محمد یعقوب مجاهد: یرغلګرو هېوادونو سره هم پخوانۍ ناخوالې او تربګنۍ نه پالو

د ویډیو تشریح، محمد یعقوب مجاهد وایي د خپلو ملي ګټو لپاره ټولې نړۍ سره ښه اړېکي غواړو
د لوستلو وخت: 3 دقیقې

د طالبانو حکومت دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد وايي "ډېر داسې هېوادونه شته چې د افغانستان ناامني خپل امنیت ګڼي."

د نوموړي په وینا دغه هېوادونه "د افغانستان په ضعف کې خپل قوت ویني، هغوی د افغانستان سړک خرابېدل د خپل سړک جوړېدل بولي."

هغه ټینګار وکړ چې تر دې وروسته د افغان وژنې موکه چا ته ور نه کړل شي.

د طالبانو حکومت دفاع وزیر وویل "که د سیمې هېوادونه دي، که ګاونډي هېوادونه دي او که لرې پراته د نړۍ هېوادونه دي، ټولو ته دا اطمنان ورکوو چې افغانستان ستاسو لپاره خطر نه دی، او هیڅکله اجازه نه ورکوي چې خاوره ستاسو په تاوان او ضرر استعمال شي."

د طالبانو حکومت دفاع وزیر ویل، له هېڅ هېواد سره پخوانۍ ناخوالې او تربګنۍ نه پالي او دا چې د نوموړي په وینا "دغه صفحه باید واوړو.‌"

هغه زیاته کړه، د افغانستان بیا ودانولو لپاره د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو هیله لري.

ښاغلي مجاهد وویل "هغو هېوادونو ته چې پر افغانستان یې یرغل کړی، دلته یې وحشتونه کړي، دلته یې اشغالونه کړي دي، زموږ خلک یې شهیدان کړي دی، بیا هم خپلو ملي منافعو ته په کتو، د افغانستان ګټو ته په کتو، هغوی ته هم دا پیغام لرو چې غواړو له تاسره سره پرمختګ ولرو."

د طالبانو حکومت دفاع وزیر دا څرګندونې د سلواغې ۲۶مه پر افغانستان د شوروي د نیواک پای ته رسېدا او د هغوی د وروستي پوځي د وتلو ۳۷ کلیزې په مناسبت د افغانستان ملي راډیو ټلویزون په تالار کې ناستې ته کولې.

محمد یعقوب مجاهد د طالبانو تحریک د بنسټګر او لومړني مشر ملا محمد عمر مجاهد زوی دی، چې د شوروي اتحاد د یرغل پر خلاف جګړه کې یې په سیمه‌ییزه کچه نوم ایستلی او په دې جګړه کې یوه سترګه هم بایللې وه.‌

هغه ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د امریکا په مشرۍ د نړیوال اېتلاف د یرغل پر خلاف هم د مقاومت لار ونیوه،‌ خو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له راستنېدو شاوخوا یوه لسیزه مخکې،‌ ظاهرآ په خپل پټنځي کې د ناروغۍ له کبله ومړ.

د طالبانو حکومت د ریاست الوزار اداري مرستیال عبدالسلام حنفي هم دلته وویل "د شوروي له یرغل بیا تر کورنیو جګړو او وروسته د لوېدیځو هېوادونو له مداخلې سره د افغانستان هرې کورنۍ خپل یو غړی بایللی او خورا کړېدلي دي."

هغه وویل د طالبانو حکومت چارواکي باید پر ولس رحم وکړي او د هغوی درد درک کړي.

ریاست الوزرا

د عکس سرچینه، RTA PASHTO

د عکس تشریح، عبدالسلام حنیفي دا یوه ویاړمنه او نه هېرېدونکې ورځ وبلله

د طالبانو حکومت کې افغانستان راډیو ټلویزون هغو ممثلینو چې د هېواد په بېلابېلو واکمنیو کې یې کار کړی، په دغه ناسته کې د شوروي د پوځيانو د یرغل او د افغان مقاومت اړوندې تمثیلې ټوټې وړاندې کړې.

شوروي ځواکونو په ۱۹۷۹ کال په ډسمبر کې پر افغانستان پوځي یرغل وکړ او د هغه مهال کمونست پلوه واکمن حفیظ الامین په وژلو یې افغانستان کې د جګړې یوه نوې پاڼه پرانیسته.

له دغه یرغل سره میلیونونه افغانان ګاونډيو هېوادونو ته کډوال او د هېواد سلګونه کلي او مېشت ځایونه په هوايي بریدونو کې ویجاړ شول.

د افغانستان له پراخ ولسي مقاومت او نړیوال فشار وروسته، شوروي د ۱۹۸۸ کال د مۍ پر۱۵مه نېټه د خپلو پوځیانو اېستل پیل کړ او د راراوان کال د فبرورۍ پر ۱۵مه وروستی شوروي سرتېری پر امو سیند پورېوت.

له دې سره کابل کې د نجیب الله په مشرۍ واکمن شوروي پلوی رژیم ایله درې کال وپاېد او له پرځېدو سره یې افغانستان کې د واک پر سر خونړۍ کورنۍ جګړه پیل شوه.

د افغان جهادي ډلو ترمنځ جګړو کې د پلازمېنې کابل لویه برخه ویجاړه، ګڼ کسان مړه او ژوبل او لسګونه زره کسان له دغه ښاره وکوچېدل.

کابل

د عکس سرچینه، RTA PASHTO

د عکس تشریح، د سلواغې ۲۶مې په مناسبت غونډې ته د طالبانو حکومت څو نور وزیران او مشران هم ورغلي وو

د طالبانو لومړنی غورځنګ د کورنیو جګړو پر مهال کورنیو جګړو کې د ښکېلو جهادي ډلو پر وړاندې راپورته شو بیا د افغانستان په ډېره ځمکه شاوخوا پنځه کال واکمن و.

د طالبانو اوسنی حکومت په کور دننه د بشري حقونو په ځانګړې ډول د ښځو پر کار او زدکړو د محدودیتونو له امله له سختو نیوکو سره مخامخ او له نړیوالې ډیپلوماسۍ ګوښی پاتې دی، خو هڅه کوي د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره خپلې اړیکې او تعامل ته کار وکړي.

د طالبانو حکومت په اقتصادي ډګر کې تر ډېره د منځنۍ اسیا پر هېوادونو تکیه کوي چې د ړنګ شوي شوروي اتحاد جمهوریتونه وو.

د ۲۰۲۵ کال په جولای کې مسکو په یوه بې ساري اعلان سره د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژاند او په دې توګه روسیه په سیمه او نړۍ کې لومړنی هېواد شو چې د طالبانو حکومت ته یې په رسمي ډول د اړیکو لاس اوږد کړ.