تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ماشوم روزنه کې نرمي تر کومه بریده اړینه ده؟
- Author, جياسي بي-هيبرت
- دنده, بي بي سي نيوز
- د لوستلو وخت: 5 دقیقې
د کورونا وبا له امله د بندیزونو پر وخت، کیلي میډینا اینوس د خپل کوچني ماشوم د چلند له امله له ستونزو سره مخ شوه. کیلي وايي: "هغه وهل کول او سمې چیغې به یې وهلې. له ما بیخي لار ورکه وه، تردې چې په ټیک ټاک کې مې د 'نرمې روزنې' (Gentle Parenting) په اړه یو څه ولیدل."
دودیزه روزنه ماشوم ته د سزا ورکولو پر اصل ولاړه وه، خو نرمه روزنه پر یوه متوازن چلند تمرکز کوي چې د سموونو (ډیسپلین) او عاطفي ترمنځ اړیکه جوړوي. د "نه"، "بس کړه" او "مه کوه" په څېر د مخنیوي تورو پر ځای، باید پام پر دې وي چې ماشوم څه وکړي. د بېلګې په توګه، د دې پر ځای چې ووایو "خاپوړې مه کوه"، وایو چې "پخپلو پښو وګرځه".
د روزنې او ارواپوهنې په برخه کې څېړونکې سارا اوکویل سمیټ وايي، په نرمه روزنه کې موږ له خپلو ماشومانو سره هغه څه کوو، چې هیله مو درلوده زموږ مور او پلار یې په ماشومتوب کې له موږ سره وکړي. سارا یادونه کوي چې "نرمه روزنه د دې معنا نه لري چې ماشوم ته ټول چاکلیټ او ایسکریم ورکړو، بلکې دا له ماشومانو سره په درناوي او شفقت چلند کولو او هغوی ته د داسې سزا نه ورکولو لاره ده چې هغوی په خپله د خپلو کړو له امله د ډېر بدوالي احساس ونه کړي."
کیلي، چې د ماشومانو د روزنې رسمي روزونکې ده، پرېکړه وکړه چې د نرمې روزنې لاره تجربه کړي. هغه وايي چې نه پوهیده د استبدادي او د زور کارولو پرته د ماشومانو د روزنې نورې لارې هم شته، "ځکه خو ما دا خوښه کړه او هغه څه یې راکړل چې ما غوښتل"، هغې ټینګار وکړ چې د نرمې روزنې په اړه ډېر وخت ناسم پوهاوی کېږي. کیلي هغو خبرو ته اشاره کوي چې پر خواله رسنیو د نرمې روزنې په اړه خپریږي، لکه دا چې دا یوازې له ماشومانو سره نرمي ده او هیڅ نظم او حدود پکې نشته. خو کیلي وايي چې د دې برعکس، په نرمه روزنه کې ډیر څه شته.
که څه هم د نرمې روزنې طریقه پر انټرنیټ طبیعي او اسانه ښکاري، خو په عمل کې دومره اسانه نه ده د هغې په وینا: "ما د هرې کلمې په اړه چې ویل مې، فکر کاوه او بیا به مې پرې ژور سوچ کاوه. مورتوب زه د ستړیا له یوې نوې کچې سره مخ کړم." تر ټولو لوی بدلون چې کیلي د خپل کوچني ماشوم په روزنه کې راوست، د هغې لخوا د مثبتې ژبې کارول و چې ورته ووایي "څه وکړي" نه دا چې "څه ونه کړي." په دې اړه کیلي وايي چې "نه"، "بس کړه" او "مه کوه" په څېر کلمې له یوه غوږ ننوځي او له بل وتلي وي. کیلي باور لري چې ماشوم یې تل خبرو ته غوږ نه نیسي او کله ناکله بد چلند هم کوي، خو هغه په داسې وخت کې ځان ته وریادوي چې په ټولیز ډول"ماشومان تر ډېره داسې کوي."
کیلي د "نرمو لاسونو" د فکر په اړه هم خبرې وکړې- چې کوچنیو ماشومانو ته لارښوونه وشي چې د فزیکي چلند پر مهال څنګه پام وکړي، خو هغه اعتراف کوي چې دا کار هر وخت اسانه نه وي.
پاتې راتلل طبیعي خبره ده
"زه لا هم کله ناکله ځان په یوه تېروتنه کې وینم او پر خپل ماشوم چیغې وهم." سره له دې چې هر وخت له ماشومانو سره نرم پاتې کېدل اسانه کار نه دی، خو کیلي باوري ده چې دا د روزنې غوره لاره ده او وايي چې د هغې اغېزې اوس د ماشومانو په چلند کې ښکاري. کیلي کیسه کوي چې د هغې شپږ کلن زوی چیغې وهلې، نو کوچنۍ خور یې خونې ته ورغله، هغه ته یې ځای ورکړ او بیا یې ترې وپوښتل "ایا ته روغ یې؟" او بیا یې په غېږه کې ونیوه.
د نرمې روزنې د اغېزو په اړه ډیرې علمي څېړنې نه دي شوي. د لندن پوهنتون کې د عصبي علومو څېړونکی، ایمون ماکروري وايي چې داسې هیڅ نښې نشته چې وښيي د روزنې نورې لارې د نرمې روزنې په پرتله غوره یا بدې دي. یوازې هغه وخت چې چیغې یا رټل په لفظي ناوړه ګټه اخیستنې بدله شي نو بیا ستونزه پراخېږي کېږي.
ایمون ماکروري وايي: "زما مطلب دلته هغه شېبه نه ده چې موږ له ماشومانو سره خپله حوصله له لاسه ورکړو او د احساساتو په څپه کې څه ناوړه ټکي ووایو، هدف مو هغه پرلپسې چلند دی."
نینا لیون، چې لیکواله او د ماشومانو ارواپوهه ده، د نرمې روزنې د غوښتنو او د هغو بارونو په اړه اندېښنه څرګندوي چې د مور او پلار پر اوږو اېښودل کېږي، په ځانګړي توګه کله چې په مبالغې سره ترسره شي. نینا لیون وايي، پر ټولنیزو رسنیو ځینې خلک وايي چې "موږ باید هیڅکله خپلو ماشومانو ته 'نه' ونه وایو او باید هر وخت ماشوم ته حاضر واوسو. او که داسې ونه کړو، نو یو خطر شته چې ماشوم به ټول ژوند د زیان احساس وکړي." خو نینا لیون پر دې باور ده چې د "نه" کلمه لا هم مهمه ده؛ "موږ د 'نه' په ویلو سره حدود ټاکو، که نه نو له بد چلند سره به څنګه مقابله کوو؟" د ماشومانو ارواپوهه یادونه کوي: "تر هغه چې ډېره 'نرمي او معقول حدود' وي، نو دا مهمه نه ده چې موږ د روزنې کومه طریقه غوره کوو."
د نرمې روزنې موضوع اوس یوه جنجالي ده چې بېلا بېل نظرونه پرې ورکول کېږي، خو کیلي- چې د ماشومانو د روزنې روزونکې ده- پر دې باور ده چې د دې اختلاف ډېره برخه د چارو د ګډوډۍ او ناسم پوهاوي له امله ده. کیلي وايي: "ډیرې میندې او پلرونه فکر کوي چې ماشومانو ته سختۍ یا د ښي او چپ لور لارښوونه کول به داسې ماشوم وروزي چې نورو ته به درناوی نه کوي- او دا د نرمې روزنې د مانا په اړه ناسم پوهاوی دی."
سارا اوکوېل سمیټ هم ورسره همغږې ده او وايي چې ځینې میندې او پلرونه په ناسم ډول پوه شوي چې نرمه روزنه د دې معنا لري چې ماشومان هر څه چې زړه یې غواړي هغسې دې وکړي. سارا ټینګار کوي چې "ماشوم نظم ته اړتیا لري، په داسې ډول چې وپوهېږو د هغه مغز څنګه وده کوي او د هغه د پوهې حدود څه دي." څېړونکې په پای کې وايي چې میندې او پلرونه باید پوه شي چې "د یو محترم، ارام او مهربان ماشوم د روزنې غوره لاره دا ده چې هغوی په خپله د هغه پر وړاندې لږ تر لږه همدا ځانګړنې ولري."