پر ایران د امریکا او اسرائیل بریدونو کې لږترلږه ۱۷ افغانان وژل شوي دي

د عکس سرچینه، Getty Images
د ایراني رسنیو د راپورونو او هغو معلوماتو له مخې چې بي بي سي ته رسېدلي دي، د ایران په بېلابېلو ښارونو کې د امریکا او اسرائیلو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۷ افغانان وژل شوي دي.
په هغو تصویرونو کې چې د مارچ پر ۲۷مه د تهران په سویل کې اخیستل شوي، مرستندویه کارکوونکي د وژل شویو کسانو مړي لېږدوي.
د قربانیانو د کورنیو یو شمېر غړي هم د غم او اندېښنې حال کې د پېښې په ځای کې لیدل کېږي.
د ایراني رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې د تهران پر شهر ری سیمې یوه برید کې د شپږو افغان اتباعو په ګډون ۱۰ کسان وژل شوي دي.
د تسنیم خبري اژانس د سې شنبې پر ورځ (وري ۱۱مه) راپور ورکړ چې د هغو ۱۳ افغانانو مړي چې په ایران کې اوسېدل او د امریکا او اسرائیلو له بریدونو وروسته د تهران په ۱۳ ابان سیمه کې وژل شوي وو، نن خاورو ته وسپارل شول.

د عکس سرچینه، Getty Images
په کابل کې د ایران سفارت هم په دې وروستیو کې پر اېکس یوه ویډیو خپره کړه او لیکي، دا د یو اته کلن افغان هلک اخیستل شوې ویډیو ده چې د ایراني مرستندویانو او ټیمونو لخوا ژغورل کېږي. د دې پېښې وخت او ځای نه دي یاد شوي.
د ایران په روانه جګړه کې د وژل شویو افغانانو د شمېر په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي، خو په ایران کې دننه سرچینو بي بي سي ته ویلي چې دا شمېر د راپور شوي شمېر پرتله ډېر لوړ دی.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
ایران کې ګڼ شمېر افغانان مېشت دي، چې په ملیونونو یې له کلونو راهیسې په تهران او نورو ایراني ښارونو کې ژوند او کار کوي.




















