ایراني ځواکونه وايي څلور نورې امریکایۍ الوتکې یې رانسکورې کړې

ایراني ځواکونه وايي څلور نورې امریکایۍ الوتکې یې رانسکورې کړې

ایراني ځواکونه وايي د امریکا د اېف‌۱۵ جنګي جټ د عملې دویم غړي د ژغورنې عملیاتو لپاره ورغلې دوه بلک‌هاک چورلکې او دوه سي‌۱۳۰ ترانسپورتي الوتکې یې په اصفهان کې رانسکورې کړې دي.

تر دې ورمخکې نیویارک ټایمز د امریکا د یوه پوځي چارواکي په حواله لیکلي و چې په دغو عملیاتو کې لسګونو الوتکو او "سلګونو ځانګړو ځواکونو" برخه اخیستې وه او دا چې له تخنیکي ستونزو سره مخامخ شوې دوه ترانسپورتي الوتکې یې له دې کبله پخپله الوځولې چې د ایرانیانو لاس ته ورنه شي.

‌د یادونې ده چې د امریکا ولسمشر ډونلډ‌ټرمپ نن اعلان وکړ چې د اېف۱۵ جټ د عملې دویم غړی هم ژغورل شوی او په دغو عملیاتو کې د هغه په وینا ان یوه امریکايي ته هم مرګژوبله نه ده اوښتې.

دغه اېف۱۵ جنګي جټ د جمعې پر ورځ ایران کې وېشتل شوی او پیلوټ یې لا مخکې ژغورل شوی و.