ژوندۍ پاڼه, د افغانستان دفاع وزات وايي، د پاکستان پوځ 'حمزه کمپ' یې په نښه کړی، پاکستان پوځ وايي، 'څو' ډرونونه یې هدف ته له رسېدو مخکې غورځولي

افغانستان کې د طالبانو حکومت دفاع وزارت وايي، د دوی ځواکونو د جمعې په ماښام د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته نژدې فیض اباد سیمه کې د پاکستان مهم پوځي تاسیسات 'حمزه کمپ' په نښه کړی. بل لور پاکستان کې امنیتي سرچینو ویلي، پلازمېنې اسلام اباد ته څېرمه راولپنډۍ ښار کې دوه ډرونونه ویشتل شوي او هیڅ زیان نه دی رسېدلی.

لنډیز

ژوندی پوښښ

  1. د افغانستان دفاع وزات وايي، د پاکستان پوځ 'حمزه کمپ' یې په نښه کړی، پاکستان پوځ وايي، ډرونونه یې هدف ته له رسېدو مخکې غورځولي

    ډرون

    د عکس سرچینه، UGC

    د پاکستاني پوځ رسنیز دفتر (ای اېس پي ار) له لوري د مارچ پر ۱۳مه یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، هغه ''یو څو کوچني'' ډرونونه چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له لوري پاکستان ته ورتوغول شوي وو، هدف ته له رسېدو مخکې له منځه وړل شوي دي.

    د ای اېس پي ار په اعلامیه کې ویل شوي، چې د دې ډرونونو پاتې شونو راغورځېدو له کبله په کوټه کې دوه ماشومان ټپیان شوي او په راولپنډۍ او کوهاټ کې یو-یو ملکي کس ټپیان شوي دي.

    بل لورپه افغانستان کې د طالبانو حکومت دفاع وزارت وايي، د دوی ځواکونو د جمعې په ماښام اسلام اباد ته نژدې فیض اباد سیمه کې د پاکستان مهم پوځي تاسیسات 'حمزه (کمپ)' په نښه کړی.

    د افغانستان دفاع وزارت لخوا پر اېکس خپره شوې اعلامیه کې ادعا شوې، چې د قوماندې مرکز او هلته نور مهم تاسیسات د ډرون په کارولو سره په نښه شوي، چې د پام وړ زیان یې اړولی دی.

    له دې مخکې د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد پولیسو د بي بي سي اردو څانګې خبریال شهزاد ملک ته وویل،د جمعې په ماښام د ښار په ۱-۹ سیکټر سیمه کې د ډرون غورځېدو له راپور ترلاسه کولووروسته سیمه محاصرهشوې.

    په همدې حال کې د اسلام‌اباد نړیوال هوايي ډګر کې د څه وخت لپاره الوتنې هم وځنډول شوې. د ملکي هوايي چلند ادارې (سي اې اې) په وینا، د عملیاتي لاملونو له امله نن د څه وخت لپاره الوتنو کې یو څه بدلون راغلی و، خو اوس په هوايي ډګر کې ټولې الوتنې د معمول سره سم روانې دي.

    د یادونې وړ ده چې دا د جمعې پر ورځ په پاکستان کې د ډرون د راغورځېدو دویمه پېښه وه. تر دې وړاندې د جمعې پر سهار افغانستان کې د طالبانو حکومت دفاع وزارت په یوه ویناپاڼه کې د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې پر پوځي چاوڼۍ د ډرون برید ادعا کړې وه.

    دفاع وزارت ویلي و چې پر کوهاټ چاوڼۍ دا برید د تېرې شپې د پاکستاني بمباریو په غچ کې شوی دی.

  2. وروستی, متقي: افغانستان د خپلې دفاع حق لري خو د کړکېچ د سیاسي حل ملاتړ کوي

    متقي او يي

    د عکس سرچینه، @MoFA_Afg

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې د خپلو خلکو او خاورې د دفاع حق لري خو د کړکېچ د سیاسي حل ملاتړ کوي.

    دا څرګندونې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له خپل چینايي سیال سره په ټلیفوني خبرو کې کړې دي او د وزارت اېکس‌پاڼې یې په اړه نن جمعه (کب ۲۲/مارچ ۱۳) اعلامیه خپره کړې ده.

    په خبرپاڼه کې د ښاغلي متقي له خولې ویل شوي چې حکومت یې "د بهرني سیاست پر اقتصاد محوره تګلارې ټینګار" کوي او د افغانستان له ټولو ګاونډيو او د سیمې له هېوادونو سره د "باور، متقابل احترام او اقتصادي همکاریو د پراختیا غوښتونکی دی."

    ښاغلي متقي همداراز له ښاغلي وانګ‌يي سره په ټلیفوني خبرو کې د پاکستان وروستیو بریدونو ته په اشاره ویلي چې، "افغانستان د خپل ولس او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع مشروع حق لري خو په عین حال کې د کړکېچ د پراخېدو پر ځای د سیاسي حل ملاتړ کوي."

    امیر خان متقي ویلي چې "د پاکستان په بمباریو او توغندیزو بریدنو کي زیاتره ولسي وګړي ښځي او ماشومان په نښه کېږي او ملکي تاسیسات تخریبوي."

    هغه څه چې پاکستان ادعا کړې چې "ترهګر" یې په نښه کړي دي.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

    په خبرپاڼه کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ‌يي له خولې ویل شوی چې هغه د "افغانستان او پاکستان ترمنځ د وضعیت په اړه وویل چې پوځي اقدامات د ستونزو د حل لاره نه ده او له دې سره د کړکېچ کچه نوره هم لوړېږي" او ویلي یې دي چې چین په دې برخه کې، "د تفاهم او د باور رامنځ‌ته کولو لپاره د رغنده رول لوبولو ته چمتو دی."

    د اعلامیې له مخې، ښاغلي متقي او ښاغلي یي د افغانستان او چین ترمنځ "د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د سیمې پر امنیتی وضعیت د روانو سیمه‌ييزو تحولاتو پر اغېزو تفصیلي خبرې سره کړې دي."

  3. وروستی, په اسلام اباد کې د چاودنې غږ اورېدل شوی دی

    بېړنی خبر

    د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباده رپوټونه وايي چې هلته د یوې چاودنې غږ اورېدل شوی دی.

    د رپوټونو له مخې، د اسلام اباد پر فضايي حریم یوه ډرون الوتکه لیدل شوې وه او د امنیتي اندېښنو له کبله هوايي حریم او د اسلام اباد نړیوال هوايي ډګر "د څه مودې لپاره" تړل شوی و.

    خبریالان وايي، دغه "مشکوک ډرون له کاره غورځول شوی"، بېرته فضايي حریم پرانیستل شوی او هوايي ترافیک نورمال حالت ته ورګرځېدلی دی.

    ډرون
    د عکس تشریح، په عکسونو کې یوه ډرون الوتکه پر داسې ځمکه ویجاړه پرته ښکاري چې شاوخوا یې د خښتو ټوټې هم پرتې دي.

    ځايي رسنیو ځينې عکسونه هم خپاره کړي چې یوه ډرون الوتکه پکې پر داسې ځمکه ویجاړه پرته ښکاري چې شاوخوا یې د خښتو ټوټې هم پرتې دي.

    خو بي‌بي‌سي په خپلواک ډول د دغو عکسونو کره‌والی نه شي تاییدولی.

    دا چې دا ډرون د چا له لوري کنټرولېده، لا معلومات نه شته.

    د یادولو ده چې پر افغانستان د پاکستان تر هوايي بریدونو وروسته په افغانستان کې د طالبانو حکومت وویل چې نن جمعه سهار یې په ځوابي او انتقامي برید کې د خیبرپښتونخوا په کوهاټ کې د پاکستاني پوځيانو 'ستراتېژیک نظامي مرکز او تاسیسات' په نښه کړي دي.

  4. وروستی, ویډيو: د پاکستان پر ضد لندن کې د افغانانو اعتراضي لاریون

    د ویډیو تشریح، د پاکستان پر ضد لندن کې د افغانانو اعتراضي لاریون

    د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې افغانانو د پاکستان له لوري پر افغان خاوره وروستي بریدونه غندلي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتنه کړې چې د سمسمکي لپاره دې لاس په چاره شي. لندن کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او هلته مېشتو افغانانو د بریتانیا پارلمان مخې ته خپل لاریون کې غوښته کوله چې "د وژل شویو ولسي وګړو د حق" پوښتنه دې وشي.

    ملګري ملتونه وايي، د فبروبرۍ له ۲۶مې راهیسې یې پر افغانستان د پاکستان د بریدونو او نښتو له امله لږ تر لږه د ۷۵ ولسي وګړو د وژل کېدو او د ۱۹۳ نورو د ټپي کېدو پېښې ثبت کړې دي.

  5. وروستی, یوناما او د طالبانو حکومت وايي، پاکستان پر افغانستان بریدونو کې ملکیان وژلي خو پاکستان ادعا کوي چې "ترهګر" یې په نښه کړي

    تارړ

    د عکس سرچینه، Getty Images

    په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) او د طالبانو حکومت ویلي چې د پاکستان د تېرې شپې په برید کې په کابل کې ملکي خلکو ته مرګ‌ژوبله اوښتې خو پاکستان ادعا کړې چې "د ترهګرو تاسیسات یې په نښه کړي دي."

    د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ پرخپله اېکس‌پاڼه په دې اړه د ځينو معلوماتو په خپرولو سره ویلي چې تېره شپه پاکستاني هوايي ځواکونو "په کابل، پکتیا او کندهار کې" بریدونه کړي او ادعا یې کړې چې ګواکې په دغو بریدونو کې یې د ده په ټکو "ترهګر او د هغوی زېربناوې په نښه کړې دي."

    هغه دغو بریدونو ته منسوبه یوه ویډيو هم خپره کړې خو بي‌بي‌سي یې کره‌والی نه شي تاییدولی.

    ښاغلي تارړ دا ادعا هم کړې چې ګواکې په دغو بریدونو کې ملکي کسان نه دي په نښه شوي.

    خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې پاکستان د دغو بریدونو پرمهال ''په ځینو ځایونو کې ملکي کورونه ویشتي چې ښځې او ماشومان یې شهیدان کړل او په ځينو ځایونو کې یې تشې دښتې او خالي ځایونه په نښه کړې دي.''

    هغه دا بریدونه "جنایت او ښکاره تېری" وباله چې په وینا یې، په کلکو ټکو یې غندي او ګواښ یې وکړ چې "دغه ظلم به بې‌ځوابه پاتې نه شي."

    نن په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما هم وویل چې د پاکستان د تېرې شپې برید په کابل کې ملکي خلکو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.‌

    یوناما پر خپله اېکس‌پاڼه په یوه خپاره کړي پیغام کې لیکلي چې د کابل د څرخي‌پله سیمه کې یې د پاکستان د تېرې شپې د هوايي برید په پایله کې "د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۴ کسانو مړینه او ۱۴ نورو ټپي کېدل مستند کړي دي."

    د ملګرو ملتونوو مرستندویه پلاوي همدا راز یو ځل بیا د لا زیاتې ملکي‌ مرګ‌ژوبلې د مخنیوي‌ لپاره د "خصومتونو د سملاسي‌ درېدو" غوښتنه کړې ده.‌

    پر کندهار د بريد په اړه هم د طالبانو حکومت چارواکو ویلي چې پاکستاني الوتکو دغلته د کام ایر هوايي شرکت د تېلو زېرمې په نښه کړې دي.

    بي‌بي‌سي ته په رسېدلو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې د کندهار هوايي ډګر ته څېرمه د جمعې ورځې تر ناوخته د اور لمبې او لوخړې پورته کېږي.

  6. د طالبانو حکومت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو له کبله تش شوی کلی

    د ویډیو تشریح، شینواري، ننګرهار

    د کډوالو نارویژۍ ټولنه وايي د پاکستان او افغانستان د وروستیو نښتو له امله د افغانستان په ختیځو سیمو کې یو لکو ۱۵ زره ملکي وګړي بې کوره شوي دي.

    دغې ټولنې غوښتنه کړې چې ملکي وګړي باید وژغورل شي او بشري مرستو ته یې لاسرسی یقیني شي.

    یو له هغو کلیو چې د ډیورنډ کرښې ته نژدې پروت دی، د پاکستان له اړخه د ډزو له کبله بشپړ تش شوی دی.

    همکار مو یما بارز لومړنی خبریال دی چې د جګړې کرښې ته نژدې دغه پراته کلي ته ورغلی او وايي د سلګونو کورونو په دغه مېنه کې اوس یوازې اووه کسه پاتې چې د غرونو په سمڅو کې اوسېږي.

  7. پاکستان کې د طالبانو حکومت ډرون برید

    د ویډیو تشریح، د طالبانو حکومت دفاع وزارت

    د طالبانو حکومت دفاع وزارت وايي هوايي ځواکونو یې د پاکستان پوځي رژیم د تېرې شپې هوايي‌ بریدونو په غبرګون نن سهار د خیبرپښتونخوا کوهاټ کې د پاکستاني پوځيانو 'ستراتېژیک نظامي مرکز او تاسیسات' په نښه کړي.

    دغه وزارت یوه اعلامیه کې دا ادعا هم کړې چې پر دې سربېره یې د پوځي قلعې د قوماندان دفتر هم په 'دقیق ډول' هدف ګرځولی او دا چې "درانه ځاني او مالي زیانونه" یې ور اړولي دي.‌

    هممهاله د خیبرپښتونخوا له کوهاټه هم پر خواله رسنیو د دغو بریدونو څو ویډیوګانې خپرې شوې دي.

    په یوې ویډیو کې ښکاري‌ چې له یوې سیمې لوګي پورته کېږي او غږېدونکي کسان پکې د کېنټ یا پوځي‌ مرکز د هدف ګرځېدو یادونه کوي.‌ بي‌بي‌سي په خپلواک ډول د دغو ویډيوګانو د ثبتېدو ځای او وخت نه شي تاییدولی.‌

  8. وروستی, ويډيو: پر کندهار د پاکستان بریدونه

    د ویډیو تشریح، ويډيو: پر کندهار د پاکستان بریدونه

    بي‌بي‌سي ته په رسېدلو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې د کندهار هوايي ډګر ته څېرمه د جمعې ورځې تر ناوخته د اور لمبې او لوخړې پورته کېږي.

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو ویلي، پاکستاني الوتکو دغلته د کام ایر هوايي شرکت د تېلو زېرمې په نښه کړې دي. پاکستاني چارواکو تل له داسې بریدونو وروسته ادعا کړې چې افغانستان کې یې د "اورپکو پټنځایونه" له منځه وړي دي خو د طالبانو حکومت دا ډول ادعاوې ردوي. ملګري ملتونه وايي د دې بریدونو لویه برخه قربانیان ولسي افغانان دي.

  9. وروستی, یوناما: د پاکستان هوايي برید کابل کې څلور ملکي کسان وژلي؛ مجاهد وايي‌ بې‌ځوابه به پاتې نه شي

    کور

    د عکس سرچینه، Getty Images

    په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي چې د پاکستان د تېرې شپې برید په کابل کې ملکي خلکو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.‌

    یوناما پر خپله اېکس‌پاڼه په یوه خپاره کړي پیغام کې لیکلي چې د کابل د څرخي‌پله سیمه کې یې د پاکستان د تېرې شپې د هوايي برید په پایله کې "د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۴ کسانو مړینه او ۱۴ نورو ټپي کېدل مستند کړي دي."

    د ملګرو ملتونوو مرستندویه پلاوي همدا راز یو ځل بیا د لا زیاتې ملکي‌ مرګ‌ژوبلې د مخنیوي‌ لپاره د "خصومتونو د سملاسي‌ درېدو" غوښتنه کړې ده.‌

    د یادونې ده چې په افغانستان کې د یوناما مرکزي دفتر هم د کابل ختیځ‌ خوا پلچرخي سیمې او ننګرهار ته پر غځېدلي‌ سړک پروت دی.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

    د یوناما دا غبرګون په داسې حال کې راځي چې د پاکستان حکومت ته ځينو نږدې رسنیو ادعا کړې چې ګواکې د پاکستان هوايي ځواک په دغو بریدونو کې د کابل پلچرخي په سیمه کې د طالبانو حکومت پوځي مرکزونه په نښه شوي او د پاکستان هوايي ځواک په جلا توګه د کندهار د قول‌اردو قرارګاه هم بمبار کړې ده.

    خو د طالبانو حکومت دا ادعاوې رد کړې دي او ویاند یې ویلي چې ملکي خلکو ته پکې مرګ‌ژوبله اوښتې.

    د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر اېکس‌پاڼه د پیغامونو په یوه لړۍ کې لیکلي چې دغه بریدونه د کابل، کندهار، پکتیکا، پکتیا په ګډون ''ځینو نورو برخو'' کې شوي دي. د ښاغلي مجاهد په پیغام کې راغلي په دې بریدونو کې ''په ځینو ځایونو کې یې ملکي کورونه ویشتي چې ښځې او ماشومان یې شهیدان کړل او په ځينو ځایونو کې یې تشې دښتې او خالي ځایونه په نښه کړې دي.''

    ښاغلي مجاهد زیاته کړې، دوی ''دغه جنایت او ښکاره تېری په کلکو ټکو غندي'' او په وینا یې ''دغه ظلم به بې ځوابه پاتې نشي.''

    دا بریدونه څو ساعته وروسته له هغه وشول چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي وویل، چې هغه پلاوی چې په دې وروستیو کې افغانستان ته تللی و، د پاکستان د حکومت د رسمي هڅو برخه نه وه.

    هغه زیاته کړه چې د پاکستان پوځي عملیات به دوام وکړي، چې د ده په وینا د هغو وسله‌والو ډلو د بریدونو مخه ونیسي چې له افغانستانه د پاکستان پر ضد پلان کېږي.

    د طالبانو حکومت دفاع وزارت نن جمعه سهار اعلان وکړ چې هوايي ځواکونو یې د 'پاکستان پوځي رژیم' د تېرې شپې هوايي‌ بریدونو په غبرګون کې نن سهار د خیبرپښتونخوا په کوهاټ کې د پاکستاني پوځيانو 'ستراتېژیک نظامي مرکز او تاسیسات' په نښه کړي دي.

    دغه وزارت په یوه اعلامیه کې همداراز ویلي چې پر دې سربېره یې هلته ورڅېرمه "د ډیورنډ کرښې د جګړې د قوماندې مرکز او د پوځي قلعې د قوماندان دفتر" هم په 'دقیق ډول' هدف ګرځولی او دا چې "درانه ځاني او مالي زیانونه" یې ور اړولي دي.‌

    پاکستاني لوري لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

  10. وروستی, د طالبانو حکومت دفاع وزارت وايي، په خیبر پښتونخوا کې یې د پاکستان پوځ پر یوه مرکز برید کړی

    د طالبانو حکومت دفاع وزارت نن جمعه سهار اعلان وکړ چې هوايي ځواکونو یې د 'پاکستان پوځي رژیم' د تېرې شپې هوايي‌ بریدونو په غبرګونکې نن سهار د خیبرپښتونخوا په کوهاټ کې د پاکستاني پوځيانو 'ستراتېژیک نظامي مرکز او تاسیسات' په نښه کړي دي.

    دغه وزارت په یوه اعلامیه کې همداراز ویلي چې پر دې سربېره یې هلته ورڅېرمه "د ډیورنډ کرښې د جګړې د قوماندې مرکز او د پوځي قلعې د قوماندان دفتر" هم په 'دقیق ډول' هدف ګرځولی او دا چې "درانه ځاني او مالي زیانونه" یې ور اړولي دي.‌

    پاکستاني لوري لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

    هممهاله د خیبرپښتونخوا له کوهاټه هم پر خواله رسنیو د دغو بریدونو څو ویډیوګانې خپرې شوې دي.

    په یوې ویډیو کې ښکاري‌ چې له یوې سیمې لوګي پورته کېږي او غږېدونکي کسان پکې د کېنټ یا پوځي‌ مرکز د هدف ګرځېدو یادونه کوي.‌

    بي‌بي‌سي په خپلواک ډول د دغو ویډيوګانو کره‌والی نه شي تاییدولی.

  11. وروستی, افغانستان کې د طالبانو حکومت تائید کړه چې پاکستان د کابل په ګډون پر ځینو سیمو بمبارۍ کړې دي

    مجاهد

    د عکس سرچینه، Getty Images

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت تائید کړه چې د جمعې په شپه پاکستان یو ځل بیا د افغانستان پلازمېنې کابل په ګډون یو شمېر سیمو کې هوايي بمبارۍ کړې دي.

    د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر اېکس‌پاڼه د پیغامونو په یوه لړۍ کې لیکلي چې دغه بریدونه د کابل، کندهار، پکتیکا، پکتیا په ګډون ''ځینو نورو برخو'' کې شوي دي. د ښاغلي مجاهد په پیغام کې راغلي په دې بریدونو کې ''په ځینو ځایونو کې یې ملکي کورونه ویشتي چې ښځې او ماشومان یې شهیدان کړل او په ځينو ځایونو کې یې تشې دښتې او خالي ځایونه په نښه کړې دي.''

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

    ښاغلي مجاهد زیاته کړې، دوی ''دغه جنایت او ښکاره تېری په کلکو ټکو غندي'' او په وینا یې ''دغه ظلم به بې ځوابه پاتې نشي.''

    دا بریدونه څو ساعته وروسته له هغه وشول چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي وویل، چې هغه پلاوی چې په دې وروستیو کې افغانستان ته تللی و، د پاکستان د حکومت د رسمي هڅو برخه نه وه.

    هغه زیاته کړه چې د پاکستان پوځي عملیات به دوام وکړي، چې د ده په وینا د هغو وسله‌والو ډلو د بریدونو مخه ونیسي چې له افغانستانه د پاکستان پر ضد پلان کېږي.

    د پاکستان حکومت ته نږدې ځينو رسنیو بیا په خپلو رپوټونو کې ادعا کړې چې ګواکې په دغو بریدونو کې یې د کابل پلچرخي په سیمه کې د طالبانو حکومت پوځي مرکزونه په نښه کړي او د پاکستان هوايي ځواک په جلا توګه د کندهار د قول‌اردو قرارګاه هم بمبار کړې ده.

    هغه ادعا چې ښاغلي مجاهد رد کړې او ویلي یې دي چې دغه بمبارونه پر ملکی کورونو شوي چې په وینا یې، "ښځې او ماشومان یې شهیدان کړي دي."

  12. وروستی, ځايي سرچینې: پر کابل د پاکستان هوايي برید کې درې ملکي کسان وژل شوي

    ځايي سرچینو بي‌بي‌سي ته تائید کړې چې د افغانستان پلازمېنه کابل د جمعې په شپه یو ځل بیا د هوايي بریدونو هدف ګرځېدلې ده.

    د سرچینو په وینا، د پاکستان جنګي الوتکو د کابل ۲۱مې حوزې ۲۴م ګذر په سیمه کې پر یوه استوګنیز کور بمباري کړې چې لږ تر لږه درې ملکي کسان پکې وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

    دا بریدونه څو ساعته وروسته له هغه وشول چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي وویل، چې هغه پلاوی چې په دې وروستیو کې افغانستان ته تللی و، د پاکستان د حکومت د رسمي هڅو برخه نه وه.

    په وروستیو اوونیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی. د طالبانو چارواکو مخکې ویلي وو چې د افغانستان په ختیځ کې د پاکستان د توپچي او هاواني بریدونو له امله څو ملکي کسان وژل شوي دي.

Trending Now