تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هند کرناټک ایالت حکومت: ښځې د میاشتني عادت پرمهال یوه ورځ رخصتي اخیستی شي
د هند د سویلي ایالت کرناټک حکومت اعلان کړی چې کارګرې ښځې د میاشتني عادت ( حیض) پر مهال یوه ورځ رحصتي ترلاسه کولای شي او د همدې ورځې تنخوا به هم ورکول کېږي.
د نوې تګلارې له مخې په حکومتي او شخصي ادارو کې له ۱۸ تر ۵۲ کلونو عمر لرونکي ښځې به د میاشتې عادت پر مهال یوه ورځ رخصتي اخیستی شي او دې لپاره هیڅ طبي سند ته اړتیا نشته.
چارواکي وايي، دا پالیسي به شاوخوا ۴سوه زرو ښځو ته اسانتیا برابره کړي خو په دې کې هغه ښځې چې د کور مزدوري، ورځنۍ مزدوري یا درانه کارونه کوي، شاملې نه دي.
اټکل کېږي چې په دغه ایالت کې د پاس یادو کارونو د ښځینه کارګرو شمېر شمېر شاوخوا شپږ میلیونه دی. د کارپوهانو په خبره، باید دغو ټولو ښځو ته همدا اسانتیا ورکړل شي او د دې لپاره باید حکومت کار وکړي.
په کرناټک ایالت کې د میاشتي عادت پر مهال رخصتي ځکه مهمه بلل کېږي چې په دې کې خصوصي سکتور هم شامل شوی دی.
'ښځې به د میاشتني درد پر مهال کار ته نه ځي'
د میاشتني عادت رخصتي نوی فکر نه دی. د هسپانیې، جاپان، سویلي کوریا او اندونیزیا په څېر هېوادونه دا رخصتي ورکوي.
د هند په ځینو ایالتونو کې دا ډول رخصتي شته. د بیهار او اډیسا په ایالتونو کې حکومتي ښځینه کارکوونکو ته د میاشتني عادت پر مهال دوه ورځې رخصتي ړورکوي. په کیرالا کې د پوهنتونونو او فني روزنیزو ادارو ښځینه کارکوونکو ته هم دا رخصتي ورکول کېږي.
خو په هند کې ښځو ته د یوې اضافي ورځې رخصتي ورکول د صنعتي تعصب او د برابرۍ پر سر نوې بحثونه راپورته کړي دي.
د دې پرېکړې ملاتړي وايي، دا یو ضروري حق دی چې له مخې یې ښځې کولی شي د میاشتني عادت درد پرمهال پرته له دې چې په معاش کې یې کموالی راشي، رخصتي واخلي او کار ونه کړي.
د کرناټک د کار وزیر سنتوش لاډ بيبيسي ته وویل: "دا د ښځو لپاره د تر ټولو پرمختللو پالیسیو له ډلې یوه ده چې حکومت یې عملي کوي."
د تګلارې د نه عملي کېدو اندېښنې
کرناټک هغه ایالت دی چې هلته په ګڼو ایټي شرکتونو کې ډېرې ښځې کار کوي.
د ایټي شرکتونو یوې ادارې "ناس کام" یوه چارواکي بيبيسي ته ویلي، په کرناټک کې ډېر شرکتونه له وړاندې د میاشتني عادت رخصتي ورکوي، نو د حکومت د حکم پلي کول به کومه لویه ستونزه نه وي.
د ځايي حکومت او ټوکر کارګرانو اتحادیې مشرې پرتېبها ار، د دې پرېکړې هرکلی کړی او وايي چې د حکومت ډېری ښځینه کارکوونکي په کال کې په زحمت سره ۱۱ ورځې رخصتي ترلاسه کوي.
خو ځینې ښځې فکر کوي چې د دې پالیسي عملي کول به ستونزمن وي.
د هند په ډېرو سیمو کې حیض یا میاشتنی عادت لا هم د "ناپاکۍ" نښه بلل کېږي. ښځې ډېر وخت له معبدونو منع کېږي او یا یې د عادت پر مهال په کور کې جلا ساتل کېږي.
د یوې سافټوېیر کمپنۍ منېجرې انونیتا کنډو بيبيسي ته وویل:
"کله چې موږ د میاشتني عادت د نوم اخیستلو پر وخت هم شرمېږو، نو څوک به څنګه لاړ شي او رخصتي به وغواړي؟ زموږ ټولنه لا تر اوسه دې کچې ته نه ده رسېدلې."
ټولنیز کارپوه پشپیندر وايي، اصلي ستونزه له میاشتني عادت سره تړلی هغه پخوانی "تور داغ" دی چې لا هم په ذهنونو کې دی.
هغه وویل:
"که په بیهار کې یوه ښځه د دوو ورځو رخصتي غوښتنه وکړي، خلکو ته سمدستي معلومېږي چې دا د پریوډ له امله ده. دا پالیسي به ښځو ته اسانتیا ورکړې خو ځواکمنوي یې نه."
هغه زیاته کړه، په بیهار کې سره له دې چې له څو لسیزو راهیسې د میاشتني عادت رخصتي ورکول کېږي، دوکانداران لا هم سینیټري پېډونه په زړو ورځپاڼو کې نغاړي.
په هند کې د میاشتني عادت په اړه د پخوانيو نظرونو د بدلولو لپاره په کیرالا ایالت کې هڅه وشوه چې په نارینهوو کې پوهاوی زیات شي. خو له دې سره سره، په ۲۰۱۸ کال کې هغه مهال ستر احتجاجونه وشول چې د میاشتني عادت په حالت کې پر ښځو مندر ته د تګ بندیز لېرې شو.
په کرناټک کې ځینې ښځې وايي، د میاشتني عادت پر مهال ښځو ته حکومت د رخصتي ورکولو پالیسي به خلک د دې موضوع په اړه د خبرو کولو لپاره د شرمیدو له حالته راوباسي.
په بنګلور کې یوې ښوونکې شریا شری، وویل:
"دې ته د میاشتني عادت رخصتي ویلو ګټه دا ده چې د بدنامۍ پر وړاندې مبارزې کې مرسته کوي."
سپنا ایس چې د کرایسټ پوهنتون مرستیاله ده او کرناټک کې ښځو ته د پریوډ پر مهال د رخصتي ورکول د کمېټې مشره هم ده، ښځو ته سپارښتنه وکړه چې له دې پالیسۍ ګټه واخلي.
هغې وویل، په ټولنیز چلند کې د بدلون اړتیا ده. په هند کې باید داسې فضا وي چې ښځې د میاشتني عادت رخصتي غوښتلو پر مهال د شرم احساس ونه کړي.