تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
تهران کې د "فاطمیون" له بیرغونو سره د موټرو کاروان
د ایران تسنیم خبري اژانس له تهرانه د "فاطمیون" له بیرغ سره د موټرونو د کاروان یوه ویډیو خپره کړې ده.
فاطمیون لښکر چې له افغان شیعه وګړو جوړ دی، اصلآ د ایران د قدس ځواک لخوا په سوریه کې د بشار الاسد د حکومت ملاتړ لپاره رامنځ ته شوی و.
پخوا ویل کېدل چې د دغه لښکر غړي "د ایران د تابعیت ورکول کېدو" د ژمنې بدل کې له دې ملېشې سره یو ځای کېږي.
مخکې ځینې ایرانیانو ویلي وو چې په تهران کې د پلټنې چک پواینټونو کې د فاطمیون وسلهوال غړي لیدل شوي دي.
تېرو ورځو کې له عراقه هم د حشد شعبي ملېشې د موټرو څو کاروانونه هم ایران ته ننوتي دي.
د ایران حکومتي سرچینو ویل چې دغو کاروانونو د ایران خلکو ته "بشري مرستې" ور وړې دي.
د تسنیم لخوا خپرې شوې ویډیو کې ښکاري چې د فاطمیون ځینو غړو د حزبالله بیرغ هم پورته کړی دی.