري‌لنکا په کوربتوب شوې وې.

کوربه لوبډلې هغه مهال د یو ورځینو سیالیو لوبلړۍ درې-صفر او د شل اووریزو ۲-۱ ګټلې وه.‌