چین وايي، هڅه کوي د افغانستان او پاکستان تر منځ تاوتریخوالی راکم کړي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستان تر منځ د وروستي تاوتریخوالي له پيلېدو راهيسې نژدې هره ورځ د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د سختو نښتو راپورونه ورکول کېدل چې دواړو خواو په کې يوه بل ته د درنې مرګژوبلې اړولو ادعاوې کولې. خو د يکشنبې په ورځ د تازه نښتو راپورونه نه دي ورکړل شوي او داسې ښکاري چې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې کومه نښته نه ده شوې. یوازې د طالبانو حکومت له خوا د ننګرهار په لعلپوره ولسوالۍ کې د یوې ډرون الوتکې د نسکورېدو خبره شوې وه.

لنډیز

  • د يکشنبې په ورځ په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستاني پوځ تر منځ د نښتو راپورونه نه وو.
  • مولوي یعقوب مجاهد: که پر کابل برید کېږي، پر اسلام اباد به برید وشي
  • د طالبان حکومت: د افغانستان پر بېلابېلو سیمو د پاکستان بریدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
  • ملګري ملتونه: د پاکستان بریدونو کې ۱۸۵ ولسي افغانانو ته مرګژوبله اوښتې
  • د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د پاکستان د بریدونو پراخ لاریونونه شوي دي
  • د طالبانو حکومت وايي تېره شپه یې د شپږو ولایتونو په استقامت د پاکستاني ځواکونو پر پوستو او پوځي مرکزونو بریدونه کړي
  • د دغه وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي ادعا کوي چې په دغو بریدونو کې یې ۱۰۹ پاکستاني سرتېري وژلي او ۱۴۸ نور ټپي کړي دي

ژوندی پوښښ

  1. د طالبانو حکومت او پاکستاني پوځ تر منځ د تازه نښتو راپورونه نه دي ورکړل شوي

    د افغانستان او باکستان تر منځ د ډيورنډ کرښه

    د عکس سرچینه، Getty Images

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستان تر منځ د وروستي تاوتریخوالي له پيلېدو راهيسې نژدې هره ورځ د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د سختو نښتو راپورونه ورکول کېدل چې دواړو خواو په کې يوه بل ته د درنې مرګژوبلې اړولو ادعاوې کولې.

    خو د يکشنبې په ورځ د تازه نښتو راپورونه نه دي ورکړل شوي او داسې ښکاري چې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې کومه نښته نه ده شوې. یوازې د طالبانو حکومت له خوا د ننګرهار په لعلپوره ولسوالۍ کې د یوې ډرون الوتکې د نسکورېدو خبره شوې وه. د طالبانو دفاع وزارت په خپله اېکس پاڼه یوه خبرپاڼه کې ویلي وو "دا الوتکه د افغانستان خاورې ته د پلټنې په موخه داخله شوې وه."

    د طالبانو حکومت او پاکستان د نښتو له کبله د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې یو شمېر افغان کورنۍ د هوايي بریدونو له وېرې له سيمې وتلو ته اړ شوې دي.

    وړاندې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو له امله د لسګونه زره ملکي وګړو پر بېځایه کېدو اندېښنه ښوولې وه او ویلي یې و، په افغانستان کې ۱۱۵ زره کسان او په پاکستان کې بیا شاوخوا درې زره کسان له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي دي.

  2. د پاکستاني پوځ له خوا په افغانستان کې د ولسي وګړو د مرګژوبلې په ضد لندن کې لاریون

    لندن کې لاریون

    د عکس سرچینه، SOCIAL

    د بریتانيا په لندن کې يو شمېر افغانان د دغه هېواد د پارلمان مخې ته راټول شوي وو او د پاکستاني پوځ په وروستيو بریدونو کې یې د ولسي وګړو مرګژوبله غندله.

    دغه لاریون چې د "افغان ملي شورا" په نامه بریتانیا کې د یوې ټولنې له خوا رابلل شوی و، ګډونوالو په کې د یو شمېر هغو ولسي وګړو عکسونه لېږدول چې د دوی په وینا د پاکستان په هوايي بریدونه کې وژل شوي دي.

    د لاريون ګډونوالو د پاکستان هوايي بریدونو او د ملکي وګړو د مرګژوبلې سملاسي درولو غوښتنه کوله.

    تر دې وړاندې په کاناډا، جرمني او ځينې نورو اروپايي هېوادونو کې هم د پاکستان د هوایي بریدونو پر ضد لاریونونه شوي دي. په دغو بریدونو کې د پکتيا او کونړ په ګډون په ځينو سیمو کې د ولسي وګړو د مرګژوبلې راپورونه ورکړل شوي دي. پاکستان بيا وايي پوځي موخې په نښه کوي.

    د طالبانو حکومت او پاکستان تر منځ په وروستيو نښتو کې دواړه خواوې یو او بل ته د درنې مرګژوبلې او سخت زيان اړولو ادعاوې کوي چې په خپلواکه توګه یې پخلی ګران دی.

  3. د طالبانو حکومت وایي " د پاکستان یوه کشفي ډرون الوتکه یې نسکوره کړې"

    افغانستان کې د طالبانو حکومت دفاع وزارت وايي دفاعي ځواکونو یې د ننګرهار لعلپوره ولسوالۍ کې " د پاکستان پوځي رژيم یوه کشفي ډرون الوتکه په نښه او نسکوره کړې ده."

    د طالبانو دفاع وزارت په خپله اېکس پاڼه یوه خبرپاڼه کې ویلي "دا الوتکه د افغانستان خاورې ته د پلټنې په موخه داخله شوې وه."

    طالبانو د غورځول شوې الوتکې ځینې انځورونه هم خپاره کړې خو د پاکستان پوځ یې په اړه څه نه دي ویلي.

    افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان د بریدونو په غبرګون عملیاتو ته د رد الظلم نوم ورکړی خو د یکشنبې پر ورځ یې له دې خبر ور ها خوا د نورو ښکیلتیاوو او جګړو خبر له خپلو پاڼو نه دی خپور کړی.

    غورځول شوې ډرون الوتکه

    د عکس سرچینه، MoDAfghanistan2

    د عکس تشریح، د طالبانو حکومت دفاع وزارت وايي دا کشفي ډرون الوتکه وه چې د پلټنې په موخه ورغلې وه
  4. شیایونګ: ' چین هڅه کوي د افغانستان او پاکستان تر منځ تاوتریخوالی راکم کړي'

    د چین ځانګړی استازي کابل کې د امیر خان متقي سره کتلي

    د عکس سرچینه، MoFA_Afg

    د عکس تشریح، چین: "د کابل او اسلام آباد تر منځ روانې ستونزې دې د خبرو او ډيپلوماسۍ له لارې حل شي."

    د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی یوی شیایونګ کابل ته تللی او د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره یې د افغانستان او پاکستان تر منځ پر روان کړکېچ خبرې کړي دي.

    د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلې " ښاغلي متقي د رامنځته شوې وضعیت په اړه دغه چیني استازي ته د افغانستان دریځ روښانه کړ او ټينګار یې کړی چې هېواد یې د شخړو پر ځای د ستونزو سوله ییز حل ته لومړیتوب ورکوي."

    په خبرپاڼه کې د ښاغلي متقي له قوله ویل شوي چې "افغانستان هڅه کوي د کړکېچ کچه لوړه نه شي خو په ورته مهال د خپل وطن او خلکو څخه دفاع خپل حق بولي."

    په دغې کتنه کې د افغانستان لپاره د چین د ولسي جمهوریت ځانګړي استازي ټینګار کړی چې هېواد یې غواړي "د کابل او اسلام آباد تر منځ روانې ستونزې د خبرو او ډيپلوماسۍ له لارې حل شي."

    یوی شیایونګ د کومې ځانګړې کړنلارې یادونه نه ده کړې خو ویلي یې دي چې ' باید داسې هڅې وشي چې د سیمې ثبات لپاره د کړکېچ کچه لا لوړه نه شي."

    چین ویلي په دې اړه له پاکستاني لوري سره هم پر اړیکه کې دی.

    د افغانستان او پاکستان تر منځ د کړکېچ او جګړې له اوږدیدو سره چین یوازینی هېواد نه دی چې د روغې جوړې له هڅو یې ویلي بلکې له دې مخکې د روسیې بهرنیو چارو وزیر، د ترکیې ولسمشر، د مالیزیا لومړي وزیر، د قطر په بهرنیو چارو وزارت کې د دولت وزیر او یو شمېر نورو چارواکو هم د جګړې سړیدو لپاره د هڅو او اوربند غږ پورته کړی خو عملا د جګړې دریدو روښانه څرک نه ښکاري.

  5. مولوي یعقوب مجاهد: پاکستان غوښتل مونږ د قبایلو پر وړاندې ودروي

    د طالبانو حکومت د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب وايي، له پاکستان سره یې په بېلابېلو هېوادونو کې خبرې وکړې، خو په خبرو داسې معلومېدل، چې پاکستانی لوری اوسنۍ جګړه په لوی لاس پیلول غواړي.

    مولوي محمد یعقوب مجاهد له طلوع نیوز سره په مرکې کې وویل، "پاکستان غوښتل چې د ډیورنډ فرضي کرښې ته باید د رسمي سرحد ټکی وکارول شي، خو مونږ واضح ورته وویل چې د حکومتونو نه بلکې دا ملتونو موضوع ده."

    ښاغلي مجاهد دا هم ویلي، "پاکستان غوښتل مونږ د قبایلو پر وړاندې ودروي او جګړه له فرضي کرښې دې غاړې را واړوي."

    پاکستاني لوري تر اوسه د ښاغلي مجاهد د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو پخوا یې د طالبانو پر حکومت تور پورې کړی چې په خپله خاوره کې ترهګرو ته پټنځایونه ورکوي. چې دا ادعا د طالبانو له خوا رد شوې ده.

    Taliban

    د عکس سرچینه، Getty Images

  6. طالبان: په تورخم کې د پاکستاني پوځیانو په توغندويي برید کې یوه مارکېټ کې نژدې ۱۵۰ هټۍ سوځېدلي

    د تورخم ښاروال مولوي عبدالله مصطفی ویلي، "نن سهار شاوخوا څلور بجې د پاکستان د پوځي رژيم له لوري د تورخم ښارګوټي پر لور ړندې مرمۍ ووېشتل شوې، چې له امله یې په یوه تجارتي مارکېټ کې اورلګېدنه رامنځته شوه."

    ښاغلی مصطفی زیاتوي، تر دې دمه له ۱۵۰ ډېرې هټۍ سوځېدلي او عامو خلکو ته یې شاوخوا درې سوه ميلیونه افغانۍ مالي زیان اړولی دی.

    پاکستاني لوري تر اوسه د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

    وړاندې تر دې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو له امله د لسګونه زره ملکي وګړو پر بېځایه کېدو اندېښنه ښوولې وه او ویلي یې و، په افغانستان کې ۱۱۵ زره کسان او په پاکستان کې بیا شاوخوا درې زره کسان له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي دي.

    افغانستان پاکستان جګړه

    د عکس سرچینه، NB

  7. ملګري ملتونه: د وروستیو نښتو له امله افغانستان کې ۱۱۵ زره کسان بېځایه شوي دي

    د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري په خپل رپوټ کې ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو له امله په افغانستان کې ۱۱۵ زره کسان بېځایه شوي، دغه راز په پاکستان کې هم شاوخوا درې زره کسان له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي دي.

    په رپوټ کې ویل شوي، "موږ لا هم د افغانستان او پاکستان وضعیت په اړه اندېښمن یو، ځکه د نښتو پر مهال د دواړو هېوادونو دننه د کورنیو بې‌ځایه کېدو راپورونه ورکړل شوي او وضعیت لا هم ترینګلی دی."

    دغې ادارې د لا ډېرو مرستو د اړتیا خبر هم کړې ده.

    تېره ورځ افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولی یا یوناما هم ویلي و، د پاکستان له خوا په ډزو او بمباریو کې یو زیات شمېر ولسی وګړي په نښه شوې چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي. او د وروستیو ترینګلتیاوو په اړه یې اندېښنه ښوولې وه.

  8. مولوي یعقوب مجاهد: که پر کابل برید کېږي، پر اسلام اباد به برید وشي

    د طالبانو د حکومت دفاع وزیر مولوي يعقوب مجاهد خبرداری ورکړی که پر پلازمېنه کابل برید کېږي نو د ده په وینا پر اسلام اباد به برید وشي.

    ښاغلي مجاهد طلوع نیوز ټلویزیوني چینل سره څرګندونو کې وویل اوږدمهالې جګړې ته تیار دي.

    دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه یو ځل بیا د طالبانو حکومت د ځواکونو او پاکستاني پوځ ترمنځ د ډیورند د کرښې په اوږدو کې نښتې شوې. سرچینو بي بي‌ سي ته ویلي چې د ډېری دا نښتې د افغانستان په ختیځ کې وې. د طالبانو د حکومت په ورستیو نښتو کې پاکستاني ځواکونو ته د درنې مرګژوبلې اړولو ادعا کړې.

    په همدې وخت کې د مسلمانو عالمانو نړیوالې شورا پر پاکستان او افغانستان غږ کړی چې د روژې مبارکې میاشت کې دې پر یوه بل بریدونه ودروي.

    ملګري ملتونه هم وايي شونې ده چې افغانستان ته د کډوالو د ستنېدو لړۍ زور واخلي او دوی پر پولو کډوالو ته د مرستې برابرولو لپاره چمتوالی نیسي.

    Taliban

    د عکس سرچینه، RTA

  9. د طالبان حکومت : د افغانستان پر بېلابېلو سیمو د پاکستان بریدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

    د طالبانو حکومت ویاند حمدالله فطرت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، تېره ورځ "پاکستاني ملېشو" د پکتیا، پکتیکا، خوست او کونړ ولایتونو بر بېلابېلو بمبارۍ کړي چې له امله یې څلور تنه ملکي وګړي وژل شوي او څو تنه نور ټپیان دي.

    ښاغلی فطرت وايي، دغه بریدونه له ډیورنډ کرښې سره په خوا کې پر څمکنیو، پټان، برمل، شکین، علیشېرو، ترویزیو، ځاځي میدان او ناړې ولسوالیو شوي دي.

    د طالبانو حکومت مرستیال ویاند زیاتوي په بریدونو کې د ملکي وګړو تر ۲۵ ډېر کورونه، ۱۴ هټۍ، دوه سوداګریز مارکېټونه او دوه جوماتونه، ویجاړ شوي دي.

    دغه راز د شاوخوا ۱۰۰ کورنیو بې ځایه کېدو خبر ورکول شوی دی.

    پاکستاني لوري لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

  10. ملګرو ملتونو د جګړې درولو غږ کړی

    د ملګرو ملتونو بشري حقونو ادارې پر دواړو هېوادونو د جګړې او نښتو سملاسي درولو غږ کړی، او غوښتنه یې کړې د هغو ميليونونو خلکو لاسنيوي ته دې لومړيتوب ورکړي چې پر مرستو پايي.

    د ډېورېنډ کرښې اوږدو کې يو شمېر ځايونو کې د افغانستان طالبانو او پاکستانيو ځواکونو ترمنځ تازه نښتې شوې، داسې حال کې چې ملګري ملتونه وايي د څه د پاسه يوې اوونۍ دې شخړې له امله له سلو زرو ډېر خلک له خپلو مېنو او کورونو بې ځايه شوي دي.

    د ویډیو تشریح، ملګري ملتونه
  11. لاوروف: د کابل او اسلام اباد ترمنځ اختلافات دې له سیاسي لارې حل شي

    د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

    د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پر ټیلیګرام لیکلي، دواړو خواوو پر ایران د وروستي برید په ګډون د سیمې د حالاتو په اړه خبرې کړې دي.

    د دوی ترمنځ د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې د پوځي او سیاسي کړکیچونو پر کمولو هم بحث شوی.

    په خبر کې راغلي، سرګي لاوروف له سیاسي او ډیپلوماتیکو لارو د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اختلافاتو پر حل ټینګار کړی دی.

  12. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر له افغان او پاکستاني لوري غوښتي چې ژر تر ژره جګړه پای ته ورسوي

    د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر وولکر ترک د پاکستان له پوځ او د افغانستان له امنیتي ځواکونو غوښتي چې سمدلاسه خپله جګړه پای ته ورسوي.

    ښاغلي وولکر ویلي، دواړه خواوې دې له هغو ملیونونو خلکو سره مرستې ته لومړیتوب ورکړي چې په مرستو تکیه کوي او ژوند یې له اوږدې مودې راهیسې د تاوتریخوالي او بدبختۍ له امله له کړاو سره مخ دی.

    په رپوټ کې راغلي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تېرې اونۍ د نښتو له پیل راهیسې، لسګونه افغان ملکي وګړي وژل شوي، چې ۲۴ ماشومان او شپږ ښځې پکې شاملې دي. ۱۲۹تنه نور، چې ۴۱ ماشومان او ۳۱ښځې پکې شاملې دي، ټپیان شوي دي. د ملګرو ملتونو په وینا، په افغانستان کې د وروستۍ جګړې له امله تر ۶۶۰۰۰ کسان بې ځایه شوي دي.

  13. د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د پاکستان د بریدونو پر ضد پراخ لاریونونه شوي دي

    د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د پاکستان د بریدونو پراخ لاریونونه شوي دي

    د طالبانو حکومت ویاند حمدالله فطرت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي د پاکستاني پوځیانو د بریدونو پر خلاف او خپلو ځواکونو په ملاتړ د ولسي خلکو پراخ لاریونونه او د هغوی احساسات څرګندوي.

    لاریونونه په کابل، دایکنډي، لوګر او یو شمېر نورو ولایتونو کې ترسره شوي دي.

    Afghanistan

    د عکس سرچینه، Taliban

    مظاهره

    د عکس سرچینه، Taliban

    مظاهره

    د عکس سرچینه، Taliban

    مظاهره

    د عکس سرچینه، Taliban

  14. ملګري ملتونه: د پاکستان بریدونو کې ۱۸۵ ولسي افغانانو ته مرګژوبله اوښتې

    د یوناما لوګو

    د عکس سرچینه، UNAMA

    د عکس تشریح، یوناما ویلي ' د قربانیانو ډېره برخه یعنې ۵۵ سلنه ښځې او ماشومان جوړوي.'

    افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولی یا یوناما وايي د پاکستان له خوا په ډزو او بمباریو کې یو زیات شمېر ولسی وګړي په نښه شوې چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

    د یوناما په دغې رپوټ کې چې د جمعې پر ورځ ( مارچ شپږمه) خپور شو راغلي "د فبروري له ۲۶مې د مارچ تر ۵مې نیټې پورې یوناما په افغانستان د غیر مستقیمو ډزو او هوایي بریدونو له کبله د ۱۸۵ ولسي وګړو مرګژوبله ثبت کړې چې له ډلې یې ۵۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲۹ نور ټپیان دي."

    یوناما ویلي ' د قربانیانو ډېره برخه یعنې ۵۵ سلنه ښځې او ماشومان جوړوي.'

    دا رپوټ ښايي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د تېر اکتوبر په میاشت کې د ښکلتیا پرتله دا ځل ډېره مرګژوبله اوښتې.

    په داسې حال کې چې د دغې جګړې د دریدو ښکاره نښې هم نه ښکاري د کړکېچ دوام له کبله د لا ځاني زیانونو په اړه هم اندیښنې ښودل کېږي.

    د ۲۰۲۵م کال د اکتوبر میاشتې له لسمې تر ۱۷مې نیټې د دواړو هېوادونو تر منځ په نښتو کې د شاوخوا ۵۰۰ ولسي افغانان مرګژوبلې رپوټ ورکړل شوی و.

    ملګرو ملتونو هغه مهال ویلي و، د یوې اونۍ په دغې جګړه کې ۴۷ ولسي افغانان وژل شوي او ۴۵۶ نور ژوبلول شوي وو.

    پاکستان بیا بیا ټینګار کړی چې افغانستان کې خپلې موخې او د ' ټي ټي پي مرکزونه په نښه کوي او په دې لړ کې یې د سلګونو د طالبانو حکومت د وسله والو ځواکونو او د دوی ځینو مرکزونو په نښه کولو ادعا هم کړې ده.

    خو د ولسي وګړو د سر زیان له دغې رپوټه ور ها خوا تر اوسه پاکستان له نوم سره د خپل کوم 'لوړ پوړي وسله وال مخالف' د وژلو خبر نه دی ورکړی.

    افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان دغه بریدونه 'جنایت' بولي او ادعا کوي چې " د پاکستان نظامي رژيم د استوګنې سیمې، جوماتونه، او د کډوالو کمپونه هدف ګرځولې."

  15. اوچا: د پاکستان په بریدونو کې یو زیات شمېر ولسي وګړي او بشري زېربېناوې هدف ګرځېدلې

    د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا د افغانستان او پاکستان پر روانو نښتو خپل لومړۍ رپوټ خپور کړی چې د ولسي وګړو د زیان کچه ښکاره کوي.

    اوچا ویلي د فبرورۍ له ۲۶مې د مارچ تر درېیمې پورې د دوی مستند رپوټ ښيې چې د پاکستان بریدونو له کبله د افغانستان د پلازمېنې په ګډون لس ولایتونه اغېزمن شوي، داسې چې مرګژوبله پکې اوښتې او یا خلک بې ځایه شوي دي.

    د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي جګړې د افغانستان خوا د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۶ ولسي وګړي وژلي او ۱۲۹ نور ژوبل کړي دي.

    په رپوټ کې راغلي همدې موده کې له ۱۱۵ زرو ډېر ولسي وګړي له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي. اوچا همدا راز د پاکستاني ځواکونو له خوا د ولسي زېربېناوو له ډلې یې د روغتونونو، کمپونو او بشري مرستندویه بنسټونو په نښه کولو خبر ورکړی دی.

    اخوا د کډوالو لپاره د ناروې شورا ویلي، د نښتو له کبله د افغانستان به سوېل ختیځ کې لږ تر لږه ۲۱ ښوونځي تړل شوي او سلګونه زدکوونکي له درسه لېرې شوي.

    دغې شورا د ولسي وګړو، ښوونیزو مرکزونو او زدکونکو د خوندیتوب غوښتنه کړې او په کابل او اسلام آباد یې د اوربند غږ کړی دی.

    انځور کې د پاکستان له بریدونو پاتې ویجاړۍ ښکاري

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، نړیوالو مرستندیوه ادارو ویلي، د پاکستان په بریدونو کې روغتونونه او ښوونیز مرکزونه هم زیانمن شوي دي
  16. متقي له الخلیفي سره د افغانستان او پاکستان پر جګړه او د سیمې پر وضعیت خبرې کړې

    انځور کې د امیر خان متقي او د قطر د بهرنیو چارو وزارت کې د دولت وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي دي.

    د عکس سرچینه، MoFA_Afg

    د عکس تشریح، دا په یوه اونۍ کې دویم ځل دی چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د قطر د بهرنیو چارو وزارت کې د دولت وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي له یوه بل سره پر روان وضعیت غږېږي.

    د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت وايي ' مولوي امیر خان متقي د قطر د بهرنیو چارو وزارت کې د دولت له وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي' سره د افغانستان او سیمې پر وضعیت خبرې کړۍ دي.

    له دغه وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي متقي پر افغانستان د پاکستان او پر خلیجي هېوادونو د ایران بریدونه چې پر ایران د امریکا او اسرائیلو له جګړې سره پیل شوي وغندل او د ژر درېدو غوښتنه یې کړې.

    د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د امیر خان متقي له قوله لیکلي چې "د افغانستان اسلامي امارت د دولتونو د ملي حاکمیت، ملي امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی مهم اصل بولي او د تاوتریخوالي د زیاتېدو پر ځای د ستونزو د حل لپاره د ډیپلوماسۍ لاره غوره ګڼي."

    قطر چې افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره ښې اړیکې پالي تېر اکتوبر کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د اوربند په رامنځته کولو کې مهم رول درلود. د کابل او اسلام آباد له تازه جګړو سره دغه هېواد لږ تر لږه دوه ځلې کابل او اسلام آباد کې له چارواکو سره د ترینګلتیا پر کمولو خبرې کړې دي.

    اوونۍ مخکې چې پاکستان د افغان پلازمېنې کابل په ګډون څو ولایتونو کې هوايي بریدونه وکړل، قطر اعلان وکړ چې یو ځل بیا ' مثبت رول لوبولو ته چمتو دی. '

    دوحه په دې برخه کې د عملي هڅو د پیل خبر هم ورکړی خو سملاسي له ځینو ډيپلوماټیکو هڅو سره سره د افغانستان او پاکستان تر منځ نښتې نه دي درېدلې.

  17. وروستی, خوارزمي: د تېرې شپې بریدونو کې مو ۱۰۹ پاکستاني سرتېري وژلي دي

    Iran

    د عکس سرچینه، EnayatKhowarazm

    د طالبانو حکومت ملي دفاع وزارت وايي، د دوی ځواکونو تېره شپه د کندهار، ننګرهار، کونړ، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو پر استقامتونو تر ډیورنډ "فرضي کرښې" هاخوا په ۲۸ نقطو کې د پاکستاني ځواکونو پر پوستو او پوځي مرکزونو "پراخ تعرضي او تهاجمي بریدونه" کړي دي.

    د دغه وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي‌ په یوه ویډیويي پیغام کې ادعا کړې، چې په دغو بریدونو کې یې د پاکستان ۱۴ پوستې او ۳ قرارګاه ګانې له نیولو وروسته په بشپړ ډول لمنځه وړې دي.‌

    نوموړي همدا راز په دغو بریدونو کې د ۱۰۹ پاکستاني سرتېرو د وژل کېدو او ۱۴۸ نورو د ټپي کېدو خبر هم ورکړی دي.‌

    پاکستاني لوري تر اوسه دغو ادعاو ته غبرګون نه دی ښودلی او بي‌بي‌سي یې هم په خپلواک ډول نشي تاییدولی.

    دا د طالبانو حکومت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له تېرو نږدې لسو ورځو راهیسې په روانو نښتو کې پر یوه ورځ د مرګژوبلې تر ټولو لوړ شمېر دی، چې د طالبانو حکومت یې پاکستاني لوري ته د اړولو ادعا کوي.

    ښاغلي خوارزمي د تېرې شپې په نښتو کې د خپلو درېیو سرتېرو د وژل کېدو او ۹ نورو د ټپي کېدو پخلی هم کړی دی.

    هغه تور پورې کړی چې پاکستاني لوري په ځواب کې پر ملکي سیمو بریدونه کړي چې پایله کې یې ۷ ملکي افغانان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

    د طالبانو حکومت دفاع وزارت ویاند ویلي، د تېرې شپې بریدونو پر مهال سلګونه میله سپکه او درنه وسله هم د دوی ځواکونو لاس ته کېوتې ده.

  18. د طالبانو حکومت دفاع وزارت وايي، د ډیورنډ کرښې اوږدو کې تازه نښتې شوې

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت دفاع وزارت وايي، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې یې له پاکستاني ځواکونو سره نښتې رامنځته شوې دي.

    د باختر دولتي خبري اژانس په رپوټ کې، چې د پنجشنبې پر ماخوستن خپور شوی، د طالبانو دفاع وزارت مسوولینو له قوله ویل شوي، تازه نښتې د ننګرهار مهمندرې، لعلپور، پکتیا ډنډې پټان او کندهار په ښورابک سیمو کې شوې دي.

    د باختر اژانس په رپوټ کې د دې نښتو په ترڅ کې پاکستاني پوځیانو د درنې مرګژوبلې اوښتو او یو شمېر پوستو نیولو ادعا شوې.

    په رپوټ کې زیاته شوې، په ننګرهار کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې جګړه لا هم روانه ده او د طالبانو حکومت دفاع وزارت دغه راز ادعا کړې، چې د مهمندرې ولسوالۍ له داؤد تاڼې سره یې د پاکستاني هوایي ځواک يوه ډرون الوتکه نسکوره کړې ده.

    د پاکستان له لوري تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویل شوي. بي‌بي‌سي په خپلواک ډول دغه ادعاوې نه شي تاییدولی.

    له دې مخکې تېره ورځ د طالبانو حکومت د دفاع وزارت د ویاند مرستیال په یوې ویډیو کې ادعا وکړه، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر پاکستاني پوځیانو ګڼ غچ اخیستونکي بریدونه ترسره شوي دي، چې د ده په وینا پکې "د دښمن ۱۲ پوستې او قرارګاوې له منځه وړل شوې دي، ۴۱ تنه سرتېري یې وژل شوي او ۵۳ تنه نور ټپیان دي".

    د طالبان حکومت منلې وه، چې په تازه نښتو کې یې درې سرتېري وژل شوي او ۷ نور ټپيان شوي دي.

  19. د طالبانو حکومت دفاع وزارت وايي، په بلوچستان کې يې د پاکستان پوځ پر یوه مرکز هوايي برید کړی

    د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت وايي‌، د پاکستان په بلوچستان کې یې د اېف سي یا سرحدي ځواکونو پر قومندانۍ هوايي‌ برید کړی.

    د دفاع وزارت په وینا دا برید په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستاني ځواکونو د سرغړونو په ځواب کې شوی. د دفاع وزارت مرستیال ویاند مولوي صدیق الله نصرت وايي، تېره شپه او د ورځې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو پر ضد له ګڼو ولایتونو بریدونه شوي.

    ښاغلي نصرت دا و نه ویل چې پاکستاني ځواکونو څه راز سرغړونې کړې خو پاکستان ادعا کړې چې پر کندهار یې برید کړی.‌ د دفاع وزارت دغه ویاند ادعا وکړه چې پاکستاني ځواکونو ته د دوی په وروستیو بریدونو کې ګڼه مرګژوبله اوښتې. بي بي سي په خپلواکه توګه دا خبره نه شي تائیدولی.

    ښاغلي نصرت د دوی ځواکونو ته د اوښتې مرګژوبلې هغه شمېرې هم رد کړې چې پاکستاني چارواکي یې ادعا کوي. نوموړی وايي ‌د دوی ځواکونو ته د اوښتې مرګژوبلې شمېر ډېر کم دی. د پکتیا او هرات په ګډون په ځینو ولایتونو کې د پاکستان د وروستیو بریدونو او ولسي وګړو ته د اوښتې مرګژوبلې له امله احتجاجونه هم شوي.‌

    د دفاع وزارت ویاند د پاکستاني ځواکونو تازه بریدونو کې ملکي‌ ګړو ته د اوښتې مرګژوبلې یادونه هم وکړه او ویې ویل، زرګونه کسان بې ځایه شوي دي.

    تفصیل په دې ځانګړي رپوټ کې.

  20. د طالبانو حکومت ریس الوزرا د مالیزیا لومړي وزیر سره د سیمي وروستیو حالاتو په اړه خبرې کړې دي

    د طالبانو حکومت ریس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د مالیزیا له لومړي وزیر داتو محمد انور ابراهیم سره د سیمې حالاتو، په ځانګړي ډول د پاکستان او افغانستان ترمنځ د وروستي کړکېچ په تړاو خبرې کړې دي.

    د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، ملا محمد حسن اخوند له ښاغلي ابراهیم سره په ټیلیفوني خبرو کې "د افغانستان پر خاوره د تېري او ملکي وګړو وژل غندلي دي او زیاتوي، د زور کارول او د ملکي وګړو په نښه کول ستونزې نه شي حل کولای." "د افغانستان اسلامي امارت اصولي موقف واضح دی چې د تفاهم او مذاکراتو له لارې د مشکلاتو په حل باور لري‌ خو د تېري په صورت کې له خپلې خاورې او ولس دفاع خپل مشروع حق بولي."

    د مالیزیا لومړي وزیر هم د سیمې په وضعیت اندېښنه څرګنده کړه او ویلي یې دي، د افغانستان او پاکستان تر منځ وروستي وضعیت خواشیني کړی دی او هیله یې ښوولې چې روان کړکېچ د مذاکراتو او تفاهم له لارې حل شي.

Trending Now