پاکستان کې د نفتي توکو تاریخي ګراني: پېټرول له ۳۲۲ څخه ۴۶۰ او ډېزل ۵۲۰ ته رسېدلې

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستان کې حکومت په وروستۍ میاشت کې د تېلو بیې په کمسارې ډول بیا لوړې کړې چې ورسره دغه هېواد کې د نفتي توکو ( پېټرولو او ډیزلو) بیې د تاریخ تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې دي.
د پاکستان حکومت د دغې کمسارې ګرانۍ وجه په منځني ختیځ کې روانه جګړه او په نړیوالو بازارونو کې د تېلو د بیو پرلپسې زیاتوالی یاد کړی دی.
د جمعې پر شپه د پاکستان فدرالي حکومت پټرولیم چارو لپاره وزیر علي پروېز ملک او د مالیې وزیر محمد اورنګزېب په یوه خبري غونډه کې د یوه لیټر پټرولو په بیه کې د ۱۳۷ روپۍ ۲۳ پیسو او د ډیزلو یوه لیټر بیه کې د ۱۸۴ روپۍ او ۴۹ پیسو زیاتوالی اعلان کړ. نوې بیې د جمعې له ورځې عملي شوې چې ډېر خلک یې حیران کړي دي.
د تېلو بیو له دې زیاتوالي وروسته په پاکستان کې د پټرولو یوه لیټر بیه ۴۵۸ روپیو او ۴۱ پیسو ته رسېدلی او د ډیزل بیه ۵۲۰ روپیو او ۳۵ پیسو ته پورته شوې ده.
د یادونې ده، چې د ایران جګړې له پیل راهیسې د پاکستان فدرالي حکومت په تېره نژدې یوه میاشت کې دوه ځله د تېلو بیې لوړې کړې دي. له دې مخکې د مارچ پر څلورمه د پېټرولو او ډیزلو په نرخ کې ۵۵-۵۵ روپۍ زیاتوالی راغلی و.

د عکس سرچینه، Getty Images
ه تېره یوه میاشت کې په پاکستان کې د پټرولو بیه ۷۷ سلنه (یعنی ۱۹۲.۲۳ روپۍ) لوړه شوې ده او د ډیزل بیه ۸۷ سلنه (یعنی ۲۳۹.۴۹ روپۍ) لوړه شوې ده.
د یادونې ده، چې د هرمز تنګي له لارې د تېلو او ګازو رسولو چاره په لویه کچه د ایران، متحده ایالاتو او اسرائیلو ترمنځ د جګړې له امله بنده پاتې ده، چې له امله یې د انرژۍ په نړیوالو بیو کې ډراماتیک زیاتوالی راغلی دی.
تېره شپه د تېلو په بیو کې د خورا ستر زیاتوالي اعلان په ترڅ کې علي پروېز ملک، د ایران جګړې ته په اشارې سره وویل، پاکستان حکومت "محدود سرچینې لري او اوسمهال وضعیت داسې نه ښکاري، چې جګړه پای ته رسېږي."
د پاکستان مالیې وزیر خبري غونډې ته وویل، "موږ محدودې سرچینې لرو او موږ (د امتیازاتو ورکولو لپاره) تر یوه بریده پورې تلای شو."
نوموړي زیاته کړه، چې د تېلو بیو لړ کې به حکومت د موټر سایکلونو، ښاري ټرانسپورټ، توکو لېږدونکو لاریو او ریل ګاډو لپاره سبسایډي په پام کې ونیول شي او هره اونۍ به دې موضوع ته بیا کتنه کېږي.


















