له سرو زرو او وسپنې تر يورانيمو؛ ايران څومره طبيعي شتمنۍ لري؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د ایران د شتمنۍ انځور تر هر څه وړاندې له نفتو او غازو سره غوټه دی، خو نړيوال او ايراني راپورونه ښيي چې دا هېواد پراخه معدني زېرمې چې بېلابېلو جيولوژيکي کمربندونو کې دي په کې زرګونه کانونه او د وسپنې، مسو، سرو زرو او يورانيمو بېلابېل ډولونه شته.
د امریکا د انرژۍ د معلوماتو ادارې (EIA) د ۲۰۲۴ کال په اکټوبر کې د "د هېواد تحليلي يادښت: ايران" تر سرلیک لاندې راپور کې ویلي چې ايران د نفتو او طبیعي ګازو د زېرمو له پلوه د نړۍ له سترو هېوادونو دی. د دې ادارې د ۲۰۲۳ کال د اټکلونو له مخې، ايران د نفتو د زېرمو درېیم او د طبیعي ګازو د زېرمو له پلوه دویم ستر هېواد بلل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
راپور زیاتوي چې د نفتو اصلي سیمې په سوېل لوېدیځ، په ځانګړې توګه په خوزستان ولایت او د زاګروس جيولوژيکي کمربند په اوږدو کې دي. د "جنوبي پارس" سمندري سیمه، چې له قطر سره ګډه ده، په هېواد کې د ګازو تر ټولو لویه او په نړۍ کې یو له سترو سیمو شمېرل کېږي.
دغه راپور ښيي چې د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ د ايران د مایع پټرولیم تولید زیات شوی، او د نفتو صادرات په کې د عوایدو یوه تر ټولو مهمه سرچینه وه چې لویه برخه یې چین ته لېږدول شوې ده.
د امریکا د جیولوژیکي ارزونې ادارې (USGS) د ۲۰۲۲ کال د کانونو په کلني کتاب کې (چې په ۲۰۲۵ کال کې خپور شوی) ویلي چې "ایران له ۶۰ ډېر معدني توکي تولید کړي، چې په کې المونیم، باریت، سمنټ، مس، سره زر، د وسپنې اوومه توکي، سرپ او جسټ، او ګڼ شمېر نور صنعتي کانونه شته."
راپور کاږي چې په ایران کې د فعالو کانونو شمېر ۶,۰۲۵ ته رسېږي او حکومت ډېر ستر شرکتونه د "ایمیدرو" (د ایران د کانونو او صنایعو د پراختیا او نوي کولو سازمان) له لارې کنټرولوي.
رويټرز خبري اژانس د ایمیدرو د رسمي پاڼې له قوله د ایران د ثابت شویو معدني زېرمو کچه ۳۷ میلیارده ټنه او احتمالي زېرمې یې تر ۵۷ میلیاردو ټنو ډېرې اټکل کړې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا د جیولوژیکي ارزونې د راپور له مخې، ایران د اوسپنې د خامو موادو لويې زېرمې لري چې ایمیدرو یې کچه د ۲۰۲۲ کال تر پایه ۳.۳ میلیارده ټنه ښودلې ده. دا راپور وړاندې لیکي چې ایران په نړۍ کې د "مخامخ اېستل شوې یا اسفنجي اوسپنې" (Direct Reduced Iron) یو له سترو تولیدونکو دی، چې د فولادو په جوړولو کې اساسي مواد دي. د دغه اوسپنې د تولید تر ټولو مهمې سیمې په کرمان ولایت کې سیرجان ته نږدې "ګول ګهر"، او همدارنګه د "چادرملو" او "سنګان" کانونه دي چې کلنی تولید یې په لسګونو میلیونو ټنو اندازه کېږي.
د مسو په برخه کې،USGS ویلي چې په ۲۰۲۲ کال کې د ایران د مسو تولید په ټولیز ډول ۳۲۲ زره ټنه و. د تولید لویه برخه په اصلي کمپلیکسونو لکه "سرچشمه"، "سونګون" او "میدوک" کې ده. د مسو د خامو موادو زېرمې په ۲۰۲۲ کال کې ۱۹.۲ میلیارده مټریک ټنه اټکل شوې وې، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۱ کې ۱۷.۲ ملیارده ټنه وې. دا زیاتوالی په کرمان ولایت کې د "سریدون" په څېر د نویو زېرمو د موندلو پایله کې ښودل شوی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د همدې راپور له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې د ایران د سرپو تولید نږدې ۵۲ زره ټنه و. په زنجان ولایت کې د "انګوران" کان د جستو او سرپو یو له مشهورو کانونو دی، او ورسره په یزد ولایت کې د "مهدي اباد" کان چې د ایمیدرو ملکیت دی، د تولید کلنی ظرفیت یې ۷۰۰ زره ټنه دی. د مهدي آباد زېرمه ۱۷۰ میلیونه ټنه اټکل شوې چې په منځنۍ کچه ۴.۵ سلنه جسټ او ۱.۶ سلنه سرپ لري.
په ۲۰۲۲ کال کې د ایران د سرو زرو تولید نږدې ۷,۰۰۰ کیلوګرامه و چې د تېرو دوو کلونو په پرتله په کې ډېر بدلون نه دی راغلی. په لوېدیځ اذربایجان ولایت کې د "زرشوران" کان یو له مهمو تولیدونکو دی. د ۲۰۲۵ په دسمبر کې، فارس خبري اژانس د ایران د صنایعو وزارت له نکله خبر ورکړ چې د سویلي خراسان په "شادان" کان کې د سرو زرو نوې زېرمې موندل شوي، چې په کې ۷.۹۵ میلیونه ټنه اکسایډ شوي او ۵۳.۱ میلیونه ټنه سلفایډ شوي د سرو زرو خام مواد شته.
د امریکا د جیولوژیکي ارزونې اداره دا هم یادوي چې په ایران کې د یورانیمو استخراجي تولید شته او د هستوي سون توکو له دورې سره تړلي تاسیسات د دې سکټور د صنعتي بنسټونو برخه ده.
د فلزي کانونو ترڅنګ، ایران د ځینو صنعتي توکو لکه جپس (ګچ)، بنټونایټ، فیلډسپار او سټرونشیم له سترو نړیوالو تولیدونکو دی. په ۲۰۲۲ کال کې د جپس او باریت تولید لوړ و، چې باریت یې تر ډېره د نفتو او ګازو په صنعت کې د برمه کولو په مایعاتو کې کارول کېږي.


















