پر ایران د اسرائیل او امریکا بریدونه د عامو ایرانیانو له خولې

ایران

د عکس سرچینه، Getty Images

د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د ایران پلازمېنې تهران یو شمېر هغه اوسېدونکي، چې د جمعې پر ورځ له انټرنيټ سره وصل شوي وو، وايي تېرو څو ورځو کې د ډېرو "سختو بریدونو" شاهدان وو.

ګڼ شمېر ایرانیان د امریکا او اسرائیلو د پر له پسې بریدونو له کبله په کورونو کې بند پاته دي.

له دوی یو شمېر د بي‌بي‌سي فارسي څانګې ته هلته د ورځنی ژوند په اړه لیکلي پیغامونه راستولي دي.

بي‌بي‌سي فارسي د بي‌بي‌سي نیوز د فارسي ژبې سرویس دی، چې په ټوله نړۍ کې د ۲۴ میلیون کسانو لخوا کارول کېږي، چې اکثریت یې په ایران کې دي.‌

دا په داسې حال کې ده چې بي‌بي‌سي فارسي د ایراني چارواکو لخوا په منظم ډول محدویت او بندېدو سره مخامخ ده.

سالار وايي چې د جعمې سهار پنځه بجې د چاودنې پر غږ له خوب را ویښ شو. دی وايي د درېیو چاودنو ږغونه یې واورېدل.

بابک، چې په تهران کې اوسي، د بمباریو له امله وېرېدلی دی، نو ځکه پر کور ناست دی او دباندې نه وځي.

سجاد وايي د جګړې له لامله له سختې ذهني پریشانۍ سره مخامخ دی، خو زیاتوي‌ چې د روحاني مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي وژل کېدو راتلونکې ته هیله‌من کړی دی.

تهران

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا سړي په تهران کې له یوې غونډۍ د اسرائیل او امریکا له هوايي بریدونو وروسته په نښه شوي ځایونه ګوري

کاوه، په زنجان کې د خوراکتوکو د کمښت اندېښنه نه لري.

خو د نوموړي په وینا په ایران کې د انټرنټ نشتووالي تر دې ډېر سرګردان کړی دی.

له اصفهانه محمد وايي، دلته چې څومره دفاعي وسایل وو، امریکا او اسرائیلو پرې بریدونه وکړل.

جګړه له وېرانۍ، مرګ‌ژوبلي، انساني بربادۍ او د وطن له ویجاړۍ پرته بل هېڅ نه لري. هر څوک چې په هر دلیل جګړې ته خوشحاله وي، په بشپړه ډول د ایرانیانو او ایران استازولۍ نه شي کولای.

خو الهه وايي، په یاد یې دي چې پروسږ کال د ایران، اسرائیلو او امریکا په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې ګڼ‌ شمېر خلکو د ایران دولت ملاتړ وکړ او ویل به یې "ایرانه! وله یې،" ځکه ایراني دولت ته یې هیله درلودله.

خو سږ چې کله دولت په اتو ساعتونو کې زرګونه کسان ووژل، د ملت غوسه یې را وپارول، نو اوس وايي: "امریکا وله یې!"

ایران

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تهران کې د پولیسو د هدف ګرځېدلي دفتر د ودانۍ پر ویجاړیو د ایران بیرغ لګول شوی

امیر لیکلي: "کله چې د بم ږغ واورم، نو زړه مې درد وکړي، په ذهن کې مې را وګرځي چې بیا به څومره هېوادوال او د وطن سرتېري وژل شوي وي."

دی زیاتوي چې "د هغوی د کورنیو د پاته غړو په اړه اندېښمن شم."

د امریکا متحد ایالتونه او اسرائیل وايي، تر اوسه یې ایران کې زرګونه اهداف په نښه کړي‌ دي.

د ایران حکومت بیا په دغو بریدونو کې ملکي خلکو ته هم د درنې مرګژوبلې اوښتلو ادعا کوي.

ایران - بېلدوزرونه قبرونه کېندي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ایران د رسنیو مرکز وايي د میناب ښوونځي زدکوونکې یو ځای خاورو ته سپارل شوي

په دوی کې تر ټولو خونړۍ برید د هرموزګان ولایت په میناب کې د نجونو پر یوه ښوونځي شوی،‌ چې د رسمي شمېرو له مخې ۱۶۸ کسان پکې وژل شوي او تر ۹۶ ډېر نور ټپیان دي.

رپوټونو کې ویل شوي د دغه قربانیانو لویه برخه د ۷ او ۱۲ کلونو ترمنځ زدکوونکي او زدکوونکې جوړوي.‌