په ملګرو ملتونو کې د اسرائیلو سفیر ادعا کوي، په لبنان کې بشپړ اوربند نه شته
په ملګرو ملتونو کې د اسرائیلو سفیر دیني دینن ادعا کوي چې د لبنان حکومت پر حزب الله هیڅ کنټرول نه لري او لبنان به ونه شي کولای له نوي غځیدلي اوربند سره د حزب الله بریدونه په بشپړ ډول ودروي.
له سي این این سره په یوه مرکه کې، هغه وویل، "حزب الله د اوربند ګډوډلوهڅه کې د راکټونو ګوزارونه کړي، چې اسرائیل یې ځوابي ګوزارونو ته اړ کېږي. موږ چې ګواښ ووینو، اقدام کوو."
د نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راغلې چې په امریکا کې د اسرائیلو او لبنان سفیرانو په سپینه ماڼۍ کې سره ولیدل او ټرمپ تر دریو اونیو پورې د د ۱۰ ورځني اوربند د غځولو اعلان وکړ. هغه د نوي تړون په تړاو وویل، "دا ۱۰۰ سلنه نه دی. زه هیله لرم چې د لبنان پوځ به وکولی شي د عمل په ډګر کې دا اوربند پلی کړي."
روبیو وايي، ایران د نړیوال جام په سیالیو کې له برخه اخیستو نه دی منع کړل شوی
نوموړی وايي، داسې اټکلونه شته چې ایران ښايي ګډون ونه کړي او ایټالیا به د دوی ځای ونیسي، خو ښاغلی روبیو زیاتوي چې که ایران نه راځي دا د دوی خپله خوښه ده.
هغه وايي، د ایران سره په نړیوال جام کې د ګډون ستونزه د دوی لوبغاړي نه دي، بلکې ځینې هغه خلک دي چې دوی به یې له ځانه سره راولي.
نوموړی وايي: "هغه څه چې دوی نه شي کولی، دا دي، چې زموږ هېواد ته د ای ار جي سي (سپاه پاسدران) ترهګرو یوه ډله راوستل دي، او داسې تظاهر کول دي، چې ګواکې دا خبریالان او یا ورزشي روزونکي دي."
ټرمپ د دریو اونیو لپاره د لبنان او اسرائیل تر منځ د اوربند غځېدو اعلان وکړ
د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د درې اونیو لپاره د اسرائیل او لبنان تر منځ اوربند غځېدو اعلان کړی.
پر ټروت سوشل خواله رسنۍ یوه پیغام کې ښاغلي ټرمپ لیکلي، دا پرمختګ په سپینه ماڼۍ کې د اسرائیلي او لبناني چارواکو تر منځ له یوې لیدنې وروسته شوی.
په دې غونډه کې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د ولسمشر مرستیال جې ډي وینس هم شامل وو.
ټرمپ په خپل اعلان کې وايي، دا لیدنه ''خورا کامیابه'' وه. نوموړي زیاته کړې: ''امریکا به له لبنان سره په شریکه کار وکړي، چې دغه هېواد سره له حزب الله خوندیتوب کې مرسته وشي.''
ټرمپ ته د ایران دولت مشرانو ځواب: منځلاري او سخت دریځي نه لرو
د عکس سرچینه، PodDolat
د ایران اسلامي جمهوریت درې ګونو قواوو مشرانو مسعود پزشکیان، محمد باقر قالیباف او غلام حسین اژه يي ''د سخت دریځو او منځلارو تر سرلیک لاندې په دوو قطبونو د خپل هېواد وېشل رد کړل.''
د دوې دا څرګندونې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له هغې ادعا څو ساعته وروسته مخې ته راځي، چې په وینا یې، په ایران کې د بېلابېلو سیاسي اړخونو تر منځ خپلمنځي شخړې روانې دي.
ښاغلي ټرمپ پر خپله ټروت سوشل خواله رسنۍ یوه پیغام کې ویلي و، ایراني چارواکي ''د خپل رهبر په معلومولو کې له جدي ستونزو سره مخامخ دي.'' او دغه راز یې ادعا وکړه، چې په دې هېواد کې د ''سخت دریځو'' او ''منځلارو'' تر منځ د ''د لیونتوب'' تر بریده اختلافات رامنځته شوي.
د اسرائیل د دفاع وزیر اسرائیل کاټز وايي، هیواد یې چمتو دی چې له ایران سره بیا جګړه پیل کړي او کولای شي دغه هېواد "تیاره دورې او د ډبرې زمانې" ته ستون کړي.
نوموړی وايي، اسرائیلي دفاعي ځواکونه "له امریکا څخه شنه څراغ ته منتظر دي، چې له هر څه مخکې د علي خامنه يي اړوند واکمني له منځه وړلو تګلاره بشپړه کړي. "
کاټز ګواښ وکړ چې د انرژۍ او اقتصادي زیربناوو په نښه کولو سره به ایران "تیاره دورې او د ډبرې زمانې" ته ستون کړي.
هغه زیاته کړه: "دا ځل برید به توپیر ولري او وژونکی به وي، د ډېرو ځایونو لپاره به ویجاړونکي ګوزارونه ولري، دغه ګوزارونه به یې بنسټونه ولړزوي او له منځه به یې یوسي."
وروستی, په روانه میاشت کې د امریکا او ایران ترمنځ د سولې خبرو او اوربند په تړاو مهمو خبرونو ته لنډه کتنه:
روانه اپرېل میلادي میاشت د امریکا او ایران ترمنځ د سولې خبرو او د اوربند هوکړې ترڅنګ له ګڼو لوړو ژورو ډکه میاشت بلل شوې. په دې میاشت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ تر اوسه څه پېښ شوي دي؟
اپرېل ۸: پاکستان چې د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړي رول لوبوي، د دواړو هېوادونو په منځ کې یې د دوه اوونیز اوربند اعلان وکړ. ډونلډ ټرمپ وايي چې دا پرېکړه یې په دې شرط منلې چې هرمز تنګی به بېرته پرانیستل کېږي. پاکستان او ایران وايي چې لبنان هم په دې اوربند کې شامل دی خو امریکا او اسرائيل دا خبره رد کړې ده.
اپرېل ۹: ایران ټينګار وکړ چې لبنان هم باید له امریکا سره د شوي اوربند برخه وګرځول شي او خبرداری یې ورکړ چې هره هغه کښتي به "په نښه او له منځه یووړل شي" چې "له اجازې پرته" له هرمز تنګي د تېرېدو هڅه وکړي.
اپرېل ۱۱: د امریکا د مرستیال ولسمشر جيډي وېنس او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په ګډون د دواړو هېوادونو لوړپوړو چارواکو په پاکستان کې سره وکتل. د دواړو لورو ترمنځ شاوخوا ۲۱ ساعته مذاکرات وشول خو کومې پرېکړې ته سره و نه رسېدل.
اپرېل ۱۷: د اسرائيل او لبنان ترمنځ د لنډمهالي اوربند له هوکړې وروسته ایران د کم وخت لپاره هرمز تنګی پرانیست. خو وروسته یې بېرته د کښتیو د تېرېدو راتېرېدو لار وتړله او ویې چې تر هغه به یې بنده وساتي چې امریکا خپله کلابندي پای ته نه وي رسولې.
اپرېل ۱۹: ټرمپ وویل چې استازي به یې د خبرو اترو لپاره بېرته پاکستان ته ور وګرځي. خو داسې و نه شول ځکه چې ایران وویل چې تر اوسه یې په مذاکراتو کې د بیا ګډون پرېکړه نه ده کړې.
په دې اړه د نن ورځې ځینې مهم خبرونو تر دغه خبر لاندې لوستلی شئ:
وروستی, عباس عراقچي: د خلیج او هرمز تنګي د "ناامنۍ اصلي رېښه" امریکا او اسرائيل دي
د عکس سرچینه، Getty Images
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي چې په خلیج او هرمز تنګي کې د رامنځته شوې "ناامنۍ اصلي رېښه" پر دغه هېواد د امریکا او اسرائيل "تېری" دی.
د ایران حکومت پر اېکسپاڼه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې عباس عراقچي په تهران کې د جنوبي کوریا له ځانګړي استازي سره لیدلي او له هېوادونو یې غوښتي چې "د دغو بریدونو د غندنې په برخه کې یو روښانه او غوڅ دریځ خپل کړي".
په اعلامیه کې د ښاغلي عراقچي له خولې ویل شوي چې ایران نړیوالو قوانینو ته په کتو د خپل امنیت او ملي ګټو دفاع کوي او د پایلو مسؤلیت "د یرغلګرو پر غاړه دی".
ایران دا څرګندونې داسې مهال کوي چې ویلي یې دي، هرمز تنګي ته څېرمه یې دوه کښتۍ "نیولې" دي او پر یوې درېیمې بار وړونکې بېړۍ یې هم برید کړی دی.
له دې سره یو ځل بیا په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې ختلې دي او د یوه بېلر (بېرل) اومه تېلو بیه تر ۱۰۳ امریکايي ډالرو هم اوښتې ده.
په هرمز تنګي کې د ایران له لوري پر کښتیو بریدونو له تېرې ورځې راهیسې تر هغې وروسته زور اخیستی چې ډونلډ ټرمپ وویل، د "پاکستان په غوښتنه" له ایران سره اوربند غځوي خو پر ایراني بندرونو کلابندي پای ته نه رسوي.
بل لور ته د امریکا مرکزي قوماندې (سېنټکام) هم پرون ناوخته ویلي چې د همدې کلابندۍ یا محاصرې پرمهال یې ټولټال "۳۱ بېړیو ته لارښوونه کړې چې تاو شي او یا بېرته خپلو بندرونو ته ستنې شي".
د سپينې ماڼۍ ویاندې کارولین لیوېت ویلي چې ډونلډ ټرمپ له دې کلابندۍ "خوښ" دی او "ګټوره او بریالۍ" یې بللې ده.
خو د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان بیا ویلي چې همدا محاصره د امریکا او ایران ترمنځ د "ريښتینو مذاکراتو" پر وړاندې "اصلي خنډ" ګرځېدلې ده.
وروستی, لبنان اسرائيل تورن کړي چې په برید کې یې خبریالانې په نښه کړې دي
د عکس سرچینه، AP
د عکس تشریح، امال خلیل له لبنانۍ ورځپاڼې (الاخبار) سره د خبریالې په توګه کار کاوه.
"ولسمشر اردوغان یادونه وکړه چې زموږ په سیمه کې جګړې د اروپا کمزورې کولو پیل کړې، او که دا رجحان له سوله ییز چلند سره حل نه شي، د جګړې د دورې له امله رامنځته شوی زیان به خورا ډېر وي".
پرون ولسمشر ټرمپ ایران سره اوربند غځول اعلان کړل. هغه د دې کار هدف دهغه پر ټکو د ایران رژیم ته د یو شریک وړاندیز لپاره نور وخت ورکول دي.
روان اوربند نن چهارشنبه ماښام پای ته رسېدونکی دی.
د عکس سرچینه، Getty Images
وروستی, د ایران او امریکا ترمنځ د روان کړکېچ په اړه د ځينو وروستیو خبرونو لنډيز
تېره شپه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل چې د پاکستان په غوښتنه اوربند غځوي خو د ایران د بندرونو کلابندي پای ته نه رسوي. ده ادعا وکړه چې ګواکې دا کار د ایران په حکومت کې دننه د رامنځته شوې "سختې بېثباتۍ" له امله کوي. خو ایراني چارواکي بیا ادعا کوي چې ټرمپ له دغه کار سره غواړي چې پر ایران د "ناڅاپي برید" کولو لپاره "ځان ته وخت سپما کړي".
په اسلام اباد کې د بيبيسي خبریالان وايي چېپه پاکستان کې د ایران او امریکا د سولې خبرو ته هیلې په کمېدو دي. دوی وايي چې که څه هم په پلازمېنه اسلام اباد کې لا هم دې ته چمتوالی روان دی او ځينې لارې اوس هم تړلې دي خو په وینا یې، داسې برېښي چې د ډونلډ ټرمپ د اوربند غځولو او د کلابندۍ د دوام اعلان ته له تهرانه د ښکارېدونکي غبرګون نښې مثبتې نه دي.
بلخوا نن ځینو ایرانیو رسنیو خبر ورکړ چې سپاه پاسداران ځواکونو هرمز تنګي ته څېرمه درې بار وړونکې کښتۍ په نښه کړې دي او دوه یې "د پلټنو لپاره" د ایران سمندرغاړو ته لېږدولې دي. په دوی کې یوه د یونان او بله کښتي د متحده عرب اماراتو شرکتونو هم وه.
بل لور ته د ایران قضایه قوې خبر ورکړ چې د مهدي فرید په نوم یو کس "اسرائيلو ته د جاسوسۍ" په تور نن سهار په دغه هېواد کې اعدام کړای شو. دې ادارې تور پورې کړی چې ګواکې دغه کس "موساد [د اسرائيل استخباراتي ادارې] ته د هېواد [ایران] حساس معلومات ورکول". د بشري حقونو بنسټونو او مدني فعالانو په ایران کې په ځانګړي ډول له امریکا او اسرائيل سره تر جګړې وروسته، د اعدامونو پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي چې هېواد یې د اوربند په اړه د پاکستان د غوښتنو د ځوابولو لپاره "په سیاسي صحنه کې روان پرمختګونه له نږدې څاري". د ایران دولتي خبري اژانس (ایرنا) پر ټېلیګرام په یوه خبر کې د ښاغليبقايي له خولې ویلي چې ایران به د خپلو "ګټو او د ملي امنیت ساتنې لپاره اړین ګامونه پورته کړي".