تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایا د هر چا لپاره د ژوند سم ملګری یا ملګرې شته؟
- Author, پالاب ګواش
- دنده, د ساینس برخې خبریال
- د لوستلو وخت: 10 دقیقې
د ولنټاین (مینانو) په ورځ داسې مو هرومرو زړه کې دا ګرځي، چې د نړۍ په کوم ګوټ کې به "هماغه یو کس یا د ژوند ملګری/ملګرې" رښتینی دوست او هغه څوک، چې تاسې غواړئ ورسره ژوند وکړئ، وي.
د تاریخ په اوږدو کې، انسانان تل دې نظریې ته متوجه شوي، چې مینه تصادفي نه ده.
په لرغوني یونان کې افلاطون تصور کاوه، چې موږ یو وخت بشپړ موجودات وو.
څلور لاسونه، څلور پښې او دوه مخونه مو لرل خو زېوس موږ په دوو برخو ووېشلو.
له هماغه وخته هره نیمایي برخه مو په ځمکه ګرځي او خپله ورکه شوې بله نیمایي لټوي.
دا افسانه په نن ورځ کې د ژوند ملګرې/ملګری یا ښځه او مېړه تصور ته شاعرانه رنګ ورکوي.
دا افسانه وایي چې چیرې به یو څوک وي، چې موږ ته به د بشپړېدو حس راکړي او چې راشي زموږ ژوند به ورسره بشپړ شي.
په منځنیو پېړیو کې د مینې شاعرانو او د آرتور پاچا کیسو دا ارمان د "درباري مینې" په نوم بیا انځور کړ.
یوه بله افسانه وایي چې ډېری وخت وفاداري ډېره سخته وي او مینه منع وي، لکه دا افسانوي کیسه چې پکې د لانسلوت(سړی) مینه د ګوینېویر(ښځه) لپاره وه. په دې افسانه کې لانسلوټ نه شوای کولای خپله مینه اظهار کړي خو له خپل ژونده ورته تېرېږي.
د رنسانس په دوره کې لیکوالانو لکه شکسپیر د "ستورو له خوا د بدمرغه مینه والو" یادونه کړې.
هغه جوړې، چې د پیاوړي تړاو له امله سره تړل شوې وې، خو کورنۍ، بخت یا تقدیر له کبله جلا کېږي، لکه کاینات چې هم د دوی د مینې کیسه لیکلې وي او دا چې پخپله کاینات د دوی د یو کېدو مخنیوی کوي.
په وروستیو وختونو کې هالیووډ او رومانتيک ناولونو پر موږ د افسانوي مینې کیسې پلورلې دي.
خو ساینس زموږ د ژوند ملګري/ملګرې په اړه څه وایي؟ ایا زموږ لپاره کوم ځانګړی کس شته؟
موږ څنګه پر "هماغه یوه ځانګړي کس" مینېږو؟
د کمبریج انګلیا رسکن پوهنتون کې د ټولنیزې ارواپوهنې پروفیسور ویرن سوامي د معاصرې اروپا د رومانتيکې مینې پوهه، چې تر منځنیو پېړیو پورې اړونده ده، ارزوي.
هغه وایي: "دا لومړنۍ کیسې وې، چې دا مفکوره یې خپره کړه؛ ته باید یو ځانګړی کس د خپل ملګري/ملګرې (مېړه/ښځه) په توګه وټاکې او هغه دې د ټول عمر لپاره وي."
"له دې مخکې، د اروپا په ډېرو برخو کې تا کولای شوی له هر څومره کسانو سره دې چې خوښه وه جنسي اړیکه ولرې او مینه وکړې، مینه بدلېدونکې وه او ډېری وخت د جنسیت پورې تړلې نه وه."
نوموړی وایي، د صنعتي کېدو له امله خلک له خپلو کرنیزو سیمو بې ځایه شول او له پخوانیو اړیکو جلا شول.
دوی په یو کسیزه توګه "بېګانه" یا عاجز شول.
"دوی[همدا بې ځایه شوي کسان] هر یو یې د یوه داسې کس په لټه کې شول، چې وې ژغوري او د خپل ژوند له بدمرغیو یې خلاص کړي."
په ننني عصر کې د ملګرې/ملګري موندلو(dating apps) اپلېکېشنونو دا کیسه په یو الګوریتم بدله کړې، چې سوامي یې "د اړیکو پېرودل» بولي.
دلته د خپل ژوند ملګرې/ملګري لټون برعکس پایله لري: "د ډېرو خلکو لپاره دا یوه بې روحه تجربه ده."
"ته یو ملګری [جوړه] پېرې… کېدای شي په اپ کې له لسګونو کسانو تېر شې، تر هغه چې یوه شېبه ووایې… بس دی، باید ودرېږم."
هماغه یو/یوه
د امریکا د برېګم ینګ پوهنتون د واده او کورنۍ مطالعاتو پروفیسور جېسن کارول دی له هماغه "یوې مینې" تصور سره لېوالتیا لري.
نوموړی وایي: " موږ یو بل پورې تړلي موجودات یوو. موږ دا اړیکه غواړو." دی په خپلو لکچرونو کې زدهکوونکو ته وایي، چې باید هغه مفکوره پرېږدي چې زموږ یوه برخه (ملګرې/ملګري) زموږ نیمه خواه ده، خو د "هماغه یوه/یو د مینې" هیله مه پرېږدئ.
دا متناقض ښکاري، خو د کارول لپاره دا د تقدیر او زحمت ترمنځ توپیر دی.
هغه وایي:" نیمه خواه(د ژوند ملګرې/ملګری) موندل کېږي.
هغه له مخکې جوړ شوی وي یعنې ستا تقدیر کې وي.
خو زموږ ژوند کې یوازینی او ځانګړی کس هغه څه دی چې دوه کسان یې د کلونو په اوږدو کې په ګډه جوړوي.
د یو بل سره عیارېدل، بخښنه غوښتل، او کله ناکله د غاښونو چیچل."
د ژوند ملګرې/ملګري دام
د امریکا د برېګم ینګ پوهنتون د واده او کورنۍ مطالعاتو پروفیسور جېسن کارول استدلال د څو لسیزو څېړنو پر بنسټ ولاړ دی، چې هغه په خپل راپور"د ژوند ملګرې/ملګری دام" کې راټول کړي دي.
دا څېړنې د "تقدیري باورونو" او "ودې باورونو" ترمنځ یو توپیر دی.
تقدیري باور دا هغه مفکوره ده، چې سمه اړیکه باید بې زحمته احساس شي، خو د ودې باورونه دېته ګوري، چې ملګري څه کولی شي څو اړیکه ښه وساتي.
د ۱۹۹۰مو کلونو په پای او د ۲۰۰۰مو کلونو په پیل کې د هیوستن پوهنتون د پروفیسور سي. رېمونډ ني په مشرۍ څېړنو وښودله، هغه کسان چې باور لري اړیکې "مقررې شوې[تقدیر]" دي، له شخړې وروسته ډېر ژر په خپلې ژمنتیا شک کوي[یعنی دا چې زما خوښه وه یا نه وه خو همدا مې نصیب و]. خو هغه کسان، چې د ودې فکر لري، ان په هغو ورځو کې، چې شخړه کوي هم په خپله ژمنتیا ټینګ پاتې کېږي یعنی دا چې موږ ژمنه کړې، چې یو بل پر وړاندې به زغم او حوصله کوو.
د امریکا د برېګم ینګ پوهنتون د واده او کورنۍ مطالعاتو پروفیسور جېسن کارول وایي، چې د ودې باور لرونکي کسان لا هم ځانګړې اړیکه غواړي، خو د ستونزو تمه هم لري.
"هغوی له ځانه پوښتي… څه کولی شو، چې خپله اړیکه ښه کړو، پرمختګ وکړو او وده ومومو؟"
نوموړی وایي، د اوږدمهاله اړیکو تر ټولو "روحي" برخه دا نه ده، چې سینمایي(فلمي) جذبه ولري، بلکې دا ده، چې "د لومړي کتار څوکۍ ولرې، نه یوازې د یو بل د قوتونو لپاره، بلکې د ننګونو او کمزوریو لپاره هم."
"دا یوه ډېره سپېڅلې فضا ده"
د هغه په خبره:"موږ ځکه دا شیان پېژنو، چې هغوی موږ ته اجازه راکړې چې هلته واوسو."
د کارول په اند، کله چې مینه د تقدیر په توګه وګڼل شي، خلک لږ چمتو وي، چې هغه ساده خو مهم کار وکړي، کوم، چې مینه ژوندۍ وساتي. هغه وایي، هغه کسان چې هر څه نصیب پورې تړي، اړیکه ډېره سخته کوي، په ځانګړي دول کله چې لومړۍ جدي ستونزه راشي.
"لومړی ځل چې کومه ستونزه رامنځته شي، سمدستي فکر دا وي؛ ما ګومان کاوه ته زما نیمه خواه یې. ښايي نه یې، ځکه نیمه خواه له ستونزو سره نه مخامخ کېږي."
"خو که اړیکې اوږدمهاله وي، نو هېڅکله به یوازې په اسانۍ مخته ولاړې نه شي."
سپرغۍ که ټپ؟
وېکي پاوېټ په لندن کې د مینې روزونکې ده.
ډېری وخت له هغو کسانو سره کار کوي، چې فکر یې کاوه خپل د ژوند بشپړوونکې یې موندلې یا موندلی، خو وروسته پوه شوي، چې د افسانوي مینې تر شا احساساتي لاسوهنه، بېثباتي او دوامداره اندېښنه پرته وه.
دا وایي: "کله چې ښه کیمېستري(یو بل سره د جذب ورته معیارونه حس لرل) او سپرغۍ[د مینې جذبات] وي، ځینې وخت دا د زړونه زاړه ټپونه بیا تازه کوي."
"هغه څوک چې یو وخت تا سره تود او بل وخت سوړ چلند کوي، کېدای شي تا ته داسې احساس درکړي، چې ته فکر وکړې نور یې هم غواړم او بیا یې هم غواړم، خو په اصل کې هغوی هغومره اندېښنه او وسواس درکوي، چې ته لا ډېر ورپسې شې."
یوه مشهوره څیړنه چې ډیری وخت د حوالې په ډول وړاندې کېږي د کاناډا ارواپوهانو ډونالډ ډټن او سوزان پینټر لخوا ترسره شوې.
په هغه څیړنه کې، چې په ۱۹۹۳ کال کې خپره شوه هغه مهال دوی د بریتانیا کولمبیا پوهنتون کې وو، دوی هغه ۷۵ مېرمنې وڅارلې چې له خپلو نامناسبو ملګرو یا جوړو څخه بېلې شوې وې.
څېړونکو دا وموندله، چې ښځې تر جلا کېدو وروسته څومره له خپلو پخوانیو شریکانو سره تړاو احساسوي او دا یې د اړیکو له بڼې سره پرتله کړل.
هغوی دا پیدا کړه، چې تر ټولو قوي تړاو د هغو ښځو ترمنځ نه و، چې پرله پسې ځورول شوې وې، بلکې د هغو ترمنځ وه چې شریکان یې کله مهربان او کله ظالمان وو.
ډټن او پېنټر استدلال کوي، چې دا "د ټپ تړاو" ښيي ولې خلک بېرته هغو اړیکو ته جذبېږي، چې په ښکاره ورته زیان رسوي. ځکه د خطر او مینې ګډه تجربه ورته اشنا وي، نه د دې لپاره، چې سالمه وي.
همدا توپیر دی، چې پاوېټ یې په روزنه کې روښانه کول غواړي:
"پوښتنه دا ده، چې هغه کیمېستري(د جذب حس یا یو بل سره د جذب ورته معیارونه حس کول) چې ته یې احساسوې، رښتیا هم د مناسب والي نښه ده که یوازې اشنا اندېښنه ده؟"
دا وایي: "زه هېڅکله د روحي جوړې خبره نه کوم. زه شخصاً باور نه لرم، چې د هر چا لپاره یوازې یو کس شته… خو باور لرم، چې موږ د یو چا لپاره 'هماغه یو ځانګړی کس' کېدای شو."
رښتینی کیمېستري(د جذب حس)
د میندوارۍ د مخنیوي ګولۍ ښايي د جوړې ترمنځ احساس په محسوس کېدونکي توګه بدل کړي.
څېړنې ښيي، هغه ګولۍ چې د زیږون طبیعي بهیر کموي کولی شي د جذب بدلونونه هم کم کړي.هغه بدلونونه، چې معمولا د میاشتني ناروغۍ په اوږدو کې پیښیږي. په بالقوه توګه د لومړني ملګري انتخاب بدلوي.
یوې لویې څېړنې، چې ۳۶۵ هېټروسکجول hetrosexual (مخالف جنس خوښوونکي) جوړې یې وڅېړلې. دا وموندله، چې د ښځو جنسي رضایت لوړ و.
دا وړې اغېزې دي، خو ښايي د وخت په تېرېدو سره د "کیمېستري" بدلونونه تشریح کړي.
که هورمونونه او ګولۍ دا بدلولی شي، چې "هماغه یو ځانګړی کس" احساس شي، نو دا استدلال لا کمزوری کېږي، چې یوازې یو له مخکې ټاکل شوی ملګری شته او دلته بیا د ریاضي پوهانو خبره راځي.
یو، خو یوازینی نه
ارواپوهنه او بیولوژي د"هماغه یوه ځانګړي کس" د پوهېدو یوه لاره وړاندې کوي، خو ریاضي بله.
ډاکټر ګرېګ لیو، چې د نیشوېل، ټینیسي په Vanderbilt University کې اقتصادپوه دی، د سازګارۍ یو الگوریتم جوړ کړی. د هغه موندنه دا ده، چې ښايي تا ته یوازې یو انتخاب نه، بلکې ډېر "انتخابونه" وي.
الگوریتم لومړی هغه جوړې ټاکي، چې یو بل لومړی انتخاب کړي. "لومړۍ درجه همزولي روحونه". بیا یې لېرې کوي او له پاتې کسانو څخه دویمه درجه، او همداسې دوام ورکوي.
په دې شبیه سازیو کې ډېر کم پېښېږي، چې دواړه کسان د یو بل لومړی انتخاب وي؛ خو ډېر خلک دویم یا درېیم غوره انتخابونه لري، چې بیا هم باثباته او خوښې اړیکې جوړوي.
کېدای شي دا یوازې شمېرې وي، خو دا "د مینې الگوریتم" وایي، چې ډېر مناسب شریکان شته، نه یوازې یو.
وړو شیانو ته پام وکړئ
نو یوه جوړه څنګه کولی شي خپل «انتخاب» په ګډه جوړ کړي؟
د خلاص پوهنتون د ټولنپوهنې او صمیمیت پروفیسور جکي ګاب، دا د خپلې دوامداره مینې په پروژه کې ارزولې او دا څېړنه په ۲۰۱۵ کال کې د ټولنپوهنې په ژورنال کې خپره شوې.
هغه شاوخوا ۵۰۰۰ کسان سروې کړل او بیا یې ۵۰ جوړې په ژوره توګه وڅارلې، د یادښتونو، مرکو او «"احساساتي نقشو" له لارې.
کله چې هغې وپوښتل، چې څه شی هغوی ته د ارزښت احساس ورکوي، دا نه د لمرلوېدو وړاندیزونه وو او نه پاریس ته ناڅاپي سفرونه.
بلکې "وړې ډالۍ، پاملرونکي حرکتونه، او په بستره کې د یوې پیالې چای مهرباني" وه. په یخ سهار کې د موټر ګرمول. ځنګلي ګلان ټولول. په مېلمستیا کې پټه مسکا شریکول.
په عددي ډول، دا " ورځنۍ پاملرنې" له لویو رومانتيکو حرکتونو ډېرې اغېزمنې وې.
په سروې کې، ۲۲٪ میندو او ۲۰٪ بېاولاده ښځو دا واړه حرکتونه د ارزښت د احساس له مهمو لاملونو څخه وبلل. له لوکسو ډالیو او بهر تګ څخه هم زیات.
د اړیکو رضایت تر ډېره نه د پیسو او نه یوازې د رومانتيک احساس پورې تړلی و، بلکې د "نږدې پوهې" او د هغې د ورځني څرګندولو پورې.
یوه ځوانه جوړه سمیرا په خپل ورځني یادښت کې لیکي، چې څنګه یې ملګری کور ته راځي، هغه ډوډۍ پخوي، په دهلېز کې یو بل ته غېږه ورکوي، او دواړه سره یو ځای ډوډۍ خوري.
بیا په ناڅاپي ډول په کوټه کې ګډا، په وښو ګرځېدل، او هغه عکس چې ملګری یې دومره خوښوي، چې عکس یې د موبایل په شا لګوي.
دا د هرې ورځې ښکلی داستان دی، نه افسانه.
خو ګاب وایي، چې د دې خوږوالي تر شا مالي اندېښنې، کورني مسوولیتونه او د خپګان تاریخ هم شته، چې دوی یې په ګډه اداره کوي.
د ویلینټاین ماښامنۍ
کارول وایي، چې ساینس رومانس نه غلا کوي، بلکې مرسته کوي چې په ښو او بدو وختونو کې وغوړېږي.
هغه وایي: "زه له دې هیله سره راحت یم، چې یو ځانګړی او بېسارې اړیکه ولرو، تر هغه چې ومنو دا باید جوړه شي."
پاوېټ فکر کوي: "سمه ده، حتا ګټوره ده چې باور ولرې ستا کس هلته شته خو تر هغه چې پوه شې ډېر کسان شته چې ورسره قوي اړیکه جوړولی شې، او له هېچا د بشپړتیا تمه ونه لرې."
د ژوند ملګرې/ملګري په اړه ساینس یو پاراډوکس[د ساینس هغه بیانه چې په ظاهر کې متناقض او غیر منطقي ښکاري خو په اصل کې یو ژور حقیقت را برسېره کوي] ښيي: هغه کسان چې په پای کې داسې اړیکې لري، چې په رښتیا "ټاکل شوې" ښکاري، ډېری وخت هغه کسان وي، چې د تقدیر انتظار یې پرې ایښی وي. د خپل مخ ته ولاړ نیمګړي کس پر لور یې مخ اړولی وي او ویلي یې وي: راځه، له دې نه څه جوړ کړو!