راشد خان: افغانستان کې نړیوالې لوبې یې د ژوند هغه هیله ده چې له اتلولۍ هم ورته ارزښت لري

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر، راشد خان هیله څرګنده کړې چې یوه ورځ به په افغانستان او په ځانګړې توګه پلازمېنه کابل کې د کرېکټ یوه نړیواله سیالي ترسره شي؛ هغه هیله چې د ده په وینا "ان د نړیوال جام تر ګټلو هم ارزښتناکه" ده.
راشد خان د یکشنبې پر ورځ د شل اوریز نړیوال جام سیالیو په لومړۍ لوبه کې د نیوزیلینډ پر وړاندې د خپلې لوبډلې مشري کوله. دا لوبه د هند په چنای ښار کې ترسره شوه. افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې د یوې حیرانوونکې لوبډلې په توګه د دغو سیالیو تر نیمه پایلوبې (سیمي فاینل) لاره موندلې وه.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، راشد خان ټینګار وکړ چې د ده شخصي او د لوبډلې تر ټولو لویه لاسته راوړنه به دا وي چې په پلازمېنه کابل کې د خپلو افغان کورنیو مینه والو پر وړاندې د یوې نړیوالې لوبې مشري وکړي.
راشد خان خبریالانو ته وویل: "که په رښتیا سره ووایم، دغه شېبې به زما او لوبډلې لپاره ان د نړیوال جام تر ګټلو هم ډېره ارزښت لري." هغه زیاته کړه: "هغه وخت به د نړۍ رسنۍ او خلک وګوري چې د افغانستان خلک څنګه دي؛ دوی څنګه د نړیوالو لوبغاړو هرکلی کوي او څنګه له کرېکټه خوند اخلي."

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان چې له لسیزو راهیسې له جګړو اغېزمن شوی، تر اوسه یې هیڅکله د یوې نړیوالې سیالۍ کوربتوب نه دی کړی او تل اړ شوی چې خپلې کورنۍ لوبې په هند او متحده عربي اماراتو کې ورته په ځانګړو شویو لوبغالو کې ترسره کړي.
راشد خان وویل: "په خپل هېواد کې د نړیوال کرېکټ لوبې له یو خوب پورته خبره ده. کله چې په خپل هېواد کې لوبېږې، احساس یې بیخي بدل وي او نړۍ به هم افغانستان وګوري چې دا هېواد څومره ښکلی دی."
افغانستان دوه کاله وړاندې نیمه پایلوبې ته د رسېدو په مزله کې نیوزیلینډ، ویسټ انډیز، اسټرالیا او بنګله دېش ته ماتې ورکړې وه.
راشد خان د افغانستان د کرکټ تر ټولو اوڅار لوبغاړی دی. د افغانستان کرېکټ بورډ هغه په ۲۰۲۱ کال کې د شل اوریزو لوبو د لوبډلمشر په توګه وټاکه.
هغه په ۱۹ کلنۍ کې د نارینه وو په نړیوال کرېکټ کې د تر ټولو ځوان لوبډلمشر ریکارډ هم وګټه. د کرېکټ نړیوالې شورا (ICC) په ۲۰۱۸ کال کې هغه د دویمې درجې هېوادونو غوره لوبغاړی وباله او په همدې کال یې د یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو د غوره توپ اچونکي (بالر) جایزه هم وګټله.
راشد خان په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د ښه نیت سفیر په توګه د کار تجربه هم لري.

















