تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اماراتو د تنباکو او څښاک توکو مالیه دوه برابره کړه
عربي متحده اماراتو د تنباکو او انرژي لرونکو څښاک توکو مالیې دوه برابره کړي دي. د اماراتو حکومت وايي هیله لري چې د بيو لوړوالی به د ناصحي توکو له مصرفولو خلک راوګرځوي.
خو شنونکي وايي، عرب متحده امارات غواړي په دې کار سره د تېلو د ټيټو بیو له امله د حکومت په عوايدو کې رامنځته شوې تشه ډکه کړي.
که څه هم پر انرژي لرونکو څښاک توکو مالیه سل سلنه لوړه شوې، خو هغه څښاک توکي چې ډېر شکر لري، مالیه یې ۵۰ سلنه لوړه شوې ده.
له دې سره د فارس خلیج په هېوادونو کې متحده عربي امارات دویم هېواد دی چې له سعودي عربستان وروسته پر تنباکو او ګاز لرونکو څښاک توکو مالیه لوړوي.
سعودي عربستان هم د سږ کال په اوړه کې پر ګازلرونکو څښاک توکو او تنباکو مالیه سل سلنه لوړه کړه.