د پاکستان دفاع وزیر څرګندونو ته د اسرائیل غبرګون: اسرائیل به د ترهګرو پر وړاندې له ځانه دفاع وکړي

د عکس سرچینه، Getty Images
د اسرائیلي لومړي وزیر دفتر د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف هغه څرګندونې غندلې، چې اسرائیل یې ''سرطان ځپلی''هېواد بللی.
د پاکستان دفاع وزیر پر خواله رسنیو یوه پیغام کې تور پورې کړی، چې په داسې حال کې چې ''اسلام اباد کې د سولې خبرې روانې دي، په ورته مهال په لبنان کې نسل وژنه روانه ده.''
خواجه اصف ویلي، ''په اسرائیلي عملیاتو کې بې ګناه ملکي خلک وژل کېږي. لومړی غزه کې، بیا ایران او اوس په لبنان کې د وینې بهېدو یوه نه درېدونکې لړۍ روانه ده.''
خواجه اصف په دې څرګندونو کې اسرائیل ''سرطان ځپلی'' هېواد وباله او د دې هېواد رامنځته کېدو په هکله یې سخت توري کارولي.
د خواجه اصف له دې څرګندونو څو ساعته وروسته پر اېکس د اسرائیل لومړي وزیر له دفتره یوه خپاره شوي پیغام کې وویل شول: ''د پاکستان دفاع وزیر له لوري د اسرائیل د تباهي غوښتنه خورا پارونکې (چاره) ده. دا داسې څرګندونې دي، چې د هېڅ یوه حکومت له لوري د زغم وړ نه شي بلل کېدای. په ځانګړې توګه د یوه داسې حکومت له لوري، چې ځان د سولې لپاره بې پرې منځګړی بولي.''
د اسرائیل بهرنیو چارو وزیر جدوون ساعر هم د پاکستاني دفاع وزیر خواله رسنیو پیغام ته سختد غبرګون څرګند کړی او په خبره یې: ''د یهودي هېواد سرطان ځپلي بلل، د دې د تباهي غوښتنې معانا لري.''
نوموړي د سختو ټکیو له کارولو سره ویلي: ''اسرائیل به د هغو ترهګرو پر وړاندې له ځانه دفاع وکړي، چې تباهي یې غواړي.''
له دې مخکې، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له خپل لبناني سیال نواف سلمان سره په ټیلیفون خبرو کې د اسرائیل "تېری" غندلی.
د یادونې ده، چې د اسرائیل لومړی وزیر بنیامن نتنیاهو وايي، د امریکا او ایران تر منځ له اوربند سره سره به اسرائیل د حزب الله پر ضد "هر چېرې چې اړتیا وي" عملیاتو ته دوام ورکړي.
''اسرائیل پاکستان ته د باور وړ هېواد په نظر نه ګوري''
د اسرائیل دریځ دا دی، چې لبنان د اوربند په موضوع کې شامل نه دی، خو ایران تور پورې کوي، چې پر لبنان د اسرائیلي بریدونو لړۍ له دې توافقه ''سخته سرغړوونه'' ده.
پاکستاني لومړي وزیر شهباز شریف هم په اوربند کې د لبنان ګډون یادونه کړې وه، خو د امریکا متحدو ایالتونو مرستیال ولسمشر جې ډي وینس دا ''ناسم پوهاوی'' بللی.
نتنیاهو په یوه پیغام کې ویلي، ''زموږ پیغام خورا څرګند دی. هر څوک چې د اسرائیلیانو پر ضد فعالیت کوي، په نښه به شي.''
نوموړی زیاتوي، ''موږ به د حزب الله پر ضد هر چېرې چې اړتیا وي، اقدام وکړو، تر هغو چې د شمالي سیمو اوسېدونکو لپاره بشپړ امنیت تضمین کړو.''
نتنیاهو دا څرګندونې له هغه وروسته کړې، چې اسرائیلي دفاعي ځواکونو (ای ډي ایف) د حزب الله مشر نعیم قاسم سکرتر او وراره علي یوسف حرشي وژل کېدل تائید کړل.
د یادونې ده، چې پاکستان رسماً اسرائیل په رسمیت نه پېژني او د فلسطین موضوع کې د دوو دولتونو حل وړاندیز کوي.
اسرائیل بلومبرګ په ملګرو ملتونو کې د اسرائیل له سفیر ډیني ډینن پوښتنه کړې وه، چې اسرائیل ولې پاکستان ته خپل پلاوی نه استوي، نوموړي په ځواب کې ویلي و، اسرائیل به د اسلام اباد په مذاکراتو کې ګډون و نه کړي، خو ''موږ پر امریکا باور لرو.''
بل لور په هند کې د اسرائیل سفیر رووین ازار پر پنجشنبه د امریکا او ایران تر منځ د اوربند په موضوع کې د پاکستان د منځګړیتوب رول په هکله پوښتنې راپورته کړې او په وینا یې ''اسرائیل پاکستان ته د باور وړ هېواد په نظر نه ګوري.''
له اې این ای خبري اژانس سره خبرو کې رووین ازار وايي: ''موږ پاکستان د باور وړ هېواد نه بولو. زه فکر کوم امریکا د ځینو لاملونو له کبله د پاکستان کارولو پرېکړه وکړه.''



















