یوه هندي کارګر د دوو میلیونو کتابونو کتابتون جوړ کړی خو څنګه؟

د لوستلو وخت: 5 دقیقې

دوه میلیونه کتابونه چې په یوه پراخه ودانۍ کې ځای پر ځای شوي او هر څوک کولی شي وړیا یې یوسي، ولولي او بېرته راوړي. دا هغه شتمني ده چې انکې ګوډا، د هند د سوېلي کرناټکا ایالت د بورې فابریکې یوه تقاعد شوي کارګر په تېرو پنځوسو کلونو کې راټوله کړې ده.

دغه ۷۹کلن سړی تېره میاشت هغه وخت هند کې د خبرونو سرټکی شو چې د "پدما شري" جایزه ورکړل شوه. دا د درناوي یوه ملکي جایزه ده چې فدرالي حکومت یې ورکوي او دا جایزه د لوست او زده‌کړې د ودې په برخه کې د هغه د بې‌ساري خدمت له امله ورکړل شوه.

د ګوډا په دې حیرانونکي کتابتون کې د تورات نادرې نسخې او د هر فکر کتابونه شته. نوموړی له بزګرې کورنۍ دی؛ هلته چې کتابونه یو ډول قیمتي څه بلل کېدل.

هغه بي‌بي‌سي ته وویل:

"زه په کلي کې لوی شوی یم. موږ ته د لوستلو لپاره کتابونه، نه رارسېدل خو زه تل د کتابونو په اړه لېواله وم. تل به مې فکر کاوه چې باید ولولم، کتابونه راټول کړم او پوهه تر لاسه کړم."

د ګوډا کتابتون د کرناټکا ایالت د منډیا ولسوالۍ په پانډاوپورا نومي کوچنۍ ښاروالۍ کې دی. دا هغه منظم او ښکلی ترتیب نه‌لري چې تر ډېره یې کتابتونونه لري. په حقیقت کې د ګوډا په کتابتون کې کتاب‌ساتونکی نشته او کتابونه په الماریو کې اېښودل شوي او پر ځمکه هم په بې‌نظمه ډول پراته دي.

کڅوړې له کتابونو ډکې دي، ان دومره بوجۍ یا کڅوړې پرتې دي چې شاوخوا ۸۰۰ زره کتابونه په کې دي او لا هم د خلاصولو په تمه دي. دا ټولګه لا هم وده کوي؛ ځکه ګوډا لاهم کتابونه اخلي او نور خلک هم ورته مرسته او ډالۍ ورکوي.

دغه ځای ته ډېر زده‌کوونکي د هغوی مور او پلار، ښوونکي او د کتاب مینه‌وال ورځي. راغلي کسان داسې ښکاري چې د کتابتون له چاپیریال سره اشنا دي او خپل اړین کتابونه په اسانۍ مومي خو که یې پیدا نه کړي، دوی وایي، ګوډا خو شته که نه ځکه هر څه موندلی شي.

ښاغلی ګوډا د هغه مېرمن او زوی د کتابتون په یوه کونج کې ژوند کوي. دا کتابتون د اونۍ هره ورځ او د اوږدو ساعتونو لپاره پرانیستی وي.

ګوډا خپل ماشومتوب د ښوونځي او له پلار سره د کروندو په کار کې تېر کړ. هغه به ډېر وخت له خپلې مور، پلار او مشرې خوره د کتابونو د پېرلو لپاره پیسې غوښتې.

کله چې یې د هند د خپلواکۍ د مبارزینو او روحاني مشرانو په اړه کتابونو لوستل پیل کړل، نو سخت پرې مین شو.

هغه وایي: "کتابونه راته د شېرینۍ (خوږو) په شان وو."

د یوه ښوونکي له الهامه هغه د کتابونو د یوې وړې ټولګې جوړول پیل کړل، څو د کلیوالي سیمو نور زده‌کوونکي هم کتابونه ولوستلی شي.

ښاغلي ګوډا به کله ناکله هغه پیسې چې مور او پلار به یې د خوړو لپاره ورکولې، د کتابونو په اخېستو لګولې.

ګوډا د ښوونځي تر فراغت وروسته ژر د بس ټکټ ورکوونکی او کرایه‌ټولوونکي په توګه کار پیل کړ.

له کار شاوخوا لس میاشتې وروسته، یوه ورځ له خپل پخواني ښوونکي سره مخ شو. ښوونکی یې حیران شو چې ولې یې زده‌کړې پرې ایښې دي. هغه پرې ټینګار وکړ چې دی دې دنده پرېږدي او پوهنتون ته دې ولاړ شي.

ګوډا د هغه مشوره ومنله. وروسته یې د "کَنَړا" ژبې (چې د کرناټکا رسمي ژبه ده) په برخه کې ماسټري واخېسته او بیا د پانډاوپورا د بورې په فابریکه کې د حاضري او وخت ثبتوونکي په توګه وګومارل شو.

هغه به د خپل میاشتني معاش دوه پر درېیمه برخه په کتابونو لګوله او پاتې پیسې به یې د خوراکي توکو او نورو اړینو توکو لپاره کارولې.

نوموړی وایي: "هغه وخت معاشونه کم وو خو بیې هم ټیټې وې."

په هغو ۳۳ کلونو کې چې ده په فابریکه کې کار وکړ، ګوډا د "کَنَړا ساهیتیا پریشَت" لسګونو غونډو کې ګډون وکړ، دا یوه اداره ده چې د سیمه‌ییزې ژبې او ادبیاتو د ودې لپاره وړیا کار کوي او هلته به یې ډېری وخت ارزان شوي کتابونه اخېستل.

هغه خپل عاید هم زیات کړ؛ غواوې به یې ساتلې، شیدې به یې پلورلې او د بیمې استازي په توګه یې هم کار کاوه.

خو پر وړاندې یې بل لوی خنډ هغه و چې د کتاب مینه‌وال یې ښه پېژني، د دومره ډېرو کتابونو لپاره د ځای موندل.

هغه وایي: "لومړی مې کتابونه په صندوقونو کې اېښودل. وروسته مې په کور کې المارۍ ولګولې. خو داسې وخت راغی چې نور هېڅ ځای نه‌و پاتې."

هغه وخت یې شاوخوا ۵۰ زره کتابونه راټول کړي وو.

مرسته هغه وخت وشوه چې د هغه ځینو ملګرو د "هري خودي" سره ولیدل، هغه شتمن سوداګر چې د شرابو په صنعت کې مشهور و او په پانډاوپورا کې یې یو معبد جوړاوه.

ګوډا وایي، خودي باور نه‌ شو کولی چې یو سړی دې دومره ډېر کتابونه ولري.

د ګوډا په خبره: "هغه راغی او کتابونه یې په خپلو سترګو ولیدل. بیا یې رانه وپوښتل چې څه ته اړتیا لرې. ما ورته وویل، زه د ځان لپاره هېڅ پیسې نه غواړم. زما یوازینۍ غوښتنه دا وه چې د کتابونو لپاره یوه ودانۍ ولرو."

خودي ومنله او د یوې سترې ودانۍ د جوړولو لګښت یې ورکړ. همدا ودانۍ اوس د ګوډا د لوی کتابتون برخه ده چې په ټولیز ډول ۱۵,۸۰۰ مربع فوټه (۱,۴۶۷ مربع متره) ځای دی.

څو کاله وروسته، د سیمې یوه استازي د وخت اعلی وزیر کتابتون ته راوست. هغه هم د دوو نورو ودانیو د جوړولو لپاره بودیجه منظور کړه چې له لومړۍ ودانۍ سره ونښلول شوې.

نن سبا د ایالت له بېلابېلو سیمو زده‌کوونکي او ښوونکي دې کتابتون ته ورځي. له هغوی یو هم راوي بېتاسوامي دی چې په یوه خصوصي کالج کې استاد دی. هغه وایي، دی هم هڅېدلی چې د زرګونو کتابونو خپله ټولګه جوړه کړي.

هغه زیاتوي: "ما د ګوډا له کتابتونه د خپلو زده‌کړو لپاره ګټه اخیستې ده او خپل زده‌کوونکي مې هم هلته بیولي څو کتابونه ولولي او د کتابونو په تنظیم کې هم مرسته وکړي."

شیلپاشري هارانو چې په یوه دولتي کالج کې تدریس کوي، وایي دا ټولګه ښايي ګډه‌وډه ښکاره شي، ځکه مسلکي کتاب‌ساتونکي نه‌ده تنظیم کړې.

"خو هغه (ګوډا) په سمه توګه پوهېږي چې هر کتاب چېرته دی او په یوه شېبه کې یې درته موندلی شي."

کله چې ترې وپوښتل شول چې ولې یې هېڅکله کتاب‌ساتونکی ونه‌ګماره، ګوډا وویل، هېچا دا مشوره نه‌ وه ورکړې.

ښاغلی ګوډا د کتابتون د راتلونکي په اړه وایي، دا اوس د نورو مسوولیت دی چې د هغه میراث ته وپالي.

هغه وایي:

"ما خپله دنده ترسره کړه. خو نور نو هغه پخوانۍ انرژي نه لرم. کېدای شي حکومت او ولس اوس دا کار پر مخ یوسي؟

ما خپله هڅه وکړه، اوس دا د نورو کار دی."