تري تم شوی پاکستانی مدني فعال کور ته ستون شو

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې ځايي پولیس وايي، مدني فعال او بلاګ لیکونکی سلمان حیدر، چې څو ورځې مخکې تري تم شوی و، بېرته کور ته ستون شوی دی.

د ښاغلي حیدر کورنۍ هم منلې، چې هغه کورته رسېدلی او وايي روغتیا یې ښه ده.

سلمان حیدر د پوهنتون استاد دی، د بشري حقونو لپاره فعالیت کوي او پر ټولنیزو مسایلو د شاعرۍ له کبله یې شهرت موندلی. نوموړی د روانې میاشتې په شپږمه نېټه پلازمېنه اسلام اباد کې تري شوی و.

د هغه له ورکېدو وروسته د پاکستان لر او بر کې مظاهرې وشوې او له حکومته د هغه موندنې لپاره د اقداماتو غوښتنه وشوه.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان پولیسو ته امر کړی و، چې د ښاغلي حیدر د موندلو لپاره لاس پر کار شي.

پولیسو ته د ورکړل شوې عریضې له مخې سلمان حیدر د جنورۍ پر شپږمه شپه د اسلام اباد بني ګاله سیمه کې له ملګرو سره و او مېرمنې ته یې ویلي و، چې د شپې تر اتو بجو به کورته ورسېږي، خو وروسته د نوموړي له ګرځنده ټیلیفونه د هغه کورنۍ ته لیکلی پیغام ورسېد، چې باید د هغه ګاډی له کورال نومي څلور لارې کورته ورسول شي.

سلمان حیدر په فاطمه جناح پوهنتون کې له استادۍ مخکې ډرامې لیکوالۍ، خبریالي او تیاتر برخه کې هم فعالیتونه کړي.