ښارونو کې د مېشتېدو چټکه وده: ملګري ملتونه وايي، له څلور میلیونو ډېر افغانان کورونو ته اړتیا لري

کابل پر غونډۍ کورونه

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, عبدالله الهام
    • دنده, بي بي سي
  • د لوستلو وخت: 6 دقیقې

د ملګرو ملتو د استوګنځیو مرستندویې ټولنې، یو اېن هبیټاټ، ویلي، په روان ۲۰۲۶ کال کې څلور میلیونه او دوه لکه افغانان بېړنیو سرپناوو او د ناخوراکي توکو مرستو ته بېړنې اړتیا لري. دې ټولنې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې سرپنا د ټیکاومن راتلونکي پر لور لومړنی ګام دی او له همدې امله باید دا ستونزه اواره شي.

دا څرګندونې په داسې وخت کې شوې چې په افغانستان کې ښارونه په چټکۍ پراخېږي او د بي بي سي موندنې ښيي چې یوازې د کابل نفوس په لسو کلونو کې څه کم دوه برابره ډېر شوی.

د هېواد درېیمه برخه وګړي په ښارونو کې اوسېږي

د ملګري ملتونو او د افغانستان د حکومت دواړو شمېرې ښیي چې د دغه هېواد شاوخوا درېیمه برخه وګړي دا اوس په ښارونو کې اوسېږي او دا هېواد د نړۍ په کچه له هغو هېوادونو دی چې په چټکۍ پکې د ښارونو نفوس ډېرېږي.

ملګري ملتونه وايي، تر ۲۰۶۰ کاله ښايي د دغه هېواد نیمايي وګړي د ښارونو اوسېدونکي وي.

د طالبانو د حکومت د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، ډېری ښاري نفوس په کابل، کندهار، هرات، مزارشریف او جلال آباد کې مېشت دی.

د بي بي سي موندنې ښیي چې د دغو ښارونو نفوس په تېرو لسو کلونو کې د پام وړ ډېر شوی.

د افغانستان د احصایې او سرشمېرنې د ادارې د تېرو لسو کلونو شمېرې ښیي چې د کابل نفوس په ۲۰۱۵ کال کې له څه باندې درې مېلیونو سږ کال تر پنځه ميلیونه هم لوړ شوی.

د کندهار ښار نفوس لس کاله مخکې شاوخوا پنځه لکه و چې سږ کال نږدې اووه نیم لکه ته رسېدلی.

د هرات ښار نفوس هم په تېرو لسو کلونو کې څه باندې دوه لکه ډېر شوی.

د افغانستان يو ښار

د عکس سرچینه، Getty Images

د ښار ګڼ مېشتېدو څو لاملونه

ملګري ملتونه وايي، جګړې، اقتصادي ستونزې، وچکالي او د اقلیم بدلون او د کډوالو راستنېدنه د ښارونو د پراخېدو عمده لاملونه دي.

د طالبانو د حکومت د کور او ښار جوړولو وزارت ویاند محمد کمال افغان وايي، ښارونو ته لېږدېدونکي وګړي ډېری یې کورنۍ او ځوانان دي او په ښارونو کې د کار، زده کړې، روغتیا او ښه ژوند د فرصتونو په لټه ډېر مېشتېږي.

هغه زیاتوي پر دې سربېره د طبيعي ناورینونو له امله هم کوچېدلي او تر څنګ یې بې‌ځایه شوي او یا راستانه شوي کډوال هم ښارونو ته ځي.

د اټکلونو له مخې په تېرو دوو کلونو کې له ایران او پاکستانه شاوخوا درې نیم مېلیونه کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي چې په ګڼو ولایتونو کې ښارګوټي هم ورته ګوښي شوي.

د ښاغلي افغان په وینا سره له دې چې اوس کليوالي سیمې هم امن دي خو په وروستیو پنځو کلونو ډېر خلک کلیو او بانډو ښارونو ته لېږدېدلي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام یا هبیټاټ ادارې ویاندې سټيفاني لوس بي بي سي ته وویل د اقلیم د بدلون په ګډون د ګڼو لاملونو له مخې د ښارونو دا پراختیا بېسارې ده.

"د افغانستان ښارونه او ښاري مرکزونه په ټول هېواد کې پراخېږي چې دا کرنیزې ځمکې هم لاندې کوي او کلي او ښارګوټي هم چاپېروي.

دا زیاتوي، "خو اوس هم افغانستان تر ډېره کليواله ټولنه ده چې یوازې دېرش سلنه نفوس په ښارونو کې اوسېږي خو دا په چټکۍ بدلېږي. په تاریخي لحاظ د شلمې پېړۍ په نیمايي کې په شلو کې یوازې یو کس په ښارونو کې اوسېده خو تر ۲۰۶۰ کال پورې به نيمايي نفوس په ښارونو کې اوسېږي"

ګڼ وګړيز ښارونه هم ښه او هم بد زېری

ملګري ملتونه وايي، که د ښاري پراختیا دغه بهیر ته چمتووالی ونیول شي او دقیق پلانونه ورته جوړ شي، د پایېدونکي پرمختګ لامل کېدلی شي.

له کلیو ښارونو ته کډواليو او له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو راستنېدنې پر هغو ښاري سیمو فشار لا ډېر کړی چې وار له مخه پکې د ښاري زېربناوو او خدماتو کمی و.

پلازمېنه کابل د نفوس او د ښاري ودې له مخې د افغانستان تر ټولو مهم ښاري مرکز دی چې د ټول ښاري نفوس نږدې ۵۷ سلنه جوړوي.

ښاري ودې ته د پرمختګ د یوه لامل په سترګه کتل کېږي خو که د منظم پلان او چمتووالي له مخې نه وي منفي اغېزې هم لري.

خو ملګري ملتونه او د طالبانو حکومت دواړه دا مني چې داسې پلانونه چې پراخېدونکی ښاري ژوند تنظیم کړي او د منفي پایلو مخه یې ونیسي نه دي جوړ شوي یا محدود او پلي شوي نه دي.

ملګري ملتونه وايي، د افغانستان د ښاري وګړو له شپېته سلنې ډېر په غیررسمي ښاري سیمو یا ناپلان شوو ښاري سیمو کې ژوند کوي چې بنسټیزو اسانتیاوو لکه پاکو اوبو او نورو لومړنیو خدماتو ته لاسرسی نه لري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مېشت‌ځایونو پروګرام یا یو اېن هبیټاټ وایي، د افغانستان د ښاري نفوس له ۶۰ سلنې ډېر خلک په غیر رسمي او بې‌پلانه ښاري ساحو کې اوسېږي چې دې د افغانستان ښاري پراختيا له ننګونو سره مخ کړې او ملکیت يې هم ډېر خوندي نه وي.

دغه بنسټ چې په افغانستان کې یې له دریو لسیزو ډېر کار کړی په افغانستان کې يې ویانده فعال دی ویانده یې سټفاني لوس وايي، په دغو ځایونو کې ډېری نوي مېشتېدونکي له خدماتو هم بې برخې وي.

"[نوو استوګنو لپاره پلان نشته او دا کسان په ډېرو ناسمو شرایطو کې په غیررسمي او غیرپلاني سیمو کې له هر ډول انجنیري طرحو پرته له خدماتو په تشو کورونو کې مېشتېږي. په دغو ځایونو کې نه یوازې د استوګن‌ځای حالت ناوړه دی بلکه خدماتو، بازار او کاري فرصتونو ته به هم لاسرسی نه وي."

افغانستان ته له ګاونډیو هېوادونو د شاوخوا درې نیم مېلیونه بېرته ورستنېدونکي کډوال هم ډېری کورونه نه لري او ډېری یې په بې پلانه ښاري سیمو کې مېشتېږي. ملګري ملتونه وايي، که څه هم حکومت په ډېرو سیمو کې ځمکې ورته ځانګړې کړې، خو د خدماتو، مناسبو کورونو او د ژوند له فرصتونو سره د دغو مېشت‌ځایونو په برخه کې ستونزې شته.

په کابل کې د یو اېن هبیتات ویاندې سټیفاني لوس بي بي سي ته وویل، په دغو مېشت‌ځایونو کې د ژوند نامناسب شرایط او د اساسي خدماتو نشتوالی د خلکو روغتیا ته هم ګواښ پېښوي.

"ډېری بې پلانه مېشت‌ځایونه په داسې ځایونو کې دي چې له خطر سره مخ دي لکه د اقلیمي بدلون اغېزې چې د اوبو شتون او لاسرسی اغېزمنوي. له بلې خوا، دا مېشت ځایونه په هغو سیمو کې دي چې د سېلابونو او ځمکې ښویېدنو له خطر سره مخ دي. په ټوله کې، افغانستان د زلزلې له لوړ خطر سره هم مخ هېواد دی".

د بنسټیزو زېربناوو نشتوالی

کابل کې خلک په کتارونو کې د اوبو لپاره ولاړ دي

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان د ښاري پرمختیا وزارت ویاند کمال افغان وايي، د ښاري کېدو پر مخ یوه عمده ننګونه د بنسټیزو زېربناوو کمزوري ده لکه د فاضلاب د سیستم او نورو خدماتو.

یو اېن هبیټاټ د کابل په ګډون د یو شمېر سیمو کې د ډېرو له خطر سره مخ کورونو د بیارغولو پروژې عملي کړې چې پکې د دغو کورونو خوندیتوب، پرده او مقاومت ډېروي.

اوس چې په افغانستان کې وچکالي هم ډېره شوې، د کابل اوسېدونکي د اوبو کموالي هم وېرولي او ورسره د ښاري پرمختيا د لړۍ په اړه اندېښنې هم ډېرې شوې.

د ښاري پرمختیا پلانونه او وړتیاوو نشتوالی یا محدودیت هم په افغانستان کې د ښارونو د راتلونکي اړوند د اندېښنو لامل دي.

ملګري ملتونه وايي تر ۲۰۵۰ کال پورې به د نړۍ ۷۰ سلنه وګړي په ښارونو کې ژوند کوي چې له دې امله به د نورو ستونزو ترڅنګ د اقلیم د بدلون برخه کې هم لویې ننګونې رامنځ ته شي.

نو له همدې کبله د نړۍ حکومتونه وار له مخه لا د ښاري نفوس د ډېروالي د ستونزو مخنيوي ته پلانونه او ستراتیژۍ جوړوي.

د کور او ښار جوړولو وزارت ویاند محمد کمال افغان بي بي سي ته وویل چې په ښاروالیو کې د کافي اندازې سرچینو نشتوالی هم د دې لامل شوی چې د ښاري پرمختيا پلانونه عملي نشي.

د طالبانو د حکومت د کور ښار جوړولو وزارت وايي، د لویو ښارونو د وړتیاوو لوړولو تر څنګ يې له تېر کاله د وړو بازارونو د ارزونې لړۍ هم پیل کړې چې د نفوس اړتیاوو پوره کولو ته یې برابر کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت ویاند محمد کمال افغان زیاتوي چې دوی اوس له خصوصي سکتور سره په ګډ کار هم هڅې روانې کړې تر څو د دوی د پلانونو د عملي کېدو ډاډ رامنځ ته کړي.

ښاغلی افغان زیاتوي چې وزارت ته يې د ښاري پرمختيا په پلانونو کې د زېربنا پراخول، ارزانه کارونه د چاپېریال ساتنې اقدامات او د بې ځایه شوو اداغام او په ښارجوړونه کې د نوې ټېکنالوژۍ کارول دي.

ښاغلی افغان زیاتوي چې د لویو ښارونو د ظرفیت لوړولو لپاره پلانونه لري او له تېر کال راهیسې يې د منځنۍ کچې او کوچنیو بازارونو د ارزونې لړۍ پیل کړې چې د شته نفوس اړتیاوو ته ځواب وویلی شي.