د ایران نوی روحاني مشر: د هرمز تنګي بندول به روان وساتو
د ایران نوی روحاني مشر: د هرمز تنګي بندول به روان وساتو
د ایران دولتي ټلوېزیون له لارې په خپره شوې اعلامیه کې چې نوي روحاني مشر ته منسوبه بلل شوې، ویل شوي ایران به د هرمز تنګي- چې د نړیوالو بېړیو لپاره مهمه سمندري لاره ده – بندول همداسې دوامداره وساتي. مجتبی خامنهيي د مارچ له اتمې راهیسې، له هغه وخته چې د خپل پلار ځای ناستی شوی، په عام محضر کې نه دی لیدل شوی. داسې ګومانونه هم شته چې ښايي ټپي شوی وي یا ان وژل شوی وي، خو تر اوسه په دې اړه کره معلومات ډېر محدود دي.



