تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان کې ډېرې واورې ۷۰ کلن ریکارډ مات کړ
- Author, ثنا اصف
- دنده, بي بي سي اسلام اباد
د پاکستان مختلفو سیمو کې سږ کال یخ موسم کې له ۵۰ سلنې ډېر ورښت او باران له ۲۵ تر ۳۰ سلنې ډېره یخني پیدا کړې ده، چې له امله یې د تربېلا او منګلا په ګډون ډېمونو یا برېښنا بندونو کې اوبه له اندازې ډېرې شوې دي.
د پاکستان د هواپوهنې یوه چارواکي ډاکتر حنیف بي بي سي ته وویل، ملاکنډ، هزاره ډیوېژن، مري، ګلګت بلتستان او د پاکستان واک لاندې کشمیر کې ۲۲،۵ اېنچه واوره ورېدلې او مارچ کې به د یخ موسم تر پای ته رسېدو تر ۵۰ اېنچو ورسېږي.
دې یخنۍ که ولس تر څه بریده اندېښمن کړی، خو د اقتصاد لپاره ګټوره بلل شوې او له امله یې سیندونو کې د اوبو ډېرېدلو هیله شته.
ویل کېږي تېر کال پاکستان کې ۷۰ سلنه کم ورښت شوی و.
تېرو څو کلونو کې د لږ واورې له امله د یخنۍ موسم هم کم شوی و، خو سږ کال دا موسم ډیسمبر کې پیل شوی او د مارچ تر نیمايي دوام ولري.
د یخ موسم ډېرېدلو وجه څه ده؟
د پاکستان د هوا پوهنې اداره وايي، د دې یخ موسم ډېرېدلو یوازنی لامل نړیواله تودوخه نه ده.
هغه وايي، چې دا نادود بدلون نړۍ کې د اوزون د بدلون له امله ده، چې ټوله نړۍ کې یې موسم اغېزمن کړی دی.
د پاکستان د هوا پوهنې پخوانی مشر ډاکټر غلام رسول وايي، چې سږني یخ موسم کې پر غرونو واورې ورېدلو د تېرو ۷۰ کلونو ریکارډ مات کړ.
سږنی یخ له پخواني څه توپیر لري؟
ډاکټر حنیف وايي، تېرو څو کلونو کې یخ موسم ډېر کم و، خو سږ نه یوازې ټول پاکستان کې یخ موسم اوږد دی بلکې سخت هم دی.
له دې مخکې به د یخ موسم اوږدوالی له دوو تر دریو اونیو و، خو سږ کال له اوو اونیو راهیسې روان دی.
کراچۍ کې چې یخ موسم دوه اونۍ وي دا ځل پنځو اونیو ته غځېدلی دی.
پسرلی به کله وي؟
ډاکټر حنیف وايي، د پاکستان سوېلي سیمو لکه سیند او بلوچستان کې به پسرلی د پرورۍ دریمه اونۍ او سوېلي پنجاب او د پښتونخوا سوېلي سیمو کې به د پرورۍ څلورمه اونۍ کې پیل شي.
د لاهور او د اسلام اباد په ګډون د پاکستان لوړو سیمو کې به پسرلی د مارچ لومړۍ اونۍ کې پیل شي، خو شمالي سیمو کې به د اپرېل وروستۍ اونۍ کې پسرلی شي.
لږ تر لږه تودوخه؟
د پاکستان هوا پوهنې اداره وايي، ۱۶ کاله وروسته به بیا سکردو کې د تودوخې کمه درجه منفي ۲۰ سانتي ګراد وي او شمالي سیمو کې به له صفر ټیټه شي.
دا اداره زیاتوي چې پر پاکستان سربېره ممکن نوره نړۍ کې هم یخ موسم اوږد شي.