کرېکټ نړیوال جام: نیوزیلنډ سویلي افریقا ته په نهو وېکټو ماتې ورکړه او پایلوبې ته ورسېده

د عکس سرچینه، Getty Images
نیوزیلنډ د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام په لومړۍ نیمه پایلوبه کې سویلي افریقا ته د ۹ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه او د سیالیو پایلوبې ته رسېدونکې لومړۍ لوبډله شوه.
نیو زیلنډ د سویلي افریقا له لوري ټاکل شوی ۱۷۰ منډو هدف په ۱۲.۵ اورونو کې یوازې د یوې ویکټې په زیان پوره کړ. فېن الین په ۳۳ توپونو ۱۰۰ ناسوځېدلې ۱۰۰ منډې وکړې، چې پکې ۸ شپږیزې او ۱۰ څلوریزې شاملې وې.
د ۱۷۰ منډو هدف ته د رسېدو لپاره د نیوزیلنډ پیل ډېر پیاوړی و.
نیوزیلنډ لوبډلې په ۴.۱ اورونو کې له زیان پرته ۵۰ منډې وکړې. یوازې په شپږو اورونو کې یې د هېڅ وېکټې له لاسه ورکولو پرته ۸۴ منډې جوړې کړې او په ۷.۵ اورونو کې یې د منډو شمېر له ۱۰۰ واوښت.
فېن الین خپله پنځوسیزه یوازې په ۱۹ توپونو بشپړه کړه. ټیم سېفرټ هم خپله نیمه سلیزه په ۲۸ توپونو بشپړه کړه، خو هغه له ۳۳ توپونو د ۵۸ منډو له ترلاسه کولو وروسته وسوځېد.
د نیو زیلنډ اوپنرانو د لومړۍ وېکټې له غورځېدو مخکې په ۹.۱ اورونو کې ۱۱۷ منډې ملګرتیا وکړه او سویلي افریقا یې له سیالۍ بهر کړه.
د نن لوبې پیل کې نیو زیلنډ پچه وګټله او پرېکړه یې وکړه چې د هند کولکتې په ایډن ګارډن لوبغالي کې لومړی توپ اچوونه وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د سویلي افریقا لپاره مارکو جانسن ۵۵ منډې وکړې او خپله لوبډله یې په ۲۰ اورونو کې د اتو وېکټو په زیان ۱۶۹ منډو ته ورسوله.
د نیو زیلنډ له لوري راچین راویندرا او ماټ هنري دواړو دوه ـ دوه وېکټې واخیستې.
سویلي افریقا تر نیمه پایلوبې پورې یوه لوبه هم نه وه بایللې، خو په نیمه پایلوبه کې یې د نیو زیلنډ پر وړاندې سیالي ونه شوه کړای.
د دې سیالیو دویمه نیمه پایلوبه به د مارچ پر ۵مه نېټه د هند او انګلنډ تر منځ د هند ممبۍ په وانکهیډي لوبغالي کې کېږي او د دویمې نیمه پایلوبې ګټونکې لوبډله به د مارچ پر اتمه د هند احمداباد په نریندرا مودي لوبغالي کې له نیوزیلنډ سره د سږ کال ټي-۲۰ نړیوال جام د اتلولۍ لپاره سیالي کوي.























