تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټرمپ: هېلیري کلنټن "درغله" ده او پلویان یې "پښېماني پېري"
د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو ډیموکراتې نوماندې هېلیري کلنټن یو ځل بیا پر خپل سیال نیوکو ته مخه کړې او هغه یې (بدماش) بللی دی.
اغلې کلنټن ویلي، ښاغلی ټرمپ د مېرمنو د "ځورولو، سپکولو، پر هغوی د تيري او ناوړه چلند" ۳۰ کلن تاریخ لري.
مېرمن کلنټن په فلوریډا ایالت کې وویل: "وګورئ ټرمپ څه کارونه کوي، تل ښځې بدې بولي، هغوی خنځیرې بولي، اندامونو ته یې له یو تر لسو نومرې ور کوي".
دا په یوه اونۍ کې څلورم ځل دی، چې هېلري کلنټن د امریکا حساس ایالت فلوریډا ته ځي.
مېرمن کلنټن په دې ناسته کې د دریځ په سر د نړۍ د ښکلا پخوانۍ ملکه الیشیا ماچاډو هم وستایله او دا هغه ښځه ده چې له چاغښت وروسته ډونلډ ټرمپ "خېټو ملکه" بللې وه.
خو اغلې کلنټن د نوموړي دې خبرو ته په اشارې وویل: "بېرته لومړني ښوونځي ته لاړ شه، ځکه دا ښه نه ده چې خلکو ته سپکاوی کوې".
مېرمن ماچاډو هم په دې ناسته کې له ښځو وغوښتل چې ډونلډ ټرمپ ته رایه ور نه کړي.
له بلې خوا د امریکا ولسمشر بارک اوباما د اوهایو ایالت په کلمبوس ښار کې د مېرمن کلنټن د پلویانو په غونډه کې ګډون وکړ.
ښاغلي اوباما د مېرمن کلنټن د خبرو په غبرګولو سره وویل، ښاغلي ټرمپ خپل ډېر عمر کې ښځې یواځې " د خنځیر، سپي او بد" په نومونو سره بللې دي.
د هغه په خبره، ډونلډ ټرمپ د امریکا د ولسمشرۍ لومړنی نوماند دی چې د خپلې مالیې د مخینې له خپرولو یې ډډه کړې ده.
په دا مهال ښاغلي ټرمپ مېرمن کلنټن "درغله" بللې او ویلي یي دي "د امریکا د روغتیا خوندیتوب به د تل لپاره له منځه یوسي"
هغه د کلنټن پلویان "پښېماني پېرونکي" وبلل او زیاته یې کړه، چې دوی په څلورو ایالتونو کې خپله رایه بدلولی شي.
نوموړي له خپل مرستیال مایک پننس سره په ویسکانسین کې د امریکا د روغتیا نوی قانون چې په "اوباماکر" پېژندل کېږي یو "ناورین" وباله او ویې ویل، که ولسمشر شي، سملاسي به دا قانون لغوه کړي.
د ډونلډ ټرمپ او هېلیري کلنټن ترمنځ دا ناندرۍ په داسې مهال دي چې ټاکنیزې هڅې وروستۍ اونۍ ته ننوتلې او شمېرې ښيي چې د دواړو ترمنځ سیالي ډېره سخته شوې ده.