نن سهار همدا راز د قطر پلازمېنې دوحه کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
ایران پر دغه هېواد د امریکا او اسرائيل د بریدونو له پیلېدو راهیسې پر اسرائیل سربېره د فارس خلیج په هېوادونو کې هم ځینې اهداف د توغندیو او چاودېدونکو ډرونونو تر بریدونو لاندې راوستي.
دا پاڼه نوره نه تازه کېږي. د تازه معلوماتو لپاره د بي بي سي پښتو وېبپاڼې تازه مطالب لوستلای شئ.
وروستی, د ایران پر بېلابېلو ښارونو د اسرائیل او امریکا بریدونه دوام لري
د راپورونو له مخې د ایران پر بېلابېلو ښارونو د امریکا او اسرائیلو بریدونه دوام لري او په تېرو څو ساعتونو کې د تهران، پاردیس او پارچین، بوشهر او ارومیا په ګډون د ایران ځینې برخې د دې بریدونو د یوې نوې څپې هدف وې.
په کویت کې د امریکا سفارت تر بلې خبرتیا پورې تړل شوی دی. پر اېکس یوه پیغام کې د امریکا سفارت لیکلي چې په ''سیمه کې د تاوتریخوالي له کبله ټولې ورځنۍ او کونسلي لیدنې'' لغو کوي.
د یادونې ده چې د دوشنبې پر ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د منځني ختیځ په ځینو هېوادونو کې له امریکایانو وغوښتل چې د "جدي ګواښونو" له امله له سیمې ووځي.
اسرائیلي دفاعي ځواکونو پر تهران او بیروت بریدونه کړي
اسرائیلي دفاعي ځواکونو (ای ډي ایف) تائید کړې چې د ایران پر پلازمېنې تهران او د لبنان پر پلازمېنې بیروت یې نوي بریدونه کړي دي. په یوې اعلامیې کې ویل شوي: ''ای ډي ایف دا مهال په هممهاله ډول په تهران او بیروت کې پر پوځي اهدافو هدفي بریدونه کوي.''
د ای ډي ایف عربي ژبې ویاند، اویخای ادرعي، وايي، ''د پراخو هوايي بریدونو یوه څپه'' روانه ده.
دغه بریدونه شاوخوا یو ساعت وروسته له هغې شوي چې (ای ډي ایف) د بیروت سویلي سیمو او لسګونو کلیو اوسېدونکو ته ''بېړنی خبرداری'' ورکړی و او له هغوی یې غوښتي وو چې سیمې پرېږدي. (ای ډي ایف) ویلي وو، د حزب الله اړوند قومندانۍ مرکزونه او د وسلو زېرمتونونه په نښه کوي.
د تېلو تر څنګ د طبیعي ګازو بیې هم وروسته له هغه لوړې شوې چې د قطر انرژۍ، چې د نړۍ په کچه د ګازو له لویو صادرونکو څخه دی، پر خپلو تاسیساتو له بریدونو وروسته تولید ودراوه.
د سعودي عرب دفاع وزارت تائید کړې چې د لومړنیو اټکلونو له مخې په ریاض کې د امریکا پر سفارت د دوو بې پیلوټه الوتکو برید شوی.
په یوه اعلامیه کې چې پر اېکس شریک شوی، یاد وزارت ویلي، دې پېښه کې "محدودi اور لګېدنه او ودانۍ ته لږ مادي زیان اوښتی دی".
په سعودي عرب کې د امریکا دیپلوماتیک ماموریت د جدې، ریاض او ظهران لپاره د سرپناه ځای خبرتیا خپره کړې، او ویلي یې دي چې دا به په سیمه کې هر ډول نظامي تاسیساتو ته نااړین سفر محدود کړي.
مارکو روبیو: زموږ موخه د ایران د بالستيک توغندیو له منځه وړل دي
د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو پر ایران د برید په اړه ویلي "زموږ موخه د دوی د بالیستیک توغندیو وړتیاوې له منځه وړل دي."
له خبریالانو سره په خبرو کې، نوموړي وویل د امریکا هدف دا دی چې "د ایران د تولید وړتیا او همدارنګه هغه ګواښ چې د دوی سمندري ځواکونه یې د نړیوالو توکیو لېږد ته رسوي له منځه یوسو. دا هدف دی."
نوموړي زیاته کړه، "... موږ هیله لرو چې د ایران خلک وکولی شي دا رژیم نسکور کړي او د خپل هیواد لپاره یو نوی راتلونکی جوړ کړي."
وروستی, علي لاریجاني: موږ ځانونه اوږدې جګړې ته چمتو کړي دي
د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي علي لاریجاني وايي، هېواد یې د امریکا برعکس ځان اوږدې جګړې ته چمتو کړی دی.
هغه پر اېکس خواله رسنۍ یوه خپاره کړي پیغام کې لیکلي، ایران په تېرو درې سوه کلونو کې هېڅ جګړه نه ده پیل کړې او دا چې د دغه هېواد "زړور وسلهوال ځواکونه" د ځان له دفاع پرته په بل هېڅ برید کې نه دي شریک شوي.
دغه پیغام کې زیاته شوې: "موږ یې بیې ته له کتو پرته، په ځواکمنتیا سره د ځان او خپل ۶۰۰۰ کلن تمدن دفاع کوو او دښمن به پر خپله ناسمه محاسبه پښیمان کړو."
تر دې ورمخکې د امریکا دفاع وزیر یوه خبري کنفرانس ته ویلي وو چې د ایران پر وړاندې به د امریکا پوځي عملیات پر "بېپایه جګړې" وانهوړي.
هغه زیاته کړې وه د دوی موخه دا ده چې د ایران د توغندیو، سمندري ځواکونو او نورې امنیتي زېربناوې لمنځه یوسي.
وروستی, د امریکا پوځ د ایران بریدونو کې د خپل څلورم سرتېري مړینه هم تایید کړه
د امریکا پوځ مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) وايي، یو بل سرتېری یې هم چې د ایران بریدونو کې ټپي شوی و، مړ شوی دی.
د امریکا پوځ تېره ورځ د ایران بریدونو کې د خپلو درېیو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی او ویلي وو چې ۵ نور سخت ژوبل شوي دي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یکشنبه د درېیو امریکايي سرتېرو د وژل کېدو له تایید وروسته وویل، خلک باید د نورو امریکايي سرتېرو احتمالي مرګژوبله ته هم چمتو اوسي.
ایران هم د امریکا او اسرائيل د بریدونو ځواب کې په سیمه کې د امریکا پر پوځي اډو او متحدانو بریدونه جاري ساتلي.
متحدو ایالتونو تر اوسه دا نه ده مشخصه کړې، دغو سرتېرو ته یې دقیقآ کله او کوم ځای مرګژوبله اوښتې.