ټرمپ له قطر سره د عربي هېوادونو پرېکون د خپل سفر پايله بللې

سعودي عربستان

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، ښاغلی ټرمپ دوې اونۍ مخکې له هېواده بهر په خپل لومړي سفر کې سعودي عربستان ته لاړ او له ترهګرۍ سره د مبارزې یوه مرکز پرانیسته کې یې برخه واخیسته.

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ له قطر سره د سعودي عربستان او یو شمېر نورو عربي هېوادونو د اړیکو پرېکون هرکلی کړی دی.

نوموړي ویلي: ښايي دا د ترهګرۍ پای ته رسولو پېلامه وي.

ښاغلي ټرمپ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي:

''ډېره ښه ده، چې سعودي عربستان ته د سفر او د هغه هېواد له پاچا او ۵۰ نورو هېوادونو له مشرانو سره لیدنه دومره ژر ګټوره ثابتیږي. دوی ویلي و، له سخت دریځۍ سره د مالي مرستو مخه به په سختۍ سره ونیسي او ټولې اشارې د قطر لوري ته وي، ښايي دا د ترهګرۍ وحشت پای ته رسولو لپاره پېلامه وي. ''

سعودي عربستان، مصر، متحدو عربي اماراتو، بحرین او ځینې نورو هېوادونو له قطر سره دیپلوماتیکي اړیکي پرې کړي دي.

دغه راز یو شمېر عربي هېوادونو له قطر سره د تګ راتګ ټولې ځمکنۍ، هوايي او بحري لاري تړلې دي. سعودي عربستان او یو شمېر نورو هېوادونو پر قطر تور پورې کړی، چې د اخوان المسلمین، حماس او داعش مالي ملاتړ کوي.

سعودي عربستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ښاغلي ټرمپ ریاض ته خپل سفر کې د قطر له امیر شیخ تمیم بن حماد سره هم لیدلي و

قطر ویلي د اوس لپاره له ځوابي دريځ څرګندولو او یا دغو تورونو ته له ځواب ویلو ډډه کوي. ښاغلي ټرمپ ویلي:

''منځني ختیځ ته سفر کې مې اعلان وکړ، چې نور باید د سخت دريځۍ د مالي ملاتړ امکانات نه وي 'له هغه وروسته ' د 'سیمې ' مشرانو د پړې ګوته قطر ته ونیوه. ''

ښاغلی ټرمپ دوې اونۍ مخکې له هېواده بهر په خپل لومړي سفر کې سعودي عربستان ته لاړ او له ترهګرۍ سره د مبارزې یوه مرکز پرانیسته کې یې برخه واخیسته.‎