طارق رحمان د بنګله دېش لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه

د لوستلو وخت: 3 دقیقې

د بنګله دېش پارلماني ټولټاکنو کې له بریا وروسته طارق رحمان د بنګله دېش د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه. ښاغلی رحمان د بنګله دېش منځلاري ملتپال ګوند (بي این پي) مشر هم دی. د دې هېواد نوې کابینې غړي هم لوړې کوي.

د بنګله دېش اقتصاد بیا پر پښو درول او له نژدې یوې نیمې لسیزې وروسته په سمه مانا د ولسواکۍ بېرته فعالول هغه ننګونې بلل کېږي، چې د ماهرینو په اند ښاغلی رحمان به ورسره مخامخ وي.

د لوړې دغه مراسم د بنګله دېش لنډ مهاله حکومت د مشر سلاکار پروفیسر محمد یونس او د ولسمشر محمد شهاب الدین په شتون کې ترسره کېږي.

د بي بي سي بنګله دېش څانګې په رپوټ کې ویل شوي، د دغه هېواد په تاریخ کې لومړی ځل د کابینې د لوړې مراسم په پرانیستې فضا کې ترسره کېږي.

بنګله دېش کې د فبروري په ۱۲مه ټولټاکنې وشوې، چې په کې د بي این پي اتحاد ۲۱۲ څوکیو په ګټلو سره دوه پر دریمه برخه اکثریت ترلاسه کړ او جماعت اسلامي اتحاد یوازې ۷۷ څوکۍ ترلاسه کړې.

د یادونې وړ ده چې په بنګله دېش کې موقت حکومت د ۱۶ میاشتو وروسته واک یو ټاکل شوي حکومت ته سپاري. مشر سلاکار محمد یونس د دوشنبې په شپه په یوه الوداعي وینا کې خپله استعفا اعلان کړه.

د وروستیو ټولټاکنو یوه ځانګړنه دا وه، چې شیخ حسینه او خالده ضیا چې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د دې هېواد په سیاست کې مخکښې وې، په سږنیو ټاکنو کې نه وې.

بي این پي د مخکینۍ لومړۍ وزیرې خالده ضیا ګوند دی، چې د هغې له مړینې وروسته یې زوی طارق رحمان د ګوند اصلي مشر بلل کېږي.

بنګله دېش محکمې شیخ حسینه په غیاب کې د ۱۸ میاشتې مخکینیو مظاهره کوونکو پر ضد د سختو عملیاتو د امر ورکولو له امله مجرمه وبلله او د اعدام په سزا یې محکومه کړه.

یوه بله ځانګړنه بیا په دې ټولټاکنو کې د جماعت اسلامي ګوند ګډون و، چې د عوامي لیګ حکومت په دوره کې پرې بندیز لګېدلی و.

د جماعت اسلامي په مشرتابه اتحاد په وروستیو ټولټاکنو کې ۷۷ څوکۍ ترلاسه کړې، چې ۷ څوکۍ پکې د نېشنل سټیزن ګوند په نامه د محصلینو ونډه ده.

عوامي لیګ ګوند د ټاکنو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستی، ځکه چې دوی پکې ګډون نه شو کولی او جماعت بیا د رایو ورکولو بهیر د شفافیت په تړاو شکونه څرګند کړي دي. دغه راز بي این پي او جماعت یو پر بل د رایو د ناسمې کارونې تورونه هم لګولي دي.

د طارق رحمان لپاره دا د برخلیک یو لوی بدلون بلل کېږي، چې په خپله خوښه یې په تبعید کې ۱۷ کاله په لندن کې تېر کړل، د خپلې مور له مړینې پنځه ورځې مخکې هېواد ته ستون شو او ډېری خلک هغه تر اوسه نه ازمایل شوی ګڼي.