هغه میلیاردر چې د چین د حدودو د ازمایلو له امله په عمر بند سزا محکوم شو

    • Author, ګرېس تسوی
    • دنده, بي‌‌بي‌سي
    • Author, د بي‌بي‌سي چینایۍ څانګه
    • رپوټ له:, هانګ کانګ
  • د لوستلو وخت: 16 دقیقې

د ۲۰۲۲ کال د ژمي پر یوه سهار رافایل وانګ او فیګو چان د هانګ‌کانګ د سټینلي په نامه زندان ته ورننوتل چې له جېمي لای سره وګوري. هغه رسنیز میلیاردر چې دوه کاله وړاندې د ملي امنیت د جرمونو په تور نیول شوی و او خپلې محاکمې ته په انتظار و.

دوی ټول د ۲۰۱۹ کال د هغو لانجمنو لاریونونو برخه‌وال وو چې هانګ‌کانګ یې ولړزاوه؛ هغه مهال چې سلګونه زره کسان سړکونو ته راووتل او د چین په دې سیمه کې یې د ډیموکراسۍ او لا زیاتې ازادۍ غوښتنه کوله.

دوی به ډېر وخت د ماښامنۍ لپاره سره راټولېدل؛ کله ناکله به یې ګرانبیه خواړه خوړل او یا به یې خټین لوښي کې پخې شوې وریجې، پیزه او یا هم په تپ پاخه شوي خواړه خوړل، په داسې حال کې چې خبرې او ټوکې ټکالې به یې هم کولې. چان وویل: "د لای په زندان کې "د زنجبیلو له اچارو سره وریجې خوښولې." هغه زیاته کړه: "هېچا به دا تصور هم نه کاوه چې جېمي لای به داسې څه وخوري!"

او همداراز چا د دې تصور هم نه‌ و کړی چې یو وخت به دوی په یوه سترامنیتي زندان کې بیا سره ویني.

هغه وخت چې "لاریونونه ځپل شوي وو، ملګري او نور فعالان بنديان شوي وو او هانګ‌کانګ لا هم هماغسې له شورماشوره ډک خو بدل شوی دی.

او هغه کس چې په یو طنزي نوم "چاغ لای" مشهور و، نور د خلکو منځ کې نه‌و. هغه د پام وړ وزن له لاسه ورکړی و.

سره له‌ دې چې د عمر له پلوه یې لسیزې واټن درلود او لای چې عمر یې له ۷۰ کلونو لوړ دی او وانګ او چان چې شاوخوا ۴۰ کاله تر هغه کشر وو بیا هم درې واړو د یوه بل ډول هانګ‌کانګ خوب لیده.

لای د لاریونونو یوه مهمه څېره وه او خپل تر ټولو اغېزناک ځواک، یعنې ډېره لوستل کېدونکې ورځپاڼه "اپل ډېلي" یې د دې لپاره کاروله چې هانګ‌کانګ په یوې ازادې ډېموکراسۍ بدل کړي.

خو دا کار د ۲۰۲۰ کال له هغه جنجالي ملي امنیت قانون وروسته ډېر خطرناک شو چې د چین کمونېست ګوند واکمنانو په بیجېنګ کې نافذ کړ.

لای به تل ویل چې هغه د هانګ‌کانګ پوروړی دی. که څه هم هغه د بریتانیا تابعیت درلود خو د هېواده له وتلو یې انکار وکړ.

هغه په ۲۰۲۰ کال کې، له نیول کېدو څو ساعته مخکې، بي‌بي‌سي ته وویل: "هر څه چې لرم، د همدې ځای له برکته دي." هغه وویل: "دا زما د خلاصون لار ده"، په داسې حال کې چې ستونی یې له احساساتو ډک شو. هغه غوښتل د ښار هغه ازادي وساتي چې ده ته یې ورکړې وه او همدې نظریې د ده ساسیت چلاوه.

دی پر کمونېست ګوند سخت نیوکه‌کوونکی او د هانګ‌کانګ د ولسواکۍ‌پلوه غورځنګ ښکاره ملاتړی و او پایله کې همدې د ده خپله ازادي ترې واخیسته.

د ډسمبر په میاشت کې کله چې سترې محکمې جېمي لای مجرم وباله، وویل، لای د چین د کمونېست ګوند پر وړاندې "سخته کرکه" درلوده او "دا یې ډېر غوښتل چې د ګوند ارزښتونه د لوېدیځې نړۍ له ارزښتونو سره بدل کړي."

محکمې وویل، لای هیله لرله چې ګوند له واکه وغورځول شي، یا لږ ترلږه دا چې مشر یې شي جین‌‌پېنګ له واکه لېرې شي.

لای د ټولو هغو تورونو له مخې مجرم وپېژندل شو چې ده تل رد کړي وو چې په کې د یوې جلا استعماري دورې د قانون له مخې بغاوت ته د هڅونې تور هم شامل و. خو تر ټولو جدي تور بیا له بهرنیو ځواکونو سره همکاري ده چې د عمر بند سزا لري.

د فبرورۍ پر نهمه، په یوه داسې محاکمه کې چې له ۳۰ دقیقو یې کم وخت ونېوه د ۲۰ کلونو بند سزا واوروله. دا تر اوسه د ملي امنیت د قانون له مخې تر ټولو سخته سزا ده چې د بشري حقونو د ډلو په وینا، د هغه د عمر له امله "په عملي ډول د مرګ سزا" بلل کېږي.

کله چې لای له بهرنیو ځواکونو سره د همکارۍ تور ته محکمه کې ځواب ورکاوه، ویې ویل: "هېڅکله نه." هغه استدلال کاوه چې یوازې د هغو ارزښتونو ملاتړ یې کړی چې د ده په باور د هانګ‌کانګ ارزښتونه دي لکه: "د قانون حاکمیت، ازادي، د ډیموګراسۍ هڅه، د بیان ازادي، د مذهب ازادي او د غونډو ازادي".

د هغه محکومیت د ډسمبر په میاشت کې د هانګ‌کانګ د اجرایه مشر جان لي له‌خوا وستایل شو. لي وویل چې لای خپلې ورځپاڼه د "بې‌پروا ډول ټولنیزو کړکېچونو د رامنځته کولو" او "د تاوتریخوالي ستاینې" لپاره کارولې ده. هغه زیاته کړه چې قانون هېڅکله هېچا ته اجازه نه ورکوي چې "د بشري حقونو، ولسواکۍ او ازادۍ تر پلمې لاندې هېواد ته زیان ورسوي."

په ۲۰۲۲ کال کې د وانګ او چان له زندانه له وتلو مخکې، لای له هغوی وغوښتل چې ګډه دعا ورسره وکړي چې وانګ ته حیرانوونکې وه.

د چارواکو په وینا، د لای د عیسوي مذهب کاتولیکې څانګې ایمان په هغه بند کې لا ژور شوی و چې دی په کې یوازې و. یو داسې څه چې ده خپله یې له چارواکو غوښتنه کړې وه. ده د ورځې شپږ ساعته عبادت کاوه او د عیسی پیغمبر نقاشۍ به یې هم جوړولې او بیا به یې د لیکونو له لارې خپلو ملګرو ته لېږلې.

وانګ وویل: "که څه هم هغه له کړاو سره مخ و خو هېڅکله یې شکایت نه کاوه او نه یې وېره درلوده. هغه ارام و."

سوله هغه څه نه وه چې جېمي لای د خپل ژوند په ډېره برخه کې پرې تمرکز کړی و. نه هغه وخت چې د ۱۲ کلنۍ په عمر له چینه وتښتېد، نه هم هغه وخت چې د فابریکې په یوې کړۍ کې یې سخت کار کاوه او نه هم هغه وخت چې په نامتوهانګ کانګ کې په میلیاردر بدل شو او نه هم هغه وخت چې رسنیزې امپراتورۍ یې ټول بیجېنګ په سر واخیست.

د لای لپاره هانګ کانګ هرهغه څه و چې چین ته نه‌و. مانا ستر پانګوال، د فرصتونو او نامحدود شتمنیو ځای او خپلواک. کله چې په ۱۹۵۹ کال کې هغه دې ښار ته ورسېد همدا ښار لا هم د بریتانیا مستعمره وه، هغه بریالی شو او بیا یې غږ هم وموند.

په ۱۹۹۵ کال کې سم هغه وخت چې د"اپل ډېلي" ورځپاڼه خپره شوه ډېره ژر بیا د تر ټولو ډېرو پلورل شویو ورځپاڼو به ډله کې حساب شوه.

دا ورځپاڼه چې د "نن ورځې امریکا" (USA Today) په نوم ورځپاڼې په بڼه په جوړه شوې وه د نورو ورځپاڼو په ظاهري بڼه او ترتیب کې انقلاب راوست او د نرخونو په سختې سیالۍ یې پیل وکړ.

د هانګ‌کانګ د چین پوهنتون د ژورنالېزم پروفیسر فرانسس لي وویل: "دا یوه داسې ورځپاڼه وه چې د "لویانو له برخې" نیولې تر تحقیقي راپورونو، د اقتصادپوهانو او ناول‌لیکونکو تر کالمونو ټول په کې خپرېدل او "د ټولو ډولونو لوستونکو" لپاره جوړه شوې وه."

پخوانیو مدیرانو او کارکوونکو د لای هڅونې یادونه وکړه او زیاته یې کړه: "که تاسو د یو کار کولو جرات کاوه هغه هم ډاډ درکاوه چې ترسره یې کړئ". همداراز د مزاج یادونه یې هم وشوه. یو کس وویل، هغه به ډېری وخت قسمونه یادول.

هغوی دی د یو غیرمعمولي او د یو داسې لیدلوري لرونکي کس په توګه یادوي چې له نویو تجربو یې وېره نه درلوده.

د ورځپاڼې یو پخواني مدیر وویل: "ان مخکې له دې چې ایفون بازار ته وړاندې شي"، ده به تل ویل چې "راتلونکی" به د ګرځنده ټلېفونونو وي." هغه زیاته کړه: ده ډېرې مفکورې درلودې. "داسې لکه چې درته وايي، هره ورځ باید یوه نوې وېبپاڼه جوړه کړې."

دا حالت کټ مټ همداسې و کله چې ده د جامو یو شرکت درلود. د ده د پخواني سیال شرکت د بازارموندنې څانګې مشرهربرټ چاو وویل: "ده نه د صنعت له ګډوډولو او نه هم د دوښمنانو له جوړولو وېره درلوده."

چاو زیاته کړه: "دا هم د ده بریا او هم ناکامي وه." که نه، نو د "اپل ډېلي" ورځپاڼه به نه‌وه جوړ شوې." او ښکاره خبره ده چې هغه به هم دې حالت ته نه ورسېدلی.

د اپل ډېلي ورځپاڼې په لومړني ټلوېزیوني اعلان کې، هغه مهال چې ۴۸ کلن لای په کې په داسې حال کې ښودل شوی و چې دی په کې مېوه خوري په داسې حال کې چې په لسګونه تېرونو په نښه شوی دی.

یوه داسې وړاندوینه چې په حقیقت بدله شوه.

له چینه تېښته

کله چې لای نوی ځوان و په لومړي ځل چې یې د چاکلېټو خوند وڅاکه، هانګ‌کانګ ته یې پام ورواوښت.

لای د ۲۰۰۷ کال په یوه مستند فلم کې چې د "سوداګر غږ" نومېده ویلي وو چې کله یې د چین د رېل‌ګاډي په یوه تمځای کې له یو مسافر سره یې د توکو په وړلو کې مرسته وکړه، هغه کس ده ته یوه ټوټه چاکلېټ ورکړ او ده هم وخوړ. ده زیاته کړه: "ما له هغه وپوښتل چې دغه چاکلېټ د کوم ځای دی. هغه راته وویل د هانګ کانګ. ما ورته وویل: "هانګ کانګ نو باید جنت وي" ځکه ما پخوا هېڅکله داسې څه نه‌وو خوړلي".

د ماو زیډونګ په چین کې ژوند د ځپونکو کمپاینونو له څپو سره مل و چې غوښتل یې د یوې شپې موده کې چین صنعتي کړي او د پانګوالو طبقاتي دوښمنان له منځه یوسي.

د لای کورنۍ، چې یوه وخت کاروباري کورنۍ وه په تور لېست کې شامله شوه. د ده پلار بیا هانګ‌کانګ ته وتښتېده او دوی یې پرېښودل. مور یې بیا کاري پڼغالي ته واستول شوه.

لسیزې وروسته بیا لای په دې اړه ولیکل چې دی او خویندې یې څه ډول له خپلو کورونو په زور د دې لپاره راایستل کېدل چې د خلکو ګڼه ګوڼه څه ډول د ده مور دې ته اړباسي چې په ګونډو شي او پېغورونه واوري. له دې پېښې وروسته بیا دغه ډول ظالمانه کړنې د خلکو ترمنځ پر دود بدلې شوې.

لای په خپله لیکنه کې وايي، په لومړي ځل دا حالت ډېر دردوونکی و: "اوښکې مې بې اختیاره روانې وې او کمیس مې یې لوند کړ. فکر مې ونه‌کړ چې وخوځېږم. بدن مې له شرمه اور اخیستی و."

خو نیا یې جې وېره نه درلوده هره کیسه به یې همدې پیغام سره پای ته رسوله چې: "ته باید سوداګر شې ان که یوازې خواړه پلي هم پلورې."

نو دی د ۱۲ کلنۍ په عمر هانګ‌کانګ ته ولاړ. دی یو له هغو میلیونونو کسانو و چې د چین له مرکزي سیمې د ماو له ویجاړوونکې واکمنۍ تښتېدلي وو.

هغه ورځ چې د یوې کښتۍ په لاندېنۍ برخه کې پروت و په داسې حال کې هانګ‌کانګ ته ورسېد چې شاوخوا ۸۰ نور داسې مسافر هم وسره وو چې د کښتۍ سفر ناروغان کړي وو. دی بیا د دستکشو په یوه کارخونه کې وګومارل شو. ده د هغه وخت اوږده کاري ساعتونه د خپل ژوند "ډېر خوشاله وخت" وباله او "دا چې زه پوهېدم زما راتلونکی ښه دی."

دا هماغه وخت و چې یو همکار یې ورسره د انګرېزۍ ژبې زده‌کړه کې ورسره مرسته وکړه. کلونه وروسته یې بیا په انګرېزۍ ژبه مرکې کولې او ان محکمه کې یې هم په انګرېزۍ خبرې وکړې.

د ۲۰ کلنۍ په پیل کې د ټوکرو د یوې کارخونې مشري کوله او د ونډو بازارونو له لارې یې پيسې ګټلې. د ۲۷ کلنۍ په عمر یې بیا د ټوکرو کارخونه جوړه کړه چې کامېټېکس نېټرس نومېده.

د نوبل جایزې ګټونکي اقتصادپوه فریډریک هایک له‌خوا لیکل شوی کتاب دی. هایک د ازاد بازار (فري مارکېټ) د پانګه‌وال نظام کلک ملاتړی و. د هغه په وینا، "د خلکو طبیعي او ناڅاپي غبرګون" او "د مالوماتو تبادله" هغه څه دي چې په نړۍ کې تر ټولو ښه نظام جوړوي. د هغه په نظر، همدا د هانګ‌کانګ اصلي ځواک و.

همدې کتاب په هغه کې د لوستلو سخته مینه پیدا کړه. یو کتاب به یې څو ځله لوست او د هغو لیکوالانو ټول کتابونه یې لوستل چې خوښ به یې وو. هغه په ۲۰۰۹ کال کې په یوه مرکه کې وویل:

"زه غواړم د لیکوال فکرونه د خپل کور د انګړ باغ وګرځوم. زه پرې شوې ګلان نه اخلم، زه غواړم باغ واخلم."

لس کاله یې په تولیدي صنعت کې کار وکړ خو وروسته ستړی شو او په ۱۹۸۱ کال کې یې د جامو شرکت جیوردانو جوړ کړ، چې د چټک فېشن (فاسټ فېشن) له مخکښانو شو. دا شرکت دومره بریالی شو چې د جاپاني برانډ یونیکلو بنسټګر تاداشي یانای د خپلو دوکانونو د پرانېستلو پرمهال ترې مشوره واخیسته.

هغه په چین کې هم دوکانونه پرانیستل، هغه وخت چې له ماو زیدونګ تر مړینې وروسته چین ورو ورو نړۍ ته پرانیستل کېده. هغه ویلي وو چې ډېر خوشاله و او فکر یې کاوه چین به د لوېدیځو هېوادونو په څېر بدل شي. دا خبره یې په ۲۰۰۷ کال کې په یوه مستند فلم کې کړې وه.

خو په ۱۹۸۹ کال کې په د تیان‌ان‌مین څلورلارې کې د ولسواکۍ غوښتونکو مظاهره چیانو پر ضد د بیجېنګ سخت اقدام د هغه او د هانګ‌کانګ لپاره یو سخت بیداروونکی حقیقت و. په همدې وخت کې هانګ‌کانګ هم د چین او بریتانیا تر هوکړې لاندې چمتو کېده چې په ۱۹۹۷ کال کې بېرته د چین واک ته وسپارل شي.

جیوردانو داسې ټیشرټونه وپلورل چې د تیان‌ان‌من د اعتراضونو د مشرانو عکسونه او د بیجېنګ ضد شعارونه پرې چاپ وو او په هانګ‌کانګ کې یې په خپلو دوکانونو کې د ولسواکۍ پلوي بینرونه وځړول.

شاوخوا یو میلیون کسان په هانګ‌کانګ کې سړکونو ته راووتل او د بیجېنګ د محصلینو له اعتراضونو سره یې یووالی وښود. تر ۲۰۲۰ کال پورې هانګ‌کانګ هر کال د همدې پېښې د قربانیانو لپاره تر ټولو ستره یادغونډه (وېجل) جوړوله.

هغه وروسته وویل چې تر دې پېښې مخکې یې "د چین په اړه هېڅ احساس نه درلود". هغه تل غوښتل د خپل ژوند هغه برخه هېره کړي، خو "ناڅاپه داسې وشول لکه مور مې چې د شپې په تیاره کې راته غږ کوي."

'انتخاب ازادي ده'

بل کال لای د "نېکسټ" په نوم یوه مجله پیل کړه او په ۱۹۹۴ کال کې یې د چین هغه وخت لومړي وزیر لي‌ پینګ ته یو پرانیستی لیک خپور کړ. لی‌ پېنګ د تیان‌ان‌من د پېښې له اصلي مسولینو ګڼل کېده او ځینو به ورته "د بیجېنګ قصاب" ویل. لای په خپل لیک کې هغه ته ډېر سپک الفاظ وکارول او ویې لیکل چې هغه "هېڅ عقل نه لري."

بیجېنګ سخت په قهر شو. د ۱۹۹۴ او ۱۹۹۶ ترمنځ په بیجېنګ کې د جیوردانو مرکزي (فلېګشپ) دوکان او په شانګهای کې ۱۱ نور فرنچایز دوکانونه وتړل شول. لای خپلې ونډې وپلورلې او د شرکت د مشر په توګه یې له دندې استعفا وکړه.

هغه په ۲۰۰۷ کال مستند فلم کې وویل:

"که زه یوازې پیسې وګټم، دا زما لپاره هېڅ مانا نه لري. خو که زه د رسنیو کاروبار ته ولاړ شم، نو معلومات خپروم. معلومات انتخاب دی، او انتخاب ازادي ده."

وروسته هغه د هانګ‌کانګ د ولسواکۍ پلوه خوځښت یو "ډېر فعال ګډونوال" شو. د ډیموکراتیک ګوند پخواني وکیل او سیاستوال لي وینګ ټاټ ویلي چې لای به د خوځښت له مشرانو سره د تګلارې او ستراتیژۍ په اړه ناستې کولې.

هغه د چین د کمونېست ګوند (CCP) ښکاره او توند ګوت‌نېوونکی شو. په ۱۹۹۴ کال کې یې ولیکل: "زه په بشپړه توګه د کمونېست ګوند مخالف یم، ځکه چې زه له هر هغه څه کرکه لرم چې د انسان شخصي ازادي محدودوي."

هغه همدارنګه په ۱۹۹۷ کال کې له بریتانیا چین ته د هانګ‌کانګ د سپارلو په اړه خپلې اندېښنې ښکاره کړې.

هغه لیکلي وو:

"له سل کلونو زیاتې استعماري واکمنۍ وروسته، د هانګ‌کانګ خلک ویاړي چې بېرته د مور وطن غېږې ته ستنېږي. خو که مور وطن ازادي ونه‌لري، ایا بیا هم باید ورسره مینه وکړو؟"

خو د واک سپارلو پر مهال، د چین هغه وخت مشر جیانګ زیمین ژمنه وکړه چې د هانګ‌کانګ خلک به خپله هانګ‌کانګ اداره کوي او ښار به د راتلونکو ۵۰ کلونو لپاره لوړه کچه خپلواکي ولري.

د ۲۰۱۴ کال د "امبریلا خوځښت" (Umbrella Movement) چې په هانګ‌کانګ کې د بشپړو خپلواکو ټاکنو د نه منلو په اړه د بیجېنګ له پرېکړې وروسته پیل شو، د لای لپاره بل مهم بدلون و.

لاریونوالو د ښار مهمې سوداګریزې سیمې د ۷۹ ورځو لپاره ونیولې. لای هره ورځ له سهار نهه بجو تر ماښام پنځو بجو پورې هلته حاضرېده. ان هغه وخت هم ونه‌ وېرېده چې یوه سړي پرې د حیواناتو مردارۍ او کولمې وروغورځولې. د ولسواک ګوند پخواني وکیل لي وینګ ټاټ وايي: "کله چې پولیسو د اوښکو بهوونکي ګاز کارول پیل کړل، زه له لای سره وم."

خوځښت هغه وخت پای ته ورسېد چې محکمې امر وکړ د اعتراض ځایونه دې تخلیه شي خو حکومت له خپلې پرېکړې شاته نه شو. پنځه کاله وروسته په ۲۰۱۹ کال کې هانګ‌کانګ یو ځل بیا راپورته شو. دا ځل لانجه د هغه جنجالي قانوني وړاندیز له امله وه چې له مخې یې خلک مرکزي چین ته سپارل کېدلی شول.

هغه څه چې په سوله‌ییزو لاریونونو پیل شول، ورو ورو تاوتریخوالي ته واوښتل او ښار یې د شپږو میاشتو لپاره د جګړې په ډګر بدل کړ. تور کالي اغوستو مظاهره‌چیانو خښتې او د اور بوتلونه (مولوتوف) وغورځول، پارلمان ته ننوتل او اورونه یې بل کړل؛ بل‌خوا د بلوا ضد پولیسو اوښکې بهوونکی ګاز، ربړي مرمۍ، د اوبو توپونه او ان ژوندۍ مرمۍ وکارولې.

لای د دغو اعتراضونو په لومړۍ کرښه کې ودرېد او د څلورو ناقانونه غونډو کې د ګډون له امله ۲۰ میاشتې بندي شو. یوه مظاهره‌چي بي‌بي‌سي ته ویلي وو: "زه حیران شوم چې لای مې هلته ولید. زما په نظر هغه یو ډېر بوخت سوداګر دی خو بیا هم حاضر شو."

اپل ډېلي د اعتراضونو هر اړخیز او پراخ پوښښ کاوه، یا لکه څنګه چې ګوت‌نېونکو به ویل، دا ورځپاڼه د حکومت ضد خوځښت لپاره د غږ پورته کولو یو منبر ګرځېدلې وه.

د حکومت سلاکار روني ټنګ وویل، لای په دغو اعتراضونو کې "اساسي او مهم رول" درلود، ځکه چې اپل ډېلي هغه شعار خپراوه چې ده "په بشپړه توګه دروغ" باله یعنې چین ته د استرداد (سپارلو) مخالفت او دا شعار د هغو کسانو احساسات راوپارول چې غوښتل یې په هانګ‌کانګ کې ګډوډي جوړه کړي.

دا پوښتنه چې ایا اپل ډېلي رښتیا هم د بغاوت یا فتنې رول لوبولی و او دا چې لای تر کومه حده د ورځپاڼې پر دریځ کنټرول درلود، د هغه د ۱۵۶ ورځني ملي امنیت محاکمې اصلي موضوع وه.

د اپل ډېلي د مور شرکت نېکسټ ډيجيټل (Next Digital) پخواني اجرائیه ریس چيونګ کم-هونګ چې وروسته له تورن د څارنوالۍ شاهد شو ویلي چې لای تحریري ډلې ته سپارښتنه کړې وه څو "خلک وهڅوي چې سړکونو ته راووځي."

کله چې د ملي امنیت قانون نافذ شو، د ورځپاڼې پر چاپ‌ځای دوه ځلې چاپه ووهل شوه او بالاخره په ۲۰۲۱ کال کې وتړل شوه.

لای د اعتراضونو په اوج کې امریکا ته سفر وکړ او هلته یې د هغه وخت له مرستیال ولسمشر مایک پېنس سره د هانګ‌کانګ پر وضعیت خبرې وکړې.

همدارنګه د ملي امنیت قانون له پلي کېدو یوه میاشت مخکې لای سره له دې چې دننه مخالفت هم موجود و یو لانجمن کمپاین پیل کړ او د اپل ډېلي له لوستونکو یې وغوښتل چې د هغه وخت د امریکا ولسمشر ټرمپ ته لیکونه واستوي څو "هانګ کانګ وژغوري."

محکمې پرېکړه وکړه چې دا ټول کارونه په اصل کې له یوه بهرني حکومت د عامه غوښتنې په مانا دي، څو د هانګ‌کانګ په کورنیو چارو کې لاس‌وهنه وکړي.

روني ټونګ وویل:

"هېڅ هوښیار سړی باید داسې فکر ونه‌کړي چې هانګ‌کانګ به د بیجېنګ له لږترلږه پټ رضایت پرته کوم سیاسي اصلاحات تجربه کړي."

هغه زیاته کړه چې د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۹ اعتراضونه "په بشپړه توګه د عام عقل خلاف" وو.

بیجېنګ وایي، هانګ کانګ اوس د ملي امنیت قانون او د وطنپاله پارلمان له امله له "ګډوډۍ نه حکومتولۍ" ته او بیا "لوړې سوکالۍ" ته رسېدلی دی.

خو ګوت‌نېوونکي چې پکې هغه سلګونه زره د هانګ‌کانګ اوسېدونکي هم شامل دي چې له هغه وروسته کډه شوي، وایي مخالف غږونه ځپل شوي او د ښار ازادۍ ډېرې محدودې شوې دي.

لي وینګ ټاټ چې پخوانی وکیل دی، له همدې کسانو دی. دی وایي:

"کله چې لومړی ځل بریتانیا ته راغلم، بد خوبونه مې لیدل. ډېر ځان ملامت احساسوم. ولې موږ په نورو ځایونو کې ازاد ژوند وکړای شو خو زموږ ښه ملګري زندان ته لاړل؟"

د لای کورنۍ له څو کلونو راهیسې د هغه د خوشې کېدو غوښتنه کوي او وایي، هغه شکر (ډایبېټس) ناروغي لري او روغتیا یې د اندېښنې وړ ده، خو تر اوسه یې غوښتنې رد شوې دي. حکومت او د لای حقوقي ډلې ویلي چې د هغه طبي اړتیاوې پوره کېږي.

د لای ناوې، کارمن ټسانګ چې له خپلې کورنۍ سره په هانګ‌کانګ کې اوسي، وایي ماشومان یې نیکه ډېر یادوي په ځانګړي ډول په هغه لویو کورنیو مېلمستیاوو کې چې هرو دوو اونیو کې به یې جوړولې.

هغې وویل، د هغه لوړ غږ به یې لور چې کله کوچنۍ وه، وېروله، خو "بیا هم به خوشاله وو چې د نیکه کور ته ولاړ شي… هغوی فکر کوي چې هغه ډېر ټوکي سړی دی."

هغې ډاډه نه ده چې نننی هانګ کانګ لا هم د لای لپاره ځای لري که نه.

هغې وویل: "که ستا سترګې ته د دوړو یوه ذره دروغورځي، نو سملاسي یې لرې کوې، سمه ده؟"