بغداد کې د امریکا پر سفارت برید

د ویډیو تشریح، بغداد کې د امریکا پر سفارت برید
بغداد کې د امریکا پر سفارت برید

رویټرز خبري اژانس وايي، د عراق پلازمېنه بغداد کې د امریکا پر سفارت د توغندي برید شوی چې پایله کې یې په ودانۍ کې اور لګېدلی دی. رویټرز وايي، د عراق امنیتي چارواکو ورته دا خبر تایید کړی، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.‌

د فرانسې خبري اژانس بیا د سرچینو په حواله ویلي، چې بغداد کې د امریکا سفارت ودانۍ د ډرون برید کې په نښه شوې. د اې‌اېف‌پي په وینا دا برید تر هغې لږ وروسته شوی چې د عراق پلازمېنه کې په هوايي بریدونو کې د ایران پلوه ملیشې دوه وسله‌وال ووژل شول.