که امریکا پر ایران برید کوي د طالبانو حکومت دریځ به څه وي؟

مجاهد

د عکس سرچینه، GMICafghanistan

د لوستلو وخت: 3 دقیقې

د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، د امریکا او ایران ترمنځ د وروستیو پراخو کړکېچونو او پر تهران د واشنګټن د احتمالي برید په اړه په محتاطانه ډول ویلي چې که ایران ترې مرسته وغواړي "د افغانستان خلک چمتو دي چې د خپل توان تر کچې خواخوږي او همکاري وکړي".

ښاغلي مجاهد د ایران راډیو له پښتو څانګې سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې د ایران او اسرائیلو ترمنځ په تېره ۱۲ ورځنۍ جګړه کې تهران "ګټونکی" و او که امریکا پر دغه هېواد برید وکړي، بیا به هم ایران ګټونکی وي. د طالبانو حکومت ویاند هیله څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه او نښته ونه شي.

کله چې ترې وپوښتل شول چې که امریکا پر ایران برید وکړي، کابل به د کوم لوري پلوي وکړي، ښاغلي مجاهد وویل: "لومړی موږ د دې پلوي نه یو چې جګړه او نښته وشي. که مو په یاد وي تېر ځل چې پر ایران اسلامي جمهوریت برید وشو، پایله یې دا وه چې ایران ګټونکی و. او زه فکر کوم بیا به هم همداسې وشي، ځکه ایران توان لري، ایران پر حق دی او د خپل ځان د دفاع حق لري"."

هغه زیاته کړه: "که له موږ هره غوښتنه وشي، افغانان چمتو دي چې د خپل توان مطابق د جګړې د ستونزو په برخه کې د ایران له ملت سره خواخوږي او همکاري ولري. هیله من یو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه ونه شي".

د طالبانو حکومت له بېلابېلو هېوادونو، په ځانګړې توګه له ایران سره د امریکا د کړکېچونو په اړه تل هڅه کړې چې محتاطانه دریځ غوره کړي، لکه د حکومت د ویاند همدغه ځواب، چې د "خواخوږۍ" او "د توان تر کچې همکارۍ" کلمې یې کارولې دي، هغه هم د افغانانو له لوري، نه د طالبانو د حکومت له خوا، او دوه وار یې هیله دا ښودله چې د دواړو لوریو ترمنځ جګړه ونه شي.

د واشنګټن او تهران ترمنځ پوځي ګواښونه

د تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکېچ د حل لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو له دوام سره هممهاله، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ایران د احتمالي پوځي برید په اړه خبرداری ورکړی دی. رویټرز خبري اژانس تر دې وړاندې د دوو امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی و چې د دغه هېواد پوځ د ټرمپ له خوا د برید د امر د صادرېدو په پایله کې د ایران پر وړاندې د څو اونیو احتمالي عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي. ډونلډ ټرمپ په خپلو وروستیو څرګندونو کې د جمعې پر ورځ وویل چې په ایران کې د نظام بدلون "تر ټولو غوره پېښه چې کېدای شي وشي" دا د هغه یو خورا روښانه ملاتړ دی چې په دغه هېواد کې د مذهبي پالو د واکمنۍ د جوړښت بدلولو لپاره یې ښودلی دی.

"د افغانستان او ایران اړیکې په سم لوري روانې دي"

د طالبانو حکومت او ایران په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې، پرته له ځینو پېښو چې پر پوله وشوې، د سیندونو د ایران د اوبو حق (حقابه) چې ښاغلي مجاهد یې لامل " وچکالي او د اوبو کمښت" وباله، په ټولیز ډول ښې او نږدې اړیکې لرلې دي.

د طالبانو حکومت ویاند د ایران له راډیو سره په دې مرکه کې وویل چې د کابل او تهران اړیکې تر بل هر وخت غوره دي او دواړه هېوادونه یو بل ته "درناوی" لري. هغه زیاته کړه چې دمګړۍ د افغانستان او ایران اړیکې "په سم لوري روانې دي". تېر اوړي هم د طالبانو حکومت پر ایران د اسرائیلو بریدونه غندلي وو. ښاغلي مجاهد د ایران او اسرائیلو ترمنځ له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته بي بي سي ته وویل چې په دې جګړه کې "اسلامي جمهوریت وګټله" او له دې امله "موږ خوښ یو".

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي یو کال مخکې کابل ته سفر وکړ او د طالبانو د حکومت چارواکي هم وخت ناوخته ایران ته سفرونه کوي.

د عکس سرچینه، HafizZiaAhmad

د عکس تشریح، د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي یو کال مخکې کابل ته سفر وکړ او د طالبانو د حکومت چارواکي هم وخت ناوخته ایران ته سفرونه کوي.

په دې وروستیو کې په کابل کې د ایران سفیر وویل چې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه خبرې اترې روانې دي او دا بهیر به "ډېر وخت ونه نیسي". علیرضا بیکدلي له طلوع نیوز خصوصي ټلویزیون سره په خبرو کې وویل: "دا چې د پېژندنې موضوع به کله وي، په خپل وخت به وشي. په دې اړه خبرې اترې هم شته او زه فکر کوم چې ډېر وخت به ونه نیسي".

د سیاسي ترینګلتیاو او پر پوله د نښتو له امله د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړل کېدل د دې لامل شوي چې ایران د افغانستان په تر ټولو لوی سوداګریز شریک بدل شي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر په دې وروستیو کې له ایرانه وغوښتل چې افغانستان ته د دغه هېواد د صادراتي تېلو او اوبلن غاز بیې راټیټې کړي او دې هېواد ته دې تخفیف په پام کې ونیسي.