د ۲۰۲۶ کال تر ټولو اوږدې روژې به په کومو سیمو کې وي؟

Three thousand fasting people break their fast together in Dhaka, Bangladesh, on 21 March 2025. They are viewed from above as they sit at long tables lined with red cloths.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د بنګله‌دیش پلازمېنه ډاکه کې مسلمانان یو ځای روژه ماتی کوي
    • Author, بي‌بي‌سي نیوز افریقا
  • د لوستلو وخت: 6 دقیقې

د مسلمانانو سپېڅلی میاشت رمضان، یا روژه سږکال سې‌شنبه د فبرورۍ ۱۸مه له ماښام وروسته پیلېږي، خو دا د نړۍ لروبر د هېوادونو له موقعیت سره تړاو لري.

د روژې میاشتې د پیل نېټه هر کال ځکه بدلېږي چې حساب یې له عقیدوي اړخه د سپوږمۍ د دورو له مخې کېږي.

عمومآ د رمضان میاشت له یوه کاله بل ته ۱۱ ورځې مخکې پیلېږي.

جغرافیه او فصلونه پر روژې څه اغېزه لري؟

Muslims perform their Eid al-Fitr prayers at the Grand Mosque, in Mecca, on 21 April 2023. People dressed in white surround the Kabbah - the large black and gold column in the centre of the outdoor compound. Other people in various coloured clothing surround them.

د عکس سرچینه، Saudi Press Agency via Reuters

د عکس تشریح، ګڼ شمېر مسلمانان تر روژې وروسته د اختر لمانځه لپاره د مکې مکرمې حرم ته ورځي

دا چې اوس په سویلي نیمه کره کې دوبی دی، نو ورځې اوږدې دي او دا په دې معنا ده چې د روژې نیولو وخت هم اوږد وي.

برعکس، په شمالي نیمه کره کې بیا ژمی دی، نو د ژمي له لنډو ورځو سره د روژې نیولو وخت هم د اوړي پرتله کم وي.

ورځې او رڼا له یوې سیمې بلې ته څو ساعتونه توپیر لري، داسې چې په دوبي کې ورځې او په ژمي کې شپې اوږدې وي.

څومره چې سیمې د استوا له کرښې لېرې پرتې وي، دا توپیر پکې په هماغه انداز زیات دی.

د بېلګې په توګه، د چلي په پوېرتو ویلیامز کې به، چې ډېر وخت د نړۍ تر ټولو سویلي ښار ګڼل کېږي، د رمضان میاشتې پیل کې روژه د سهار له شپږ نیمو د شپې تر نهو بجو پورې وي، چې ۱۴ نیم ساعته کېږي.

Plaza Bernardo Ohiggins in Puerto Williams on a bright day with clouds in the blue sky. Multi-coloured houses are at the end of a street with grassy borders. Blue houses are behind them, on a hillside and higher up the slope are white and brown houses. A sign saying "Plaza Bernando Ohiggins" is in the foreground.

د عکس سرچینه، Posnov / Getty Images

د عکس تشریح، د چلي پوېرتو ویلیامز کې د ۲۰۲۶ کال د پیل روژې ۱۴ ساعتونو اوړي

خو د ناروې په لانګییربین ښار کې به بیا، چې معمولاً د نړۍ تر ټولو شمالي ښار یا دایمي مېشت ځای بلل کېږي، د دې سپېڅلې میاشتې د پیل ورځو کې، روژه د سهار له ۱۰:۵۰ څخه د غرمې تر ۱۳:۳۰ پورې تر دریېو ساعتونو هم لنډه وي.

خو دا چې ورځې اوږدېږي، نو دغلته ته به سږنۍ وروستۍ روژه نږدې ۱۳ ساعته وي.

د داسې سیمو مسلمانان، چې د شپې او ورځې وختونه پکې ډېر زیات بدلېږي، اکثرآ د مکې مکرمې د وختونو پیروي کوي.

Green, red, orange and yellow buildings with pitched roofs covered in snow on a snowy hilly. A ski lift is higher up a snow-filled mountain behind them. The sky is bright white.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ناروې لانګییربین کې به سږ کال د روژې پر مهال ورځې تر ۳ ساعتونو هم لنډې وي

د نړۍ په شمال کې، تر ټولو اوږدې روژې هغه وخت وي چې روژه د جون د ۲۱مې شاوخوا راشي او تر ټولو لنډې بیا هغه مهال وي، چې دا سپېڅلې میاشت د ډسمبر ۲۱مې ته نږدې پیل شوې وي.

په سویل کې بیا خبره برعکس ده.

رمضان میاشت چې هر څومره ډسمبر ته ورنږدې کېږي، روژې اوږدېږي، خو څومره چې د جون پر لور حرکت کوي، هماغومره لنډېږي.

روژه چېرته څو ساعته ده؟

بي بي سي

د عربي نړۍ په ډېرو برخو کې به روژه د ۱۲ او ۱۳ ساعتونو ترمنځ وي. په دې معنا چې د ۲۰۲۶ کال روژه به د تېرو څو کلونو پرتله تر ټولو معتدل فصل کې وي.

په مکې مکرمه کې به د پیل ورځو کې روژه د سهار پر شاوخوا ۶:۵۰ بجو پیل او د ماښام تر ۰۶:۲۰ (۱۱.۵ ساعته) دوام وکړي. خو د میاشتې وروستیو کې به روژه تر یو نیم ساعت اوږده شي.

هغو مسلمانانو لپاره به د پشلمي او روژه ماتي ترمنځ وخت لا اوږد وي، چې د سویلي نیمه کرې په ګڼ مېشتو سیمو کې اوسي.

د ساري په توګه د ارجنټاین پلازمېنه بیونس ایرس کې باید مسلمانان د رمضان پیل کې ۱۳ ساعته او ۱۵ دقیقې روژه ونیسي.

Men and women in traditional clothing sit around a table eating outdoors on a lawn on 30 March 2025. There is an inflatable bouncy installation in the background. Other people are standing around the area and some children are kneeling on the grass. Tall tower blocks are in the background on this bright sunny day, with a blue clear sky.

د عکس سرچینه، Anadolu via Getty Images

د عکس تشریح، بونس ایرس کې مسلمانان د ۲۰۲۵ کال له روژې وروسته په ګډه د اختر خوښۍ لمانځي

د نیوزیلنډ په اکلنډ کې به هم د روژې د پیل وخت همدومره وي.

په دغو دواړو ښارونو کې به د روژې میاشتې تر پای پورې د روژې د نیولو ساعتونه شاوخوا یو ساعت راکم شي.

دا ځکه چې د کال په دې وخت کې په سویلي نیمه کره کې ورځې لنډیږي.

په ډېرو شمالي سیمو کې به د میاشتې په اوږدو کې د روژې ساعتونه په چټکۍ سره توپیر ومومي.

د بېلګې په توګه، د ګرینلنډ پلازمېنه نووک کې به د پیل ورځو کې روژه نږدې ۹ ساعته وي، خو د میاشتې تر پای پورې به ۱۲ ساعتونو ته ورسېږي.

A child stands in a snowy street bathed in red natural light at twilight. They are wearing warm winter clothes and have a bundle on the ground with a rope tied to it. Houses and a streetlight are in the background. The sky is dark.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ګرینلنډ پلازمېنه نووک کې به روژه تر پایه شاوخوا ۳ ساعته اوږده شي

د کال دې فصل کې د روژې ساعتونه په جون یا جولای میاشت کې د روژې را رسېدو پرتله ډېر د مدیریت وړ دي. په جون او جولای کې په لوړ عرض البلد کې د پرتو سیمو ورځې په ډراماتیک ډول اوږدېدای شي.

روژه چې کله د اوړي په دغو اوږدو ورځو کې راشي، نو د ناروې، روسیې او ګرینلنډ په ځینو برخو کې مېشت مسلمانان تر ۲۰ ساعتونو پورې روژې سره مخامخېدای شي.

Golden lights and decorations for Ramadan in bazaar in Sana'a, Yemen. There is a cescent Moon in the background above an image of a mosque with the words Ramadan Mubarak written above it. The outline of a white crescent Moon is in the foreground. Some golden stars are hanging around the area.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، روژه د اسلام له پنځو بناو یوه ده

په شمالي نیمه کره کې به د روژې ساعتونه د تېر کال پرتله یو څه لنډ وي او له یوه کال بل ته د روژې د لنډېدو دا لړۍ به تر ۲۰۳۱ کال پورې دوام وکړي.

البته بلخوا په سویلي نیمه کره کې بیا روژه تر ۲۰۳۱ پورې هر کال اوږدېږي.

مسلمانان ولې روژه نیسي؟

A view of the crescent Moon behind the golden dome of Delhi's Jama Masjid on the eve of Eid al-Fitr on 30 March 2025. The sky is dark blue and the Moon is a thin arc appearing to lie on its back.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډېر مسلمانان دا د عبادتونو میاشت بولي

رمضان میاشت کې روژه نیول د اسلام له پنځو بناو یوه ده. دا ستنې مسلمانانو لپاره د ژوندانه د تېرولو د څرنګوالي بنسټ جوړوي.

روژه پر عبادت سربېره د نفس تزکیې لپاره ده.

شرعي سن ته رسېدلي مسلمانان په دې میاشت کې د لمرخاته او لمر پرېواته ( پشلمي او روژه ماتي) ترمنځ ساعتونو کې خوراک او څښاک نه کوي.

خو اسلام صحت ته د لومړیتوب په ورکولو سره خپل ناروغ لارویان مستثنی ګرځوي.

په دوی کې هغه ماشومان هم شامل دي چې لا بلوغ ته نه وي رسېدلي. همدا راز میندوارې یا شېدې ورکوونکې ښځې، حیض لرونکې مېرمنې، ناروغان او هغه کسان هم له روژې نیولو معاف دي، چې روژه یې روغتیا اغېزمنولی شي.

د لمرخاته او لمرپرېواته وختونو سرچینه: د متحده ایالتونو د سمندري او اتموسفیر ملي ادارې (NOAA) د نړیوالې څارنې لابراتوار

اضافي راپور د سرګي فورکاډا فریکساس، انډریو ویب او ایثار شلبي لخوا