له طالبانو سره پخوانۍ بندي جوړه: لا هم نه پوهېږو ولې ونیول شوو او ولې ازاد شولو؟

یوې بریتانیايۍ جوړې چې شاوخوا اوه نيمې میاشتې په افغانستان کې د طالبانو حکومت بندي کړې وه، بریتانیا ته تر بېرته ستنېدو وروسته وایي چې له "ستر کلتوري ټکان" سره مخامخ شوي دي.
۸۰ کلن پیټر او د هغه ۷۶ کلنه مېرمن باربي رینولډز وایي، هېڅکله ورته دا ونه ویل شول چې ولې نیول شوي وو او دا هم ورته روښانه نه شوه چې د تېر کال په سپټمبر کې ولې خوشي شول.
دا جوړه چې نژدې شل کاله یې په افغانستان کې یو خیریه بنسټ چلاوه، د بيبيسي د "نیوزنایټ" پروګرام ته ویلي، چې په بریتانیا کې یې تېرو پنځو میاشتو ژوند "په بشپړه توګه بدل" شوی دی.
باربي وایي: "هغه څه چې پر موږ تېر شول، موږ یې بدل کړي یوو. د تېرو لسیزو تجربې، په ځانګړي ډول د تېر کال، انسان بېرته له سره جوړوي. ستا فکر بدلوي او نړۍ ته دې نظر بدلوي، د پخوا وختونو پرتله چې موږ دلته ژوند کاوه."
هغې وویل، چې د بامیان ولایت په هغه کور کې چې له خپل مېړه سره یې پکې اوږده موده ژوند کاوه، تل به یې حجاب اغوست او د مېړه له ملتیا پرته به عامه ځایونو ته نه پرېښودل کېده.
اغلې باربي زیاته کړه: "دلته ازادي ډېره څرګنده ده؛ خلک ازاد دي چې هر څه وغواړي واغوندي او هر چېرته وغواړي ولاړ شي."
دا جوړه د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه، وروسته له هغه ونیول شوه چې له کابله بامیان ته یې په چارټر الوتکه کې سفر کړی و. د دوی ملګرې فې هال او ورسره مل ژباړن هم نیول شوي وو، خو وروسته خوشي شول.
د طالبانو حکومت مخکې ویلي وو چې دې جوړې د دوی د حکومت قوانین مات کړي وو او د قضایي بهیر له تېرېدو وروسته خوشي شول، خو تر اوسه یې د نیولو کره دلیل نه دی ښودلی.

د عکس سرچینه، Reuters
دا بریتانیايۍ جوړه د قطر په منځګړیتوب خوشې شوه، خو پیټر وایي د دوی د نیول کېدو لامل "تر اوسه هم بشپړ ناڅرګند" دی.
دې جوړې چې په ۱۹۷۰ کال کې یې په کابل کې واده کړی و، مخکې ویلي وو چې په لسو بېلابېلو زندانونو کې ساتل شوي وو او په یوه پړاو کې یې فکر کاوه چې ښايي اعدام شي.
پیټر وویل: "زه نه پوهېدم چې باربي ژوندۍ ده که نه."
باربي وویل، هغه د زندان په یوه بلاک کې له ۲۴۰ ښځو سره ساتل کېده، او "نور ډېر بلاکونه هم وو چې پکې ښځې له ۴۰ ماشومانو سره یو ځای بنديانې وې."
هغې زیاته کړه: "ځای ډېر تنګ و؛ د دومره بندیانو لپاره یوازې شاوخوا اوه تشنابونه وو. هڅه وشوه چې حمامونه ورغول شي، خو بېرته به خرابېدل، او فاضلاب به تل راوتل."
د روژې په میاشت کې، باربي ته هره ورځ یوازې یو وخت خواړه ورکول کېدل. د روژې له پای وروسته هم هماغه اندازه خواړه ورکول کېدل، خو د غرمنۍ او ماښامنۍ ترمنځ به وېشل کېدل.

د عکس سرچینه، HANDOUT
هغې وویل: "زه له ډېرې سختې خوارځواکۍ او کمخونۍ سره مخامخ شوې وم. پیټر وویل، کله یې چې زه بیا ولیدم، شل کاله زوړ شوی وم. کله کله به راته ګرځېدل ډېر سخت وو او رښتیا هم زما عمومي روغتیا ډېره خرابه شوې وه."
طالب چارواکو ویلي، دا جوړه د بند پر مهال له کافي روغتیایي پاملرنې برخمنه وه او د هغوی انساني حقونه رعایت شوي وو.
یو له هغو زندانونو چې پیټر او باربي پکې ساتل کېدل، د څرخي پله زندان و؛ هغه بدنام، د کابل په یوه څنډه کې د لوړې کچې امنیت لرونکی زندان هغه زندان، چې د ځینو تر ټولو خطرناکو مجرمانو د ساتلو ځای بلل کېږي.
په یوه پړاو کې، هغوی د دوو میاشتو لپاره په بېکړکیو، تر ځمکې لاندې کوټو کې ساتل شوي وو.
د بند په وروستیو اونیو کې، هغوی پورته پوړونو ته ولېږدول شول؛ هلته، د دوی په وینا، ښه خواړه ورکول کېدل او له هغوی سره په مهربانۍ چلند کېده.
پیټر وویل، کله چې یې له څو میاشتو جلاوالي وروسته باربي ولیده، "سخت حیران" شو.
پیټر وویل: "هغه نور د یوې ۷۶ کلنې ښځې په څېر نه ښکارېده؛ بلکې داسې برېښېده لکه ۹۰ کلنۍ ته چې رسېدلې وي" او زیاته یې کړه چې مېرمن یې د تګ پر مهال د خپل توازن ساتلو توان نه درلود.
دې جوړې مخکې ویلي وو، غواړي هغه کسان چې د دوی د نیولو امر یې ورکړی و، "په غېږ کې ونیسي" او وبخښي.
پیټر وویل: "غواړم هغوی پوه شي چې زه د هغوی پر وړاندې هېڅ کرکه په زړه کې نه لرم."
هغه زیاته کړه، چې لا هم غواړي په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره "د دې هېواد د خلکو د ښېګڼې لپاره" همکاري وکړي.





















