کینیا کې عالي محکمې امریکا ته د ظاهر قدیر د سپارلو پرېکړه تائيد کړه

ظاهر قدیر

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, حفیظ الله معروف
    • دنده, بي‌بي‌سي
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

له کینیا رپوټونه وايي، چې د افغانستان د ولسي جرګې د پخواني غړي ظاهر قدیر په اړه د کینیا په پلازمېنه نایروبي کې عالي محکمې هغه پرېکړه تائید کړ چې نوموړی دې امریکا ته وسپارل شي.‌

پر ظاهر قدیر په نیویارک کې د ادارو له لوري د نشه يي توکو د قاچاق او د وسلو د ناقانونه ساتنې په تور لګېدلی. خو د نوموړي وکیل او کورنۍ دغه تورونه سیاسي‌ بللي دي.‌

نن (چارشنبه د اپریل ۲۲مه) قاضي الکزاندر مټېټیو په خپل پرېکړه کې وویل چې دی د ابتدايي محکمې هغه پرېکړه "قانوني" ګڼي او تائیدوي یې چې له مخې یې ښاغلی قدیر "امریکا ته سپارل کېږي."

د دې پرېکړه د اعلان پرمهال ښاغلي قدیر هم د محکمې په تلار کې ناست و.

ابتدايي محکمې په خپله پرېکړه کې ویلي و، ‌د امریکا استازي هغه هېواد ته د ښاغلي قدیر د سپارلو شرایط برابر کړي دي.

خو د هغه وکیلانو په خپله دفاعیه کې ویلي و چې د امریکا او کینیا ترمنځ د بندیانو د استولو هوکړه نشته او بل دا چې پر ښاغلي قدیر لګېدلي تورونه "سیاسي بڼه" لري.

قاضي مټېټیو د پرېکړه د اعلان پر مهال وویل، د "نړیوال اصولو له مخې هغه [ظاهر قدیر] امریکا ته سپارل کېدای شي." د ده په ټکو که کینیا له امریکا سره دوه اړخیزه تړون نه لري، خو د نړیوالو منل شویو قواننیو له مخې د بندیانو استول شته.‌

سترې محکمې ته تګ

د ظاهر قدیر وکیل له دغې پرېکړې وروسته بي‌بي‌سي ته ویلي، دوی به د پرېکړې پر ضد سترې محکمې ته عریضه وکړي. د ښاغلي قدیر وکیلانو ته یوه میاشت وخت ورکول شوی چې د سترې محکمې لپاره خپل دلایل وړاندې کړي.‌

د ولسي جرګې دغه پخوانی غړی د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې نایروبي کې له یوه هوټله نیول شوی و.‌

بي بی سي ته ویل شوي پر ظاهر قدیر دغه تورونه د ۲۰۲۴ کال د نومبر او ۲۰۲۵ مارچ اړوند دي. تېر کې داسې انګېرل کېده چې ښايي پر هغه افغانستان کې د امریکا د حضور مهال تورونه پورې شوي وي. خو دا لا روښانه نه ده چې د قاچاق تورونه پر ښاغلي قدیر افغانستان کې دننه او که بهر لګول شوي دي.

ظاهر قدیر پر افغانستان د امریکا له پوځي برید وروسته ننګرهار کې د امریکا په ملاتړ فعالیتونه کول، پلار یې حاجي قدیر یو مهال د ننګرهار والي او بیا د فواید عامې وزیر و چې د ۲۰۰۲ کال په جولای کې کابل کې د نامالومه وسله والو په برید کې ووژل شو.

د پلار له مرګ وروسته ظاهر قدیر چې پخوا یې پوځي او امنیتي دندې ترسره کړې وې ولسي او سیاسي فعالیتونو ته مخه کړه. نوموړي په پارلماني ټاکنو کې له ننګرهاره ولسي جرګې ته نوماند له بریا وروسته د ولسي جرګې د مرستیالۍ څوکۍ ته هم ورسېده.

په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره هغه افغانستان کې پاتې شو او نورو ډېرو سیاستوالو په څېر له هېواد ونه ووت.