ما خوب کې چیغې وهلې: د سوریې علوي لږکیو ښځې د تښتونې او جنسي تېري کیسې کوي

    • Author, ماريا زيد
    • رپوټ له:, بي بي سي نيوز عربي
  • د لوستلو وخت: ۱۲ دقیقې

په دې راپور کې د تښتونې او جنسي تاوتریخوالي یادونې شوې او ممکن منځپانګه یې ځینې لوستونکي خواشیني کړي.

یادونه: د هغو قربانیانو او د هغوی د کورنیو نومونه چې له بي بي سي سره یې خبرې کړي، د هغوی د محرمیت د خوندیتوب په خاطر د دوی په غوښتنه بدل شوي.

رامیا د اللاذقية په یوه کلي خپل کور کې د یوې مېلې لپاره خواړه چمتو کول. هغې د دې لپاره ټول هغه څه چمتو کړي وو چې د کلي په یوه کرنیزه سیمه کې د چکر لپاره اړین وو. هغې بي بي سي ته وویل، ورځ لا نیمه نه وه تېره شوې، هوا خوندوره وه او بزګران پخپلو کروندو او ځمکو کې پر کارونو بوخت وو. مور او وروڼه مې نژدې په رارسېدو وو، خو ګوري چې یو سپین موټر ودرېد او درې وسله‌وال سړي ترې راکوز شول، ادعا یې کوله دوی د عامه امنیت غړي دي. دا وايي له لنډو نا رسمي خبرو وروسته یې هغه په زور موټر ته وخېژوله.

رامیا وايي: "موټر زموږ د کور برعکس خوا ته روان شو او بیا له کلي ووتلو، هماغه وخت پوه شوه چې تښتوي یې. " هغې زیاته کړه: "زه یې ووهلم، ما ژړا او چیغې وکړې، خو لا ډېره یې ووهلم. یوه یې رانه وپوښتل چې زه سني یم که علوي، کله مې چې وویل علوي یم، نو د مذهب سپکاوی یې پیل کړ."

څو ساعته وروسته، رامیا چې عمر یې له شلو کلونو کم و، د ادلب یوې سیمې ته ورسول شوه- هغه خبره چې هغې د تښتوونکو له خولې اورېدلې وه. هغوی مجبوره کړې وه چې نقاب واغوندي. هغې یوې ځمکتل خونې ته بوتله او ور یې پسې وتاړه. هلته یوه بستره، بالښتونه، شخصي وسایل او یو د سړو کانډم و. هغه په خپه غږ کې وايي: "ما هڅه وکړه چې دا پټ کړم، خو پوهه شوم چې دا به هېڅ مرسته ونه کړي".

رامیا د علوي مذهب له هغو لسګونو ښځو یوه ده چې د بشار اسد د رژیم له پرځېدو راهیسې د تښتونې راپورونه یې خپاره شوي دي. د ۲۰۲۴ له ډسمبر راهیسې د بشري حقونو بېلابېل سازمانونه د دغو پېښو مستندولو هڅه کوي او دا شمېرې له یوې ادارې بلې ته توپیر کوي. د سوریې د ښځو د حقونو یوه ملاتړې ډله، چې له بي بي سي سره یې خبرې کړي، ویلي له ۸۰ ډېرې هغه ښځې ورکې شوې دي، چې دوی د ۲۶ پېښو تښتونې ګواهي ورکړې وه. د دې ډلې په وینا، د ورکو شویو ښځو اکثریت علوي مذهبې دي.

سوري چارواکي د داسې پېښو شتون ردوي او د تېرې نومبر میاشتې په یوه کنفرانس کې یې د تښتونې یوازې یوه پېښه په رسمي ډول ومنله. خو د سوريې د ساحل یوې سیمې یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته وویل د تښتونې پېښې شوې دي او د هغو په اړه تحقیقات پیل شوي او په کې د ښکېلو کسانو له دندو د لیرې کولو په اړه ګامونه اخیستل شوي چې ځینې امنیتي کسان هم په کې دي.

بی بي سي توانېدلې چې د دغو تښتول شویو ښځو او د هغوی د کورنیو پنځه تنه پیدا کړي. ځینې یې د خپلې تښتونې تفصیل او د ورسره شوي تاوتریخوالي کیسه کړې، په داسې حال کې چې د نورو برخلیک لا هم نامعلوم پاتې دی.

"علویانې د اسیرېدو لپاره پیدا شوې دي"

رامیا له دغو ښځو یوه ده، دوه ورځې یې د تښتوونکو منګولو کې تېرې کړې، په دې موده کې یې یو ځل د تېښتې هڅه وکړه او دوه ځله د ځانوژنې. د هغې د تښتوونکي ژبه عربي نه وه. هغې ویلي د هغه بڼه ورته اسیایي ښکاره شوه او فکر کوي هغه له ایغور جنګيالیو و، چې په سوریه کې له اسلامي وسله والو ډلو سره یوځای شوي و. د هغې د توقیف په ځای کې، تښتوونکي له هغې نقاب لرې کړ او عکسونه یې واخیستل او هغې ته یې وویل چې دغه عکس به "امیر ته ولیږل شي او هغه به د هغې برخلیک وټاکي." خو د جنګيالي مېرمن، چې له خپلو ماشومانو سره په هماغه کور کې وه، رامیا ته وویل چې دغه عکس به "د هغې د پلور لپاره د قیمت معلومولو لپاره کارول کېږي."

رامیا وایي هغې د تښتوونکي له مېرمنې وپوښتل چې هغه مخکې څو ښځې تښتولې وې، میرمنې ورته وویل چې "ډېرې" وې. رامیا د تښتوونکي د مېرمنې له خولې وايي چې پر "ځینو یې جنسي تېری کېږي او خپلو کورنیو ته استول کېږي او ځینې یې پلورل کېږي." بی بي سي د پلور پېښې په خپلواکه توګه نه شي تاییدولی، خو څو ژوندیو پاتې شویو ښځې ویلي چې دوی ته ورته ګواښونه شوي دي.

یوه بېرته راستنه شوې ښځه نسمه نومیږي، چې په د عمر درېیمه لسیزه کې به وه او وروسته له هغه خپلې کورنۍ ته راستنه شوې، چې ددې په ټکو "په بشپړه توګه ناهیلې شوې" وه.

نسمه باور لري چې هغه هم د لاذقیه له کلیوالې سیمې وتښتول شوه او ادلب ته یووړل شوه. خو د هغې تښتوونکي سوریایان وو، نه بهرني جنګيالي، لکه چې هغې وروسته څرګندونو کې ویلي.

نسمه وایي هغې اوه ورځې په یوه لویه خونه کې تېرې کړې، چې لوړې کړکۍ یې درلودې، او داسې ځای ورته د یوې صنعتي ودانۍ په څېر ښکاره شو، چې درېیو کسانو به هره ورځ له هغې د کلي د خلکو په اړه پوښتنې کولې او کتل به یې چې ایا له پخواني رژیم سره اړیکه لري که نه. هغه زیاتوي چې هغوی ورته د مذهب د سپکاوي خبرې کولې او وایي: "علویانې ښځې د اسیرېدو لپاره پیدا شوي." نسمه وايي د هغې تښتوونکو څو ځله پرې جنسي تېري کړي. هغې زیاته کړه: "هغه څه چې ما یوازې په ذهن کې لرل، هغه مړینه وه. زه به ومرم او زما ماشوم به مور ونه لري."

لین هم، یوه ځوانه چې له شلو کلونو کمه وه، د مور په وینا یې، هره ورځ وهل کېده، په وسلې ګواښل کېده او له جنسي تېریو سره مخ شوه. د لین مور وايي، د لور تښتوونکي یې هېڅکله له خپل مخ مول لیرې نه کړ او په روانه عربي ژبه نه شو غږېدلی، "هغه بهرنی جنګيالی و". مور زیاتوي چې دغه کس به هره ورځ د هغې لور ته خواړه راوړل او څو ساعته به هلته پاتې کېده او د سوریې ساحلي سیمو کې یې پر قتلونو ویاړ کاوه او علویان به یې ښکنځل.

د لین مور زیاتوي: "هغه زموږ لوڼې د بدلمنو په نامه یادولې، ویل یې چې دوی د خدای عبادت نه کوي"، خو کله چې لین د دین په اړه ورسره خبرې وکړې، مور وایي چې "د هغه نظر بدل شو" او له لین سره یې په مهربانۍ چلن پیل کړ.

پلان شوې تښتونې؟

د تښتول شویو ښځو شهادتونه دا پوښتنې راپورته کوي چې د تښتونې موخه څه وه او آیا قربانیانې واقعاً د "اسیرانو" په توګه نیول شوي، که دا یوازې جلا جلا جرمونه وو.

څېړونکی او لیکوال حسام جزماتي چې اسلامي ډلې څاري باور لري چې د تښتول شویو ښځو د "اسیرانو" په توګه یادول یوازې "بد اخلاقۍ، ټوکې او لفظي ترهونه" ده او دا مستثنی ګڼي چې ښځې واقعاً د "اسیرانو" په توګه نیول شوې وي.

جزماتي، چې په ترکیه کې اوسي، وايي: "(اسارت) یو نظام لري، محدودیتونه، بڼه او میکانیزمونه لري او څرګنده ده چې دلته منظم اسارت نه دی، بلکه د تښتونې، جنسي تېریو او تاوان غوښتنې پېښې دي. " هغه زیاتوي چې "ذهنيت یوه مشخص لوري ته منظم پلان نه لري، خو په کې دیني، د ټولوژنې، جهادي او همدارنګه تجاوزي او ظالمانه غوښتنې ګډې دي."

خبریال او د بشري حقونو فعال یامن حسین، چې په جرمني کې اوسي، وايي د هغو ښځو له کیسو چې له تښتونې وروسته بېرته راغلي، ښکاري چې "د تښتونې یو ایډیالوژیک جوړښت شته"، چې د علویانو په "ماتې خوړلو" ګڼلو او د هغوی د ښځو د تښتولو په موخه د سپکاوي لپاره جوړ شوی دی. یامن، چې د تښتونو پېښې مستندوي، زیاتوي چې د تښتونې دقیقې موخې معلومول تر هغه ستونزمن دي چې عاملین نه وي محاکمه شوي .

د سوریې د ښځو د حقونو ډلې (لوبي) وايي، مستندې شوې ګواهۍ "ښيي چې په ډېرو پېښو کې سخت دیني ایډیالوژيک اړخ شته". دوی بی بي سي ته ویلي چې ځینې ژوندي پاتې شوې ښځې داسې کیسې کړې دي چې "پر دوی د مذهبي اړخونو له مخې سپکاوی شوی او مجبورې شوې دي چې د زور له لارې دیني ښوونې او مراسم مراعات او عملي کړي".

په عمومي توګه، علویان د پخواني ولسمشر بشار اسد ملاتړي ګڼل کېږي، چې هغه هم له همدې مذهب سره تړاو لري، سره له دې چې ډېر یې د سیاسي مخالفت له امله ځورول شوي یا نیول شوي دي. د اسد د حکومت له سقوط وروسته، د هغوی د انتقامي بریدونو وېره زیاته شوې، په ځانګړي توګه د ساحلي سیمو د وژنو او ډله ییزو قتلونو په وخت کې، چې د مارچ په میاشت کې ترسره شول.

د محاسبې غوښتنې

د بښنې نړیوال سازمان د منځني ختیځ او شمالي افریقا د سیمې مرستیاله مشره کریسټین بیکرلي بي بي سي ته وايي د ژوندو پاتې شویو ښځو شهادتونه "هغه ډول تاوتریخوالی ښيي چې یوازې په تښتونې پورې محدود نه دی؛ په ځینو پېښو کې کورنۍ شواهد ترلاسه کړي چې ښيي قربانیان فزیکي تاوتریخوالي سره مخ شوي دي. په درېیو مستندو پېښو کې قوي نښې وې چې تښتول شوې ښځې مجبورې شوې وې واده وکړي، چې په دوی کې لږ تر لږه یوه نابالغه وه."

دغه سازمان وایي کورنیو، په شاوخوا ټولو پېښو کې چې سازمان مستندې کړې دي، د تښتونې راپورونه پولیسو یا امنیتي ارګانونو ته ورکړي، خو هېڅ نوي مهم معلومات یې ترلاسه نه کړل او په تحقیقاتو کې کوم محسوس پرمختګ یې ونه لیده.

بیکرلي بي بي سي ته زیاتوي: "مسؤلین باید محاسبه شي او تاوان ورکړل شي. په دې کې بې پروايي د بشري حقونو سرغړونه ده."

رسمي ردونه

د سوریې د کورنیو چارو وزارت د تېر نومبر په پیل کې د یوې کمیټې د څېړنې پایلې اعلان کړې، چې د دوبي په موسم کې جوړه شوې وه چې د ساحلي سیمو د ښځو او نجونو د تښتونې ادعاوې وڅېړي. وزارت ویلي چې له ۴۲ ادعاوو څخه ۴۱ یې ناسمې ثابتې شوې، لکه څنګه چې د سوریې خبري اژانس (سانا) راپور ورکړی دی.

د وزارت ویاند، نورالدین البابا ویلي چې د ورکېدو پېښو کې له "عاطفي ملګري سره په رضاکاره توګه تښتېدل"، "له دوستانو یا کورنیو سره موقتي ورکېدل"، "له کورني تاوتریخوالي تېښته" یا دروغجنې ادعاوې او نور جنایي جرمونه شامل وو.

بي بي سي د سوریې د کورنیو چارو وزارت سره اړیکه ونیوله، خو وزارت یې په اړه له تبصرې کولو ډډه وکړه. په همدې حال کې، د ساحلي سیمې یوه امنیتي سرچینه، چې نوم یې نه دی ښودل شوی، بي بي سي ته ویلي چې ځینې کسان "بې کنټروله عمل کوي، لنډمهاله تښتونې کوي د مالي تاوان، بې پروايۍ یا شخصي دلایلو له امله"، لکه د افسرانو یا د پخواني رژیم نژدې کسانو څخه غچ اخیستل.

سرچینه زیاتوي چې "ځینې پېښې کشف شوي او اړوند کسان سملاسي له دندې لرې شوي"، خو "ډېرې پېښې ادعا شوې چې تښتونې وې، خو په حقیقت کې دغه کسان پخپله خوښه له کورنو یا سیمې وتلي دي."

وېره او د داستان د بدلولو لپاره "فشارونه"

له تښتونې او راستنېدا وروسته له چارواکو سره د نجونو تجربې توپیر لري. ځینې یې وايي چې هغوی له "همدردۍ او جديت" سره مخ شوي، خو نورې ویلي چې تحقیقات یوازې ظاهري وو او ډېر وخت له "توپیر او سپکاوي" ډک وو.

لین د شپې ناوخته خپل کور ته له تور نقاب سره ورسېده او زړه کې یې د څو اونیو د تښتونې کیسې او د ګڼو ګواښونو یادونه لرل. د هغې مور وايي د هغې له بېرته راګرځېدو وروسته څو غونډې وشوې چې د شهادت ورکولو لپاره یې ګډون وکړ او مور د امنیتي کسانو له خوا "همدردي او توجه" تجربه کړه، خو له څو میاشتو وروسته هم د تحقیقاتو په اړه کوم معلومات نه وو ورکړل شوي.

نسمه، چې ویلي یې وو د هغې تښتوونکي شیخ یوه اونۍ وروسته د هغې د خوشې کولو امر وکړ او هغو له امنیتي چارواکو سره مخ شوه، چې له هغې سره یې د "بې ادبۍ او سپکاوي" چلند کړی و. دا وايي "هغوی وویل هغه تخریبي ډلې پېژني چې زه یې تښتولې وم، خو کله چې د پولیسو څوکۍ ته د دوسیې د بندولو لپاره ولاړم، رانه ویې غوښتل چې خپلې خبرې بدلې کړم او ووایم چې په چکر تللې وم."

بي بي سي ته ویل شوي چې نسمه یوازېنۍ هغه ښځه نه ده چې له تښتول کېدا وروسته د خپلو خبرو بدلولو غوښتنه ترې شوې وه.

بی بي سي هڅه وکړه له یوې بلې ښځې سره اړیکه ونیسي چې له تښتونې وروسته تازه راستنه شوې وه، خو هغې له خبرې کولو ډډه وکړه. هغې ویلي چې له رسنیو سره د خبرو کولو وېره لري، په ځانګړي توګه وروسته له دې چې "د امنیتي ځواکونو له خوا ترې د خپلې کیسې بدلولو غوښتنه شوې" وه، چې هغې رد کړه.

رامیا ویلي له بېرته راګرځېدو وروسته پولیسو ځینې توجه ښودلې، خو کله چې د تښتوونکي هویت معلوم شو، د هغې د کورنۍ پر تیلیفون د تحقیقاتو د تعقیب د زنګونو ځواب بند شو. وروسته کورنۍ ته د نامعلومې سرچینې له لارې ګواښونه وشول، چې په نتیجه کې یې پرېکړه وکړه له هېواده ووځي.

علي، چې شاوخوا دېرش کلن به وي، ښځه یې نُور د کورنۍ لیدو لپاره وتلې وه او بیا تښتول شوې وه، وایي چې د تښتوونکي هویت یې معلوم و او ټول معلومات یې امنیتي ارګانونو ته ورکړل، خو لاهم انتظار کوي. علي په هر تماس کې له بی بي سي سره ډېر غمجن او خواشینی ښکارېده، په یوه تماس کې یې په ژړا وویل:

"زه شپه او ورځ دردېږم، ټول وخت یوازې په ځنګل کې تېرووم، د خپلې ښځې د بېرته راستنېدو لپاره دعا کوم."

ښځه یې څو اونۍ وروسته بېرته راستنه شوه، خو دواړو پرېکړه وکړه چې د هغې د تښتونې شرایطو په اړه معلومات ورنه کړي.

هغه ټپونه چې د بیا رغېدو نه دي

اروپا کې د سوریې د علویانو د ټولنې د بشري حقونو یوه فعال، چې نوم یې نه دی ښکاره شوی، وايي د تښتونې په پېښو کې یوه ګډه ځانګړنه "وړاندې شوې وېره ده چې د قربانیانو او د هغوی د کورنیو په ژوند کې د بېرته راګرځېدو وروسته دوام لري".

دغه فعال، چې پېښې مستندوي، وېره له دې سره تړلې ګڼي چې چارواکو کورنۍ له رسنیو سره له په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د ګواښونو له لارې له اړیکو نیولو منع کوي. هغه زیاتوي چې د دې ډلې څېړنې ښيي چې په وروستیو کې قربانیانو د خپلو تجربو شریکولو کې "زړورتیا" ښودلې، وروسته له هغې چې د کورنیو چارو وزارت څرګندونې وکړې، چې د هغه په وینا "د تښتول شویو ښځو قضیه یې بې ارزښته وښوده". هغه زیاتوي: "خلک احساسوي که دوی د خپلو لوڼو د حق دفاع لپاره غلي پاتې شي، نو څوک به د هغوی تصویر خراب کړي".

سمیه له دې انکار کوي چې د خپلې نابالغې لور په اړه چې د کلي یوه دوکان ته روانه وه تښتول شوې وه، چوپ پاتې شي. هغې بي بي سي ته وویل چې تښتوونکو "زما پر کوچنۍ لور لس ورځې په پرله پسې ډول جنسي تېری کړی". هغې زیاته کړه چې "د تښتول شویو کورنیو په توګه موږ باید له هغه څه منکر نه شو چې رامنځته شوي دي".

یامن حسین باور لري چې د حکومت "انکار" د نورو تښتونو هڅولو ته لار هواروي او د هغه په وینا دا عمومي فضا د "بې حرمتۍ" سبب شوې، چې نورې ډلې یې تښتونې ته هڅولې دي.

حسام جزماتي هم له هغه سره موافق دی او وايي چې "په علوی ښځو تمرکز د دې له امله دی چې د علویانو سیمې بې حرمته شوې دي په بېلابېلو شکلونو". که څه هم هغه بیا هم استدلال کوي چې د تښتونو پېښې منظمې نه دي، هغه زیاتوي چې دا "تکراري پېښې دي، او کېدای شي د دې یوه موخه د مذهب له مخې انتقام وي".

که څه هم نجونې خپلو کورونو او کورنیو ته راستنې شوې، خو وېره یې لا هم نه ده ورکه شوې. هغوی بي بي سي ته وايي چې ژوند یې څومره بدل شوی. ځینې- لکه لین، لاهم په دوامداره اندېښنه کې ژوند کوي، د وره له ټک ټک او کوڅه کې له غږونو وېره لري. نسمه ځان په زیاتېدونکي یوازېتوب کې مومي، په ځانګړي توګه وروسته له دې چې د تښتونې له امله یې واده مات شو. رامیا وویل چې خوب کې یې کابوسونه بلې نړۍ ته بیايي او رواني درملنې ته یې مخه کړې ده، خو "سکون نه مومي".

علي، چې له خپلې ښځې سره بیا یو ځای شوی، بی بي سي ته وايي:

"موږ بوږنېدلي یو او لا هم د تښتوونکي له اغچ اخیستو وېره لرو".

هغه زیاتوي: "موږ باید د قضا او قانون له لارې انتقام واخلو، خو موږ لا هم جرأت نه لرو چې دعوه وړاندې کړو. زه داسې انګېرم چې ګنې حل نه شته".