په لوېديځه غاړه کې د اسرائیلو کنټرول پراخېدل؛ د الخليل ښارواله وايي "موږ خوندي نه يوو"

د اشغال شوي لوېدیځې غاړې په زاړه ښار الخليل کې د اسرائیلو په یوه میشت ځای باندې د اسراییلو بیرغ رپیږي (۹ فبروري ۲۰۲۶)

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د الخلیل په اېچ ۲ سیمه کې شاوخوا ۸۰۰ یهودي میشت شوي وکړي د ۳۳۰۰۰ فلسطینیانو په منځ کې ژوند کوي.
    • Author, لوسي وېليمسن
    • دنده, د منځني ختيځ خبرياله
  • د لوستلو وخت: 6 دقیقې

په اشغال شوې لوېديځه غاړه کې يوې فلسطینۍ چارواکې هلته د اسرائیلو له خوا د کنټرول پراختيا د اسرائیلو او فلسطينیانو تر منځ د خبرو اترو او مذاکراتو "پای" بللی دی.

د الخليل یا هبرون چارسمبالې ښاروالې اسما الشرباتي ويلي، د اسرائېلو د کابينې له خوا په دې وروستيو کې اعلان شوي نوي بدلونونه به فلسطيني چارواکي ان په هغو سيمو کې چې د دوی تر کنټرول لاندې دي د ښاري پلان جوړونې او پراختيا په اړه له پرېکړو بې برخې کړي.

الخليل په لوېدیځه غړه کې تل له تاوتریخوالي ډکه سيمه او يو وېشل شوی ښار دی چې اسرائیلي پوځيان له فلسطينیانو سره نژدې د سلګونو اسرائیلي مېشتخايونو ساتنه کوي.

د يکشنبې په ورځ د اسرائیلو امنيتي کابينې د لوېدیځې غاړې د واکونو په پخواني وېش کې چې دری لسيزې وړاندې د امریکا په ملاتړ د اوسلو تړونونو لاندې شوی و، ستر بدلولونه تصويب کړل.

په دې بدلونونو کې دا هم شامل دي چې اسرائيل به خپل کنټرول له پوځي اشغال ورهاخوا غځوي او د فلسطينيانو تر کنټرول لاندې سیمو کې به د ښاري خدمتونو وړاندې کول هم پر غاړه واخلي او همدارنګه به پراخ واک ولري چې په ټوله لوېدیځه غاړه کې پر هغو ځايونو واک ټينګ کړي چې "تاريخي سيمې" بلل کېږي. دوی دا ګام د اوبو، چاپېريال او لرغونو اثارو د ساتنې په موخه بولې.

اسرائیلو همدا راز ويلي چې په الخليل کې د ابراهيمي جومات دننه به د يهودانو د یوه تر ټولو سپېڅلي ځای کنټرول هم په لاس کې واخلي.

الشرباتي وايي، "اوس دوی کولی شي په ساده ډول پر هره ودانۍ لاس کېږدي او اعلان وکړي چې دا لرغونې ده او فلسطيني چارواکي به د سيمې د ښار جوړونې او پراختيا په هېڅ پرېکړه کې برخه ونه لري".

نوموړې موږ ته وويل چې د اسرائیلو د پلانونو په اړه یې هېڅ رسمي خبرتيا نه ده ترلاسه کړې او جزئيات یې یوازې د اسرائیلي رسنیو له لارې اورېدلي دی.

د الخليل له ګڼې ګوڼې ډک بازار څخه څو متره هاخوا د اسرائیلو د تلاشۍ پوستې سره، کړکېچه فضا خوره ده، د فلسطينیانو دوکانونه تړل شوي او کوڅې د اسرائیلي مېشتو د ساتنې لپاره بندې شوې دي.

اسماء الشراباتي وايي چې نړیوال بنسټونه د فلسطینیانو ساتنه نه کوي
د عکس تشریح، اسماء الشرباتي وايي چې نړیوال بنسټونه د فلسطینیانو ساتنه نه کوي

یو فلسطينی فعال، عيسی عمرو په همدې ترينګلې وېشل شوې سیمه کې ژوند کوي چې (اېج دوه) بلل کېږي.

کله چې موږ یې کور ته ورغلو، يو سختدريځه يهودۍ جوړې له ونو لاندې مېله کوله. لږ وروسته يو اسرائیلی له څنګلوري کور څخه راووت او موږ یې په لاره تر يوه ځايه څارلو.

د عيسی په کور کې پر دېوال یوه لوحه ځړېدلې وه چې پرې ليکل شوی وو، "ازاد فلسطين". د نوموړي له کړکۍ لاندې د اسرائیلو بيرغ ليدل کېږي.

عيسی عمرو شاوخوا فلسطنۍ ودانۍ راوښودلې چې د کلونو کړکېچ او د اسرائیلو د پرله پسې پراخېدونکي کنټرول له امله اوسېدونکي ترې کډه شوي او تشې پاتې دي.

خو د عيسی په وینا، دا وروستي بدلونونه له تېرو حالاتو سره بنسټيز توپير لري.

نوموړي وويل، "دوی پخوا هم ډېرې پراختيايي کړنې کولې خو کوم روښانه قانوني بنسټ یې نه درلود. اوس به هماغه چارې رسمي قانوني بڼه خپله کړي. دوی د سيمې حيثيت له اشغال شوې خاورې يوې حقوقي شخړې ته اړوي. په عملي توګه به دا د اسرائیلو برخه شي خو زه، د يوه فلسطيني په توګه، به هېڅ حق په کې ونلرم. بې له دې چې زموږ اراده په کې شامله وي، دا د ځمکې الحاق دی."

فلسطنی فعال عیسی عمرو
د عکس تشریح، عیسی عمرو وايي چې د هغه ډیری ګاونډیان تللي دي

اسرائيل پلان لري چې په الخليل کې يهودي مېشتو ته د ښاروالۍ خدمتونه په خپله وړاندې کړي او په ټوله لوېديځه غاړه کې د ځمکو ملکيت اسرائیلي خصوصي اتباعو ته پرانيزي. د اردن او فلسطيني قوانينو له مخې، فلسطينيان اجازه نه لري چې خپل ملکيت پر غیر فلسطینيانو وپلوري.

ځينې هغه کسان چې په تېرو کلونو کې یې په پټه پر اسرائیليانو ملکيتونه پلورلي وو، اوس د اسرائیلو له خوا د ځمکو د محرمو ثبتونو د خپرېدو له کبله له جدي خطرونو سره مخ کېدلی شي.

پر اسرائیلي اشغالګرو د ملکيتونو پلور ته په فلسطينۍ ټولنه کې په ښه سترګه نه کتل کېږي او دا ناوړه کړنه بولي.

جبريل مراغ چې د الخليل د ابراهيمي جومات ته څېرمه ژوند کوي، راته وويل چې ۱۸ کاله مخکې یې د اسرائیليانو د يوې ډلې له خوا د خپل کور د اخيستلو وړانديز رد کړی و.

نوموړي وويل، "له هغوی يوه کس راته وويل چې ۲۵ میلیونه شېکل (شاوخوا ۸ ميليونه ډالر) وړانديز کړل خو ما و نه منله. هغه راه ويل هر څو چې غواړې درکوم یې او تر هرکله چې وغواړې دلته اوسېدلی شي. خو موږ پر اشغال [اسرائیلو] کور نه خرڅوو"

اوسمهال له ۷۰۰ زرو ډېر مېشت شوي اسرائیليان په اشغال شوې لوېديځه غاړه او ختيځ بيت المقدس کې ژوند کوي

دا هغه سيمې دي چې اسرائیلو په ۱۹۶۷ کې د منځني ختیځ له جګړې وروسته له اردن ونيولې. فلسطينیان غواړي دغه سيمې د غزې له تړانګې سره يو ځای د خپل راتلونکي خپلواک دولت برخه وګرځوي.

دغه مېشتځايونه د نړيوالو قوانينو له مخې ناقانونه بلل کېږي.

"د فلسطيني دولت دفن کېدل"

د ملکيت حقونو پرانیستل او د فلسطينۍ ادارې تر واک لاندې سيمو کې د ملکي واکونو پراخ لېږد، په لوېديځه غاړه کې د اسرائیلو د اوږدمهاله پراخېدونکي کنټرول په بهير کې يو مهم بدلون بلل کېږي. دا بهير د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له اوومې د حماس له بریدونو وروسته او په غزه کې د جګړې له پیل سره لا چټک شوی دی.

د اسرائیلو د ماليې وزير بېزلېل سموټرېچ چې د مېشتځايونو د پاليسۍ مسوولیت هم لري، د نويو اقدامونو د اعلان پر مهال وويل، "موږ د اسرائیلو د خاورې په ټولو برخو کې خپلې رېښې ټينګو او د فلسطينی دولت جوړېدو مفکوره دفن کوو".

د سموټرېچ د سخت دریځ ګوند او د پارلمان غړي زويي سوکوټ ويلي، "یهودا او السامره [لوېديځه غاړه] د اسرائیلو د يهودي ولس تاريخي ټاټوبی دی. زه تمه لرم چې دلته به بشپړ اسرائيلي حاکميت ټينګ شي خو تر هغه وخت لږترلږه کولی شو څارنه وکړو چې چاپېريال ته زيان ونه رسېږي او د اسرائیلو د ولس میراث ته زيان و نه رسېږي، ان که دا سيمې د فلسطينۍ ادارې تر کنټرول لاندې وي".

خو دا وروستي حقوقي بدلونونه نه يوازې هغه تړونونه تر پښو لاندې کوي چې اسرائیلو څو لسيزې وړاندې لاسليک کړي وو، بلکې د هغې فلسطينۍ ادارې واکونه کمزوري کوي چې ډونلډ ټرمپ د سولې په پلان کې د واک ترلاسه کولو لپاره غوره شوې.

په لوېدیځه غاړه کې د الخلیل ښارګوټی

د عکس سرچینه، Reuters

د الخليل ښاروالې، اسما الشرباتي وويل، "موږ دا تريخ حقيقت تجربه کوو چې هېڅ خوندي نه يوو، بنستونه زموږ ساتنه نه کوي. نړۍ د غزې تړانګې او هلته وژنو ته یوازې ګوري خو تر خبرو ورهاخوا بل ګام نه اخلي".

د فلسطينۍ ادارې مشر محمود عباس له امریکا غوښتي چې "غوڅ دریځ" خپل کړي. هغه ويلي، د اسرائیلو دا پرېکړه په سیمه کې د ډونلډ ټرمپ هڅې ګډوډوي او له نړيوالو قوانينو سرغړونه ده.

تر دې دمه ولسمشر ټرمپ د لوېديځې غاړې د رسمي الحاق سره د خپل مخالفت له بيا تکرارولو پرته ډېر څه نه دي ويلي.

تېر کال د بریتانیا په ګډون څو هېوادونو د فلسطين دولت په رسميت وپېژاند. اوس چې اسرائیلو د فلسطین تر کنټرول لاندې سيمو کې ځان ته ملکي واکونه ورکړي، موږ د بریتانيا له حکومته وپوښتل چې د دې په غبرګون کې به څه کوي.

د منځني ختیځ لپاره د بریتانيا د دولت مرستيال وزير هميش فاکنر وویل، تمه ده چې په راتلونکو ورځو کې به د بریتانیا حکومت په دې اړه جزیات وړاندې کړي.

نوموړي وويل، "موږ دا پرېکړه په کلکه غندو او تمه لرو چې بېرته واخيستل شي. د اسرائیلو نژدې ټول ملګري هم دا يوه ستره تېروتنه بولي".

الخليل ښار کې ابراهيمي جومات

د عکس سرچینه، Reuters

په داسې حال کې چې د نړيوالو پام پر غزه ورټول دی، په ټوله لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلو حضور او کنټرول پراخېدل دوام لري.

خو د غزې لپاره د ډونلډ ټرمپ پلان د عربي هېوادونو پر ملاتړ ولاړ دی، هغه هېوادونه چې ډېری یې د فلسطيني دولت پر لور د عملي پرمختګ غوښتنه کوي.

هغه څه چې په الخيل او د لوېدیځې غاړې په نورو برخو کې پېښېږي لا هم کولی شي د ټرمپ د غزې ليدلوری او د منځني ختیځ د پراخې سولې لپاره یې پلان له ګواښ مخ کړي.