افغانستان کې د سېلابونو له امله د مړو شوو شمېر۱۴۸او پښتونخوا کې ۴۸ کسانو ته لوړ شوی

د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د بارانونو لړۍ روانه ده چې له امله یې د نورو سېلابونو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

په تازه پېښو کې د ا افغانستان د ننګرهارپه شېرزادو ولسوالۍ کې د چهارشنبې پر شپه د یوه کور چت نړېدو له امله د یوې کورنۍ ۷ غړي مړه شوي دي.

روانه اونۍ په ننګرهار کې د کور نړېدو دا دویمه پېښه ده چې ګڼه مرګژوبله پکې اوښتې ده. په تېرو ۲۴ ساعتو کې د کابل پروان، کاپیسا، تخار، بادغیس او نورو ولایتونو کې په ټولیز ډول ۱۵ کسان د باران او سېلابونو له امله مړه او ۱۸ نور ژوبل شوی دي.

افغانستان کې د طالبانو حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې ویاند حافظ محمد یوسف حماد خبري رسنیو ته ویلي چې د وري/حمل له شپږمې نېټې راپدېخوا د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د باران، سېلاب او نورو طبیعي پېښو له امله د مړو شوو شمېر ۱۴۸ ته لوړ شوی دی، ۲۱۶ کسان ژوبل او اته کسان لادرکه دي.

هغه وویل چې " سېلابونو په ټولیز ډول ۹۵۸ کورنۍ اغېزمنې کړې دي، سلګونه کورنه یې له منځه وړی یا زیانمن کړي دي.

ښاغلي حماد زیاته کړه چې دې موده کې " ۱۶ محرابه جوماتونه هم شهیدان شوي دي".

په ننګرهار کې د تېرې شپې د کور نړېدو له پېښې وړاندې په تېرو دوو ورځو کې درې ورته پېښې شوې چې له امله یې ۱۳ کسان مړه او ۱۹ ژوبل شوي وو. په تېرو څو ورځو کې د ننګرهار ولایت مرکز د جلال آباد ښار پراخې سیمې هم سېلابونو لاندې کړې وې.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې ویلي دي چې راتلونکو څو ورځو کې د نورو بارانونو وړاندوینه هم شوې ده او له خلکو یې غوښتي دي چې ددې ادارې لارښوونو ته په بشپړه توګه پام وکړي.

د سېلابونو او بارانونو له امله د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې لوی لارې هم تړل شوي دي. دې کې د کابل جلال اباد لویه لاره هم شامله ده چې له څو ورځو راهیسې د کابل د غارو تنګي سیمه کې د غر ښویېدو له امله د ترافیکو پر مخ تړلې ده.

د طالبانو حکومت د ټول ګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وايی د دې لویې لارې د پرانیستلو لپاره هڅې دوام لري.

نوموړی وايي د سالنګ لویې لارې په ګډون په اوو ولایتونو کې تړل شوې لارې پرانېستل شوي دي. دا لارې د سې شنبې شپې واورې، بارانونو او غر ښویېدنې له امله بندې شوې وې.

پښتونخوا کې اوښتی زیان

د پاکستان خیبر پښتونخوا کې هم سېلابونو درانه ځاني او مالي تاوانونه اړولی دي.

په دې ایالت کې طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې ( پی ډی ایم ای) د شمېرو ترمخه خيبر پښتونخوا کې د سېلاب او بارانونو له امله د مړو شوو شمېر ۴۸ ته لوړ شوی دی. د این ډي ایم ای ویاند انور شهزاد بي بي سي ته وویل چې د مارچ له ۲۵ نېټې نه راپدیخوا په بارانونو او سېلاب کې د ۴۸ کسانو له مړینې علاوه ۱۲۶ کسان ژوبل شوی هم دي. ده وویل چې په قربانیانو کې کوچنیان او مېرمنې هم شاملې دي.

سېلابونو پېښور، سوات، باجوړ، کوهستان، کرک، ډېره اسماعیل خان، او دهنګو بېلابېلې سېمې اغېزمنې کړې دي.

ښاغلي انورشهزاد وویل چې ټولو اغېزمنو شوو خلکوسره مرستې استولې شوې دي او ورسره نقدي مرستې هم شوې دي. خیبر پښتونخوا کې د اپریل تر نهمې د نور باران وړاندوینه هم شوې ده.

د پاکستان بلوچستان، سند او پنجاب کې هم سېلابونو مالي او ځاني تاوانونه اړولي دي.